Homeخبرونهپنځه کاله وروسته؛ طالبان له نړیوالې انزوا څخه د وتلو لپاره د...

پنځه کاله وروسته؛ طالبان له نړیوالې انزوا څخه د وتلو لپاره د سوریې ماډل ته ګوري

تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۲۴ مه) د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د ناټو د پوځي ماموریت له پای ته رسېدو پنځه کاله تېرېږي.

د امریکا ځواکونه ووتل، ولسمشر اشرف غني هېواد پرېښود او افغان امنیتي ځواکونه بې له دې چې د پام وړ مقاومت وکړي، دړې وړې شو.

د المجلې د راپور له مخې، د افغانستان په اړه د امریکا په مشرۍ د پوځي مداخلې یادونه لا هم د لویدیځو ډیپلوماتانو لپاره له ترخو خاطرو سره تړلې ده. شل کاله جګړه په دې پای ته ورسېده چې طالبان بېرته کابل ته ننوتل او د اسلام هغه سخت دریځه تفسیر یې بیا پلی کړ چې ائتلاف یې د له منځه وړلو لپاره جګړه کوله.

اوس ښځې له کار او نجونې له زده‌کړو منع دي، موسیقي او تفریح محدود شوي دي.

المجله لیکي، سره له دې چې دا اوونۍ د «اکانومېسټ» مجلې پر پوښتۍ په غټو تورو لیکل شوي: «موږ باید له طالبانو سره خبرې وکړو. د بي‌بي‌سي د نړیوالو چارو مشره خبریاله لوز دوسېټ هم بېرته کابل ته تللې ده» لیکوال پوښتي چې ولې لویدیځوال د افغانستان له سخت وضعیت سره سره اوس له طالبانو سره تعامل ته لېوالتیا لري.

په افغانستان کې خوارځواکي په لوړه کچه ده، فقر پراخ دی او د ښځو حضور په عامه ژوند کې تر ډېره له منځه تللی دی.

المچله زیاتوي، د دوحې خبرې په اصل کې د «نویو طالبانو» د رامنځته کولو لپاره پیل شوې وې؛ داسې طالبان چې له ښځو سره تبعیض ونه کړي او له معاصرې نړۍ سره یې چلند متفاوت وي، خو د راپور په پر اساس، دا بدلون رامنځته نه شو.

د سوریې ماډل

واک ته د طالبانو د رسېدو پر مهال د سوریې د ادلب ولایت جهادي وسله‌والو د هغوی بری ونمانځه او دا یې د ځان لپاره الهام وباله. خو اوس وضعیت بدل شوی او طالبان د سوریې د مشر احمد الشرع د حکومتولۍ ماډل ته د الهام په سترګه ګوري.

د طالبانو د رژیم له څېرو انس حقاني څو ځله د سوریې د رهبرۍ ستاینه کړې چې څنګه یې دمشق له نړیوالې انزوا څخه د ایستلو هڅه کړې ده. د راپور له مخې، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني او د دفاع وزیر ملا یعقوب هم د سوریې د حکومتولۍ د ماډل د پلي کولو غوښتونکي دي.

د همدې لپاره سعودي عربستان د سږکال د حج پر مهال د طالبانو او سوریې د رهبرۍ ترمنځ د لومړۍ لیدنې زمینه برابره کړه.

که څه هم د احمد الشرع «نوې سوریه» بې‌نیمګړتیا نه ده، خو د راپور له مخې هغه د طالبانو پرتله له ډېر انعطاف څخه کار اخیستی دی. د بېلګې په توګه، د الکولو او د ښځو د سینګار په اړه ځینې حکومتي بندیزونه د خلکو له پراخ غبرګون وروسته بېرته لغوه شول.

الشرع هڅه کوي معلومه کړي چې د سوریې ټولنه کوم بدلونونه مني او له کومو سره مخالفت کوي. هغه په عین حال کې هڅه کوي د سخت دریځو دیني عالمانو نفوذ هم محدود وساتي.

ورته والی او توپیرونه

د راپور له مخې، طالبان او د سوریې جهادي وسله‌وال یو شمېر ورته والي لري. د سوریې ګڼ ځوان وسله‌وال په ادلب یا ترکیه کې د کډوالو او بې‌ځایه شویو په کمپونو کې لوی شوي دي. طالبان هم تر ډېره په پاکستان کې د کډوالو په کمپونو یا سرحدي سیمو کې روزل شوي او ځانګړی ټولنیز هویت یې رامنځته شوی دی.

د لیکوال په اند، همدې وضعیت طالبانو ته د افغانستان له پراخې ټولنې سره د ځان عیارول ستونزمن کړي او د هېواد له ځینو برخو سره یې واټن زیات کړی دی.

خو احمد الشرع په دمشق کې د یوه نسبتاً شتمنې سیمې اوسېدونکی و، چې د لیکوال په باور، دې موضوع ورسره مرسته کړې چې د ښار د بېلابېلو ټولنیزو ډلو او سخت دریځو دیني جریانونو ترمنځ توازن وساتي.

د رولونو بدلېدل

د راپور پر اساس، د امریکا له وتلو پنځه کاله وروسته، د طالبانو او سوریې د وسله‌والو ترمنځ رولونه تر یوه حده بدل شوي دي.

په ۲۰۲۱ کال کې د سوریې یاغیانو د امریکا پر وړاندې د طالبانو له بري الهام اخیست، خو اوس طالبان د سوریې د نسبتاً انعطاف‌منې حکومتولۍ ماډل ته ګوري.

د راپور په پای کې ویل شوي چې ښايي طالبان هم یوه ورځ د حکومتولۍ په برخه کې ورته بدلونونه رامنځته کړي، خو تر هغه وخته به د کابل مشران د سوریې تجربې له نژدې څاري.

5 COMMENTS

  1. یو کس چی له مور څخه ړوند دنیا ته راغلی وی، هغه د رڼا، د شپی او ورځی توپیر چیری کولی شی. طالبانو ته الله سترګی ورکړی خو پری لیدلی نشی. هغوی دا روا بولی چی خپلی خویندی او میندی ته نارینه ډاکټر محرم وبولی ورته حدیث جوړوی. هغوی پدی نه پوهیږی چی ښځی څومره ولادی، نسایی، بطنی، روحی او نور تکلیفونه لری چی باید د یوې زنانه ډاکټری تر علاج لاندی معالجه شی. الله دی د طالب د مشرانو ښځی په د رحمی تومور یا د سینی په سرطانونو ګرفتاره کړی تر څو د زنانه ډاکټرانو اهمیت ورته معلوم شی.

  2. د پورته خبری راپور! تر چتر لاندی اصلاً یو غربی تحلیل پروت دی یعنی غواړی هم د الشرع تروریسټی ډلی ته مشروعیت ورکړی او هم د افغان وولس ذهنیت ته د طالبی حکومت پائښت او ټینګښت او اصلاح د هیلی سِګنال مخابره کړی.
    خو
    د طالب څخه د اوسنی تشکیلاتو په لمنه کی د اصلاح او بنسټیز بدلون توقع او امید به فقط یو توهم وی.

  3. زما په نظر سوریه او افغانستان ډېر توپیر لري .
    سورییان عربان او اکثریت یې سني مذهبه مسلمانان دي . دوی د الله تعالی فرمان یعنې قرآن شریف او احادیث بېله تفسیره پوهیږي . دوی د اسلام د مقدس دین په اولو وختونو کې مسلمانان شویدي او تراوسه په سمه لار روان دي .
    افغانستان ته اسلام که څه هم د حضرت عثمان رض په وخت کې راغي ، خو د صفاریانو تر وخته دوی په اسلام عمل نه کاوه او تل به له عربانو سره په جنګ او جګړو اخته و.
    افغانان په دري او پښتو د اسلامي اساساتو تفسیر لولي ، نو دا په مفسرینو اړه لري ، چې څومره په اصلي اسلام دوی خپل افراطي نظریان ورتپلي دي او اوسني ملایان خو بیا د پنجاب په کرکجنو مدرسو کې اسلام زده کوي .
    سوریه بیا د احمد الشرع په شان ځوان انقلابي مشر لري ، هغه خپله تر ماستري پورې تحصیل کړی ، له خپل ولس سره تل په مشوره کې وي ، له نړیوالو سره هم راشه درشه لري او د خپل وطن ملي ګټې او منافع ښې پېژني ، بنا د سوریې خلک نسبت مونږ ته بختور دي.
    اما زمونږ مشران بیا ملا دین مامد دی ، ملا حسن دی ، ملا ترابي او ملا غایب دی . ملا جمعه فاتح دی . ښه نو له دې بدبختو به افغانان څه شی زده کړي.

  4. پنځه کاله وروسته؛ طالبان له نړیوالې انزوا څخه د وتلو لپاره د سوریې ماډل ته ګوري؟
    زما نظر داده چې د سوریی نظامیانو یا مجاهدینو د روسیی پلوه نظام چپه کړ نو ځکه امریکا ، اورپا او برتانیی ورسره اړیکی نیسی او عربان هم ورسره ملګرتیا پالی. مګر طالبانو امریکا، ناټو او چې اروپا هم پکې شامله ده، مات کړل نو امریکا څنګه چې هم مات شوی وی او بیا له طالبانو سره نیکی اړیکی ټینګي کړی نو ځکه خو له طالبانو سره لومړی ځل روسیی، چین او ایران چې د غرب مخالفان دې اړیکی ساتی.
    آن تر دی چې هند یو اندازه له امریکا څخه خفه ده او روسیی سره نږدی اړیکی لری نو اوس یې له طالبانو سره نیک تعامل ته مخه کړی مګر هغه پاکستان چې تر پرون یې طالبانو سره مثبتي اړیکی پاللی نن د دښمن په سترګه ورته ګوری.
    مطلب دا چې غرب او شرق متحدین متفاوت دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پټي خزانې د مؤلف “محمدهوتک” مقبره د استاد محمدمعصوم هوتک په هڅو ورغول سوه

خبریال: غني حسن د پټي خزانې، د خلاصة‌الفصاحت او خلاصة‌الطب د مؤلف محمد هوتک مقبره، چي د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ کي واقع ده،...