Homeخبرونهپاکستان د تورخم له لارې افغانستان ته د ۷۲۴ لاریو د تېرېدو...

پاکستان د تورخم له لارې افغانستان ته د ۷۲۴ لاریو د تېرېدو اجازه ورکړه

تاند (یکشنبه، د زمري/ اسد ۲۵ مه) پاکستان د تورخم له لارې افغانستان ته د ۷۲۴ لارویو، چې بشري مرستې پکې بارو وې، اجازه ورکړه چې له تورخم دروازې افغانستان ته واوړي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو دایمي استازي او د بشري چارو همغږي کوونکي، محمد یحیی، ویلي چې دا ۷۲۴ موټر له بشري مرستو سره افغانستان ته اوښتي او اړمنو کورنیو ته یې مرستې رسولې دي.

پاکستان د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر راهیسې، د خونړیو نښتو او د امنیتي ترینګلتیاوو له زیاتېدو وروسته، له افغانستان سره خپلې لارې د عادي سوداګرۍ پر مخ تړلې دي. د دغو بندیزونو له امله د کراچۍ له لارې د افغان ترانزیتي توکو لېږد هم اغېزمن شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د صدراعظم مرستیال، اسحاق ډار، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د دې عملیاتو هرکلی کړی او ویلي یې دي، خوښ دی چې اړمنو افغانانو ته یې د دې مهمې مرستې په رسېدو کې همکاري کړې ده.

دا مرستې په داسې حال کې د پاکستان له لارې افغانستان ته رسېږي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ امنیتي ترینګلتیاوې دوام لري. اسلام‌اباد پر کابل تور لګوي چې ټي ټي پي (TTP) او نورې وسله‌والې ډلې یې په خاوره کې فعالیت کوي، خو کابل دا ادعاوې ردوي.

د تېرې میاشتې په پیل کې هم چارواکو د خوړو نړیوال پروګرام د مرستو له ۲۶ موټرو څخه ۲۱ موټرو ته اجازه ورکړې وه چې د تورخم له لارې افغانستان ته واوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مادھوري ډکشیت ۲۴ کاله وروسته د یوې مشهورې تلویزیوني خپرونې کوربنه کېږي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د بالیووډ مشهوره اداکاره مادوري (مادهوري) ډکشیت له ۲۴ کلونو وروسته یو ځل صحنې ته راوځي...