Home+د سیاست خدایګوټي او سپېڅلې ارواوې | ولي الله ملکزی

د سیاست خدایګوټي او سپېڅلې ارواوې | ولي الله ملکزی

د سیاسي علومو، حکومتي جوړښتونو او ټولنپوهنې په ډګر کې د دین او سیاست متقابله اړیکه د پام وړ پېچلې او د دیني مطالعاتو له خورا مهمو بحثونو څخه ګڼل کېږي. د واکمنیو تاریخي څېړنه ښیي چې سیاسي واک یوازې د فزیکي ځواک او قوانینو له لارې نه دی ټینګ شوی، بلکې زیاتره وخت د مذهبي مشروعیت، سپېڅلو روایتونو او اسطورو په توسل توجیه شوی دی. که څه هم زما پورتنی عنوان ممکن د معیاري ټرمینالوژۍ کلاسیکه اصطلاح نه وي، ولی د یوې تحلیلي طرحې په توګه هغه حالت څه ناڅه روښانه کوي چې په اقتدار کې د مذهبي تقدس او سپېڅلو ارزښتونو مشروعیت څومره ژورې ریښې لري؟

د الهي پېرزونې تیوري څرګندوي چې په بېلابېلو تاریخي پړاوونو کې ګڼو واکمنانو هڅه کړې خپل سیاسي شخصيت او قلمرو له ماوراء الطبیعه او سپېڅلو ارواوو سره وتړي. په لرغونو تمدنونو کې د واکمنیو اډانه تر ډېره پر همدې عقیدې ولاړه وه. په مصر کې فرعون د خپلو وګړو لپاره د الهي هستۍ تعبیر او مجسمه ګڼل کېده، بلکې ځان یې د آسمان د استازیتوب پر ځای ﴿أَنَا رَبُّكُمُ الْأَعْلَىٰ – زه ستاسو ستر رب یم﴾ بللو. په بین‌ النهرین کې پاچاهانو خپل واک نېغ په نېغه د خدایانو له ارادې څخه اخیستل شوی ګڼلو. د منځنیو پېړیو په ترڅ کې اروپایانو د پاچاهانو الهي حق (Divine Right of Kings) نظریه او د سلطنت مشروعیت یې له کاتولیکې مراجعو او غیبي واکمنۍ سره ګینده کړی وو.

په دې توګه، مذهبي سمبولونه او عقیدتي چوکاټونه د سیاسي اقتدار د نفوذ، استمرار او ټولنیز نظم د ټینګښت عمده وسایل وو. په ورته بڼې، په پارس، چین، جاپان، هند او لېرې آسیا کې د زیاترو سلطنتي تمدنونو د تقدس په وړاندې هېڅ ډول ګواښ شتون نه درلود. مذهبي واکمني او اقتدار هغه نظام ته ویل کېږي چې د دولت مشروعیت تر ډېره د دیني بنسټونو له لارې توجیه او مخالفین یې باغیان بلل کېږي. همدا نن د پرمختللې اروپا د ګڼ شمیر هیوادونو د ملي بېرغونو په منځ کې صلیب ځلیږي او حکومتي مشران یې د لوړې په مهال په انجیل باندې لاسونه ږدي.

د اسلامي تاریخ په پاڼو کې لولو چې د سیاسي او اداري واک د لېږد ډولونه جلا جلا دي. که څه هم د خلفای راشدینو د ټاکل کېدو چوکاټ د اهل الحل والعقد او ولسي بیعت له لارې وو، خو وروسته په اسلامي هېوادونو کې د واک انتقال په کورنیو کې انحصار شو. معاویه (رض) خپل زوی، یزید ولی العهد و ټاکه او له خلکو یې غوښتنه وکړه چې بېعت ورسره وکړي. د امویانو خلافت (۹۱ کاله) د عباسیانو خلافت (۵۲۴ کاله) او د عثمانیانو سلطنت (۶۲۴ کاله) د وینې او نسب له برکته خپله واکمني غځېدلی وساتله. دغو خلفاوو او سلاطینو به خپلو اولادونو او وروڼو ته په ژوند یا وصیت سره واک سپارلو. البته په همدې موروثي تشکیلاتو کې د ځینو ککرۍ رېبل شویدي، له چا سترګې ویستل شویدي، تبعید او شړل خو یوه عادي او معمولي خبره وه.

که له پاسنیو تاریخي بېلګو واټن وانخلو؛ په ننني عصر کې ګورو چې سیاسي واک د دیکتانورۍ په قالب کې هم تقدس لري. د شمالي کوريا په دولتي تبلیغاتو کې د (کيم) کورنۍ او په ځانګړي توګه د برحاله ځوان مشر داسې سپېڅلی انځور وړاندې کېږي چې هغه یو بې بدیله زړه سواندي کرکټر دی. له (کیم جونګ اون) سره د طبیعي پېښو معنا داره تړل چې ګواکې زلزلې، طوفانونه او ناورینونه د ستر رهبر د عالي ارادې له وجې د کوریا ملت ته زیان نه شي رسولای!؟

له بل پلوه، د ولسواکو او جمهوري نظامونو تهداب د کورني وراثت پرځای په ټاکلې دورې، قانونمند چوکاټ او د کاندیدانو ترمنځ په متوازنې سیالۍ ولاړ وي. د نړۍ په ځینو جمهوریتونو کې نامتو سیاسي کورنۍ لکه د بوش کورنۍ په امریکا کې يا د ګاندي کورنۍ په هند کې سر پورته کوي، خو د هغوئ مشروعیت له ولسي فلټرونو څخه تېرېږي، نه د ارثي تسلسل له امله. دا هم سمه ده چې په ډېرو ځواکمنو هېوادونو کې په درغلیو او جنایي دوسیو ککړ اشخاص پارلمان ته ځي او واک ترلاسه کوي؛ خو د جمهوري نظامونو ارزښت بیا په دې کې دی چې ولس د رڼو ټاکنو د میکانیزم له لارې، همدغه سیاسي ګڼګپان محاسبه او له صحنې څخه بېرته ګوښه کولای شي.

د یوې پایلې په توګه ویلای شو هغه هېوادونه او سیاسي نظامونه چې مشروعیت یې د قانون پر حاکمیت ولاړ وي، د باثباته راتلونکې، سازماني همپالنې او عامه باور لپاره بېخي مناسب وي او دوام کوی. برعکس، کله چې سیاسي واک د یوې مشخصې کړۍ، يو مشخص فرد یا  د مذهبي او اسطوري روایتونو تر چتر لاندې متمرکز شي، نو ولسي ګډون او د حساب‌ ورکونې هڅې اغېزمنېږي او نظامونه د استبداد ښکار ګرځي. زه نه پوهېږم چې دا خبره به د چا وي؟ خو یو خروار وزن په کې پروت دی. «له ښه استبداد څخه، بده ډېموکراسي غوره ده».

الله مې دې زاړه ایمان ته خېر کړي!

—————————–

پاملرنه: که لوستونکي وخت او علاقه لري، کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک او یوټیوب چینل کې ولولي او وګوري. ادرس یې دا دی: Wali Malakzay

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په اوکراین کې د جګړې له امله میلیونونه کتابونه سوځېدلي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د اوکراین د ماشومانو د کتابونو د یوه لوی خپرندوی شرکت «رانُک» مشر ویکتور کروهلوف هغه...