Homeخبرونهبلجیم کې د فاضله اوبو کارګرو د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت...

بلجیم کې د فاضله اوبو کارګرو د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سره زر موندلي

تاند ( یکشنبه د زمري ـ اسد ۲۵مه) په بلجیم کې د فاضله اوبو د یوې پروژې کارګرو د یوې پخوانۍ ودانۍ د دېوال تر شا د سرو زرو لویه زېرمه موندلې ده.

د دغو سرو زرو ارزښت شاوخوا ۹ میلیونه یورو، یا ۱۰.۴ میلیونه ډالر اټکل شوی دی.

د فاکس نیوز د مالوماتو له مخې، دغه خزانه هغه مهال وموندل شوه چې کارګرو د فاضله اوبو د نوي پایپ د غځولو لپاره د ودانۍ بنسټ کیندلو. په موندل شویو توکو کې ۴۹ د سرو زرو خښتې، د سرو زرو سکې او نورې د سرو زرو ټوټې شاملې دي.

د کارګرو په وینا، دوی په لومړي سر کې فکر کړی و چې ښايي عادي سکې وي، خو وروسته یې د سرو زرو خښتې هم وموندلې.

پولیسو ویلي چې د سرو زرو د اصلي مالک او د دې شتمنۍ د سرچینې په اړه څېړنې روانې دي.

د بلجیم د قانون له مخې، احتمالي اصلي مالک ته پنځه کاله وخت ورکول کېږي چې د سرو زرو د مالکیت ادعا وکړي. که په دې موده کې قانوني مالک پیدا نه شي او دا شتمني له کوم جرم سره تړاو ونه لري، د قانون له مخې به د هغې د مالکیت په اړه پرېکړه کېږي.

راپور کې زیاته شوې چې، دې خبر له خپرېدو سره سم د سیمې د خلکو پام هم ځان ته اړولی او پولیسو له خلکو غوښتي چې د ودانۍ سیمې ته د سرو زرو د لټولو لپاره ورنه شي، ځکه ودانۍ د نړېدو په حال کې ده او د خلکو لپاره خطرناکه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما د پوډکاسټ لړۍ پیلوي

د امریکا د متحد ایالتونو پخوانی ولسمشر بارک اوباما غواړي چې په سپتمبر میاشت کې د پوډکاسټ یوه لړۍ پيل کړي. د راپورونو له...