تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۲۴ مه) د طالبانو د بیا واک ته رسېدو پنځه کاله پوره کېږي. د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، له تېرو څو لسیزو جګړو او ناامنیو وروسته اوس ځان خوندي احساسوي، خو ټینګار کوي چې حکومت باید د کارموندنې او زدهکړو د پراختیا لپاره جدي اقدامات وکړي.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه، هغه مهال چې امریکايي او ناټو ځواکونه له افغانستانه د وتلو په حال کې وو، کابل ونیو.
د اسوشیتیدپریس خبري اژانس د راپور له مخې، کابل مېشتی محمد قاسم وايي: «شکر دی، تېر پنځه کلونه په امنیت کې تېر شول. زموږ هیله له حکومت څخه دا ده چې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي او هغوی زدهکړو ته وهڅوي.»
طالبانو د واک له بیا ترلاسه کولو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړې ودرولې او څو میاشتې وروسته یې پوهنتونونه هم د ښځینه محصلانو پر مخ وتړل. ښځې له ځینو نورو برخو، لکه سپورټ، تفریحي ځایونو او له محرم پرته له لرې سفر کولو څخه هم منع شوې دي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد څو ځله ویلي چې حکومت د اسلامي شریعت له مخې د نجونو او ښځو د زدهکړو لپاره د مناسب چاپېریال پر جوړولو کار کوي، خو دغه محدودیتونه لا هم پر ځای دي.
ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې د جګړې کمېدل د ډېرو خلکو لپاره د پام وړ ګټې لري، خو د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه د هېواد د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ او له نړیوالې ټولنې سره د بیا یوځای کېدو مخه نیسي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې هم ویلي چې افغان ښځې او نجونې په نړۍ کې تر ټولو له سختو محدودیتونو سره مخ دي او دا وضعیت د افغانستان پر ټولنیز او اقتصادي راتلونکي هم منفي اغېز کوي.
په کابل کې د ښځو د حقونو فعاله او سوداګره فاضله سروش وايي، حکومت باید د هغو ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو په اړه چې تر نامعلومې مودې تړل شوي، «روښانه او عملي پرېکړه» وکړي.
بل لور ته، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال مولوي حیاتالله مهاجر فراهي وايي، حکومت په تېرو پنځو کلونو کې امنیت ټینګ کړی، د پیسو ارزښت یې ثابت ساتلی، زیربناوې یې پراخې کړې او صنعتي پارکونه یې جوړ کړي دي.
هغه د نجونو او ښځو د زدهکړو په اړه مشخص ځواب ورنه کړ، خو ویې ویل چې په پوهنتونونو کې پانګونه تر پخوا زیاته شوې ده.
د طالبانو حکومت اوس مهال یوازې روسیې په رسمیت پېژندلی دی. فراهي ادعا وکړه چې حکومت له شاوخوا ۴۰ هېوادونو سره تعامل لري او د رسمي رسمیت پېژندنې ټول شرایط یې پوره کړي دي.
د یونسکو د تازه معلوماتو له مخې، شاوخوا ۲.۴ میلیونه نجونې له منځنیو زدهکړو محرومې دي چې دا شمېر د تېر کال پرتله ۲۰۰ زره زیات شوی دی. دغه سازمان وايي، د افغانستان د لومړنیو ښوونځیو د عمر ۵۳ سلنه ماشومان هم له زدهکړو بهر دي.
په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د افغانستان په درو کې د یوې برخې ولایتونو د ماشومانو خوارځواکي د اندېښنې وړ کچې ته رسېدلې او د بودجې د کمښت له امله ښايي وضعیت نور هم خراب شي.
کابل مېشتی دوست محمد خان وايي، په تېرو پنځو کلونو کې ثبات رامنځته شوی، خو افغانستان مسلکي کسانو، لکه ډاکټرانو او انجینرانو، ته اړتیا لري. هغه له حکومت څخه غواړي چې ښځو ته هم د شریعت له لوري د ټاکل شوې حجاب له مراعاتولو سره د زدهکړو اجازه ورکړي.
لا هم په روغتونونو کې ښځینه نرسانې، قابلې او ډاکترانې شته، که وضعیت همداسي دوام وکړي، لس کاله وروسته به څومره ډاکترانې، قابلې، نرسانې او ښوونکې ولرو چې حتي تر شپږم ټولګي پورې نجونو ته درس ورکړي؟