تاند (یکشنبه، د زمري/ اسد ۲۵ مه) د الجزیرې په یوه تحلیلي راپور کې ویل شوي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته، په افغانستان کې امنیت تر پخوا ښه شوی، خو حکومت یې د ښځو او نجونو د زدهکړو، ټولنیزو محدودیتونو، ټولشموله حکومتولۍ او نړیوالې پېژندنې په برخو کې له جدي ستونزو سره مخامخ دی.
د راپور له مخې، کابل نور هغه ښار نه دی چې د پرلهپسې چاودنو، وسلهوالو بریدونو او امنیتي ګواښونو له امله خلک په کې له وېرې سره ژوند وکړي. طالبان د افغانستان پر ټولو سیمو خپل کنټرول ساتلی او د داعش خراسان څانګه یې هم تر ډېره کمزورې کړې ده. د دې وضعیت له امله افغانان اوس د هېواد ډېرو سیمو ته د پخوا پرتله په لږه وېره سفر کولای شي.
راپور وايي، د ۲۰۲۱ کال له سیاسي او اقتصادي بدلون وروسته، له افغانستان سره نړیواله مرسته کمه شوې، خو طالبانو تر یوه حده اقتصاد پر پښو ولاړ ساتلی دی. د مالیاتو او ګمرکي عوایدو زیاتوالی، له بهر څخه د افغانانو رالېږل شوې پیسې، له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ پراختیا او د طبیعي زیرمو استخراج د اقتصاد په ساتلو کې اغېزمن بلل شوي دي.
طالبان د قوشتیپې کانال، د ټاپي ګازو پایپلاین، له ازبکستان سره د برېښنا د شبکو پراختیا او د سړکونو او نورو زیربناوو پر یو شمېر پروژو هم کار کوي. خو د الجزیرې د تحلیل له مخې، د دولتي عوایدو او مالي چارو په اړه د حکومت د معلوماتو کموالی او د دولتي بنسټونو نه پیاوړتیا لا هم د حساب ورکونې او فساد پر وړاندې د مبارزې خنډونه دي.
د ښځو او نجونو محدودیتونه؛ تر ټولو ستره ناکامي
د راپور پر اساس، د طالبانو تر ټولو ستره ناکامي د دوی ټولنیزې پالیسۍ دي. په تېرو پنځو کلونو کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د پرلهپسې محدودیتونو له امله افغانستان د جنسیتي تبعیض له پلوه په نړۍ کې په بې ساری هیواد بلل شوی دی.
له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز، د ښځو پر کار او په ټولنیز ژوند کې د ګډون محدودیتونه د هېواد پر راتلونکي هم اغېز کوي. راپور ټینګار کوي چې افغانستان په ځانګړي ډول د ښځینه ډاکټرانو، ښوونکو او نورو مسلکي کارکوونکو له کمښت سره مخامخ دی، په داسې حال کې چې نجونو ته د دغو مسلکونو د ترلاسه کولو لپاره د زدهکړې زمینه هم نه برابریږي.
الجزیره وايي، د عمومي زدهکړو کیفیت هم اغېزمن شوی او په ورته وخت کې دیني مدرسې ډېرې شوې دي. د راپور په تحلیل کې ویل شوي چې دیني زدهکړه د افغانستان په ټولنه کې خپل ځای لري، خو د عصري زدهکړو بدیل کېدای نه شي.
د واک د تمرکز او ټولشموله حکومتولۍ ستونزه
د راپور له مخې، طالبان په حکومت کې د افغانستان د بېلابېلو ټولنیزو او سیاسي ډلو د پراخ ګډون په رامنځته کولو کې هم پاتې راغلي دي. د طالبانو په داخل کې هم د مشرانو ترمنځ د واک د وېش پر ځای د رهبرۍ په محدودې کړۍ کې د واک تمرکز زیات شوی دی.
د الجزیرې د تحلیل له مخې، د واک دغه تمرکز د حکومتولۍ بهیر ورو کړی او د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده د محدودې کړۍ لیدلوری یې پر حکومتي چارو غالب کړی دی.
نړیواله انزوا لا هم دوام لري
طالبانو تمه لرله چې له واک ته رسېدو وروسته به یې نړیوال په رسمیت وپېژني، خو د راپور له مخې تر اوسه په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی. که څه هم یو شمېر ګاونډیو او اروپايي هېوادونو له کابل سره عملي اړیکې ساتلې، خو د رسمیت پېژندلو په لاره کې لا هم خنډونه شته.
د ښځو او نجونو د زدهکړو او نورو حقونو په اړه د طالبانو سیاستونه د افغانستان د نړیوالې انزوا له مهمو عواملو څخه بلل شوي دي.
د طالبانو لپاره تر ټولو لوی راتلونکی ګواښ
الجزیره وايي، طالبان اوس مهال پر افغانستان کلک کنټرول لري، د دوی پر وړاندې جدي پوځي ګواښ نه لیدل کېږي او سیاسي مخالفان هم ویشلي دي. خو د حکومت لپاره تر ټولو لوی خطر ښايي پوځي مخالفت نه، بلکې د خلکو د نارضایتۍ ورو ورو زیاتېدل وي.
د راپور د لیکوال په باور، حکومت کولای شي له مخالفانو سره اوږده مبارزه وکړي، خو هغه مهال زیانمنېږي چې عام خلک له حکومت څخه دومره لرې شي چې د هغه پر وړاندې د هر ډول داخلي یا بهرني مخالفت پر وړاندې بېتفاوته شي.
د الجزیرې د تحلیل په پای کې ویل شوي چې طالبان له پنځو کلونو راهیسي د افغانستان کنټرول ترلاسه کړی، خو لا یې هم دا اساسي پوښتنه نه ده حل کړې چې دوی په راتلونکي کې د افغانستان د کوم ډول دولت د جوړولو اراده لري. د نړیوالې انزوا او د خلکو د زیاتېدونکې ناخوښۍ دوام کولای شي د حکومت لپاره جدي ستونزې رامنځته کړي.