Homeخبرونهد نجونو د زده‌کړې ملي کمپاین: طالبان دې د نجونو ښوونځي بې...

د نجونو د زده‌کړې ملي کمپاین: طالبان دې د نجونو ښوونځي بې له قید او شرطه پرانیزي

تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۲۴ مه) د نجونو د زده‌کړې ملي کمپاین د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کالیزې په مناسبت ویلي چې په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو د بندیز دوام له میلیونونو افغان نجونو اساسي حق اخیستی او باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

دغه کمپاین په یوه اعلامیه کې ویلي، پنځه کاله کېږي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي او د «امرثاني» په نوم د بندیز دوام نور د منلو نه دی.

د کمپاین په وینا، د نجونو د زده‌کړې د بندېدو له امله د افغان ښځو او نجونو راتلونکی زیانمن شوی او هېواد یې له مهمې بشري پانګې څخه محروم کړی دی. دوی ټینګار کوي چې د نجونو له زده‌کړو محرومول د فقر، جبري کډوالۍ او د هېواد د پرمختګ د کمزورتیا سبب شوی هم دی.

په اعلامیه کې د «نامناسب چاپېریال»، «نامناسب نصاب» او «د مناسب چمتووالي نشتوالي» په څېر دلایل د ښوونځیو د بند ساتلو لپاره پلمې بلل شوي او ویل شوي چې که په پنځو کلونو کې شرایط نه دي برابر شوي، نو د بندیز د دوام لپاره باید نور دلیلونه وړاندې نه شي.

د نجونو د زده‌کړې ملي کمپاین له طالبانو غوښتنه کړې چې د افغان نجونو ښوونځي بې له قید او شرطه پرانیزي او د زده‌کړې حق یې بېرته ورکړي.

کمپاین له دیني عالمانو، مدني بنسټونو، قومي مشرانو، سیاسي جریانونو او اسلامي هېوادونو هم غوښتي چې د نجونو د زده‌کړې ملاتړ وکړي.

دوی له نړیوالې ټولنې څخه هم غوښتنه کړې چې د نجونو د زده‌کړې د حق د تأمین لپاره پر طالبانو سیاسي، حقوقي او دیپلوماتیک فشارونه زیات کړي او تر هغه وخته د آنلاین، کورنیو او نورو بدیلو زده‌کړو ملاتړ وکړي چې رسمي ښوونځي بېرته پرانیستل شي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د افغان نجونو راتلونکی باید د یوې ډلې د پرېکړو قرباني نه شي او د زده‌کړې د حق ساتنه ملي، اسلامي او انساني مسؤولیت دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما د پوډکاسټ لړۍ پیلوي

د امریکا د متحد ایالتونو پخوانی ولسمشر بارک اوباما غواړي چې په سپتمبر میاشت کې د پوډکاسټ یوه لړۍ پيل کړي. د راپورونو له...