Home+له شمالي افغان سره شخصي عقده د ملنګ جان په ډرامه واړل...

له شمالي افغان سره شخصي عقده د ملنګ جان په ډرامه واړل شوه!

 سمون خروټی

په اوسني وخت کې افغانانو ته زښت ډېر سياسي، ټولنيز، اقتصادي… مسايل ورترغاړې شوي او حل ته يې د حلارې په لټه د ولسونو د سترګو تور سپين شول. په دې ټولو مسايلو سربېره افغان هنرمندانو په ډېرو زحمتونو د وطن سره د خپلې مينې ثبوت وړاندې کړی او تلاش يې کوي، چې په دې له کړاونو ډک وخت کې بيا هم د افغانانو احساسات او عواطف د وطن د مينې په اړه له مړژواندي حالت څخه راوباسي. د هنرمندانو دغه مينه او احساسات دومره عميق شوي دي، چې ډېر کله په سټېجونو له بيتونو سره وژاړي، چې له همدې څخه يې له وطن سره  واقعي مينه او خلص حس کو، د رياض تسنيم بيت دی:

زه د وطن د مينې لوی ثبوت له کومه راوړم

خلکو رامبېل لټول ما يې بويولې خاورې

زموږ ټولنيزه ميډيا کارونه هم د جومات او چوترې تر تاويلي او ماويلي هغو پورته حرکت نه کوي، زموږ توقع دا وي، چې قلموال، په هنري ډګر کې د نوم او جامې خلک به حداقل که هېڅ ونه کړي، په روان حالت به وځوريږي خو بدبختانه شخصي عقدې داسې حق په جانب مطرح کوي، لکه له دغه پورته چې بل هېڅ کار د کېدلو لپاره نه وي….

اوس افغانستان که پښتونستان؟

اوله خبره به دا وکړم، چې هر سياسي وخت خپل ادبيات او ټيکۍ لري. ادبي تاریخ‌لیکونکي پښتونستان د ۱۹۴۷ م کال څخه وروسته د افغانستان د بهرني او کورني سیاست د ډېر پام وړ محورونو له امله د شعر او شاعري د وخت توده موضوع هم ثبتوي نو ځکه د هغه وخت په اکثريت شاعري کې د «پښتونستان» له تاریخي اهمیت هېڅوک انکار نه شي کولای خو دا په دې معنی نه ده، چې اوسني عصر کې به د هغه وخت شاعري همداسې تر دوړو لاندې پرېښودل شي او د سياسي تعبيرونو پر اساس به يو لفظي تغير هم نه کوي.

په سياسي تاريخي لحاظ پښتونستان د لوی افغانستان د جغرافيې د يوې عظمې برخې چې په کابل کې ۱۸۹۳م د نومبر په ۱۲ د ډېورنډ توافق ليک پر اساس(چې دا لا هم نه ده ثابته چې د واکمن امير عبدالرحمن خان لاسليک واقعي بڼه لري کنه؟) د يو جلا مملکت په توګه نه؛ بلکې د يوې حايل سيمې د ايجاد په نوم بېل کړل شو. له هغه وروسته بېله کړل شوې برخه چې (پخواني تشکلات يې د غازي خان ديره، اسماعيل خان ديره، پېښور، کوټه….) د پخوا په څېر د اداري واحدونو غوندې د توافق پر اساس نه شول پالل کېدلای نو  په کابل کې د افغانستان هر مرکزي حکومت دا ټوله سيمه د وخت د سياسي ضرورت پر اساس په يو نوم (پښتونستان) ياده کړه او همدا د سياسي پاليسو برخه پاتې شوه نو دا د يو بېل اداري واحد نوم نه و او نه کېدلای شي، نه بېل ملک و او نه کېدلای شي.

 دې موضوع ته ځينې خلک پخوا او اوس يا د خپلې کمې مطالعې پر اساس د يو جلا ملک په توګه ګوري او يا خو د انګريزانو له هغه پيل څخه راپيل شوې پاليسي په شعوري ډول د يو مامور په توګه په مخکې بيايي، چې د افغانستان وجود په ختيځ او لويديز کې د حايل نقطو په توګه تقسيم، تقسيم وي… نه غواړم بحث تر دې پورته په شواهدو او اسنادو سياسي تاريخي کړم، اصل موضوع ته دا د پيل ټکی ږدم، چې له افغان هنرمندانو سره د خپلو عقدو سړولو ډرامې په ټکو مه رانيسئ د خپلو خلکو لپاره تل پاتی واقعي کار وکړئ.

ما په لومړي ځل تېره شپه د يو ملګري په منځګړيتوب افغان هنرمند (شمالي افغان) سره خبرې کولې، هغه په خبرو کې ډېر دروند و شکايت يې نه کاوه، حکايت يې کاوه او د لفظونو استعمال يې له بارزې مسکا سره ملګری و خو د زړه درد يې ما حس کاوه! ده وويل ځينې کسان يې په دې محکوموي، چې ولې يې د ملنګ جان شعر کې د پښتونستان پر ځای افغانستان ويلی دی؟ نو ما ورته وويل شعر دې په خپل نوم ويلی که د ملنګ جان؟؟ وايي ملنګ جان بابا په نوم مې ثبت کړی. ما ورته وويل، ډېر ښه کار دې کړی دی، چې يو له ياده وتلی شعر دې بيرته د خلکو د ژبې د سر برخه ګرځولې، دې کې د غلطۍ په نوم يو شی هم نه شته او پښتونستان د افغانستان د جغرافيې بېله شوې برخه وه او ده او په سياسي لحاظ خو يې بېلتون نه کيږي نو د ټکو ادلون بدلون خو د سپکو سپورو اړتيا نه پېښوي! نوما خپل ژورناليستکو تاکتيکونو څخه کار واخيست پوښتنې مې وکړې، دا کس چې ځان د ملنګ جان مدافع ګڼي تاسره شخصاً چېرې مخ شوی؟ که څه هم افغان ويل ياره پرېږدوه يې خو بيا مې هم راتم کړ او بلاخره یې راته د زړه غوټه وسپړله، چې په شخصي مجلس کې شعرونه ورکړي و، چې ويې وايي خو ده ويلي و، چې که مې جوړ کړل شول ولې نه! بل ځل يې په تخلص نه په نوم بللی و او هغه په غوسه شوی و، چې تر اوسه يې ټول خلک احترام کوي او دی ماشوم يې په نوم بلي؟؟!… بس ما ورته وويل پرېږده خپل هنري سفر ته دوام ورکړه او دوی ته مه ګوره… سهار مې د مطالعې پر وخت د مبايل نمبر ته ليکلې اعلاميه ډوله پرپړه راغله! خدای شته سم دم مې ماغزه وخوټېدل چې ته دا زموږ افغانانو دربدره ورځ وګوره او زموږ ليکوال او شاعران په دې اخته دي، چې دا ټکی دې سم ويلای او دا ناسم! انسان بايد دومره هم کم ظرفه نه شي، چې لومړيتوبونه ونه شي ټاکلی! هنرمند د وطن د احساس پاللو او ژوندي کولو لپاره په پخواني شعر کې د يو ټکي په بدلون کار کولای شي ولې ته به یې مخه نيسي؟

د خپاره شوي متن حقوقي او اصطلاحي نقد

زه د خپاره شوي متن حقوقي نقد په لنډو لفظونو کې ليکم او هيله به مې دغه وي، چې د وطن له هنرمندانو سره که دروند او مينه ناک چلند نه شئ کولای د خپلو شخصي عقدو له مخې يې مه اذيت کوئ او خپلې عقدې په ډراميیزو سکريپټونو مه ورته بدلوئ.

د ليکل شوې اعلاميې متن دلته(!) لوزماً بايد اچول شوی او ټکي په ټکي سم توضيح کړل شوی وی خو د لوستلو وخت په پام کې نيولو پر اساس يوازې په دې بسنه کوم چې د متن په ليکنيزه ژبه او ادعاوو خبرې وکړم، متن د يوې فرهنګي ټولنې پيغام په نوم خپروي او په دومره بيړه يې ليکلی چې حتی د ټکو په دفاع کې ټکي ترې هير شوي په هر صورت، د متن ليکوال په هيوادوالو غږ کوي او د يو شاعر د درناوي غوښتلو په خاطر د يو هنرمند انسان سپکاوی کوي او اتوماتيک ډول خپله عقده اظهاروي او جمله دغسې ليکي:

(له بده مرغه ومو کتل، چې د سندرغاړي شاولي زوی د ملنګ جان بابا یو مشهور ملي شعر د خپلې خوښې سره سم تحریف کړی او د “پښتونستان” لفظ یې په “افغانستان” بدل کړی دی) او بيا په همدې پسې يوه بله مجهوله جمله ليکي (چې البته د ادبياتو د نړۍ وال قانون او ټاکلو اصولو له مخې هيڅوک دا حق نه لري…)

زه د متن نقد د ټولو څېړنيزو معيارونو په نظر کې نيولو پر اساس کوم د «افغانستان» کلمه د ملنګ جان له فکري نړۍ سره بیګانه ثابتول په هېڅ ډول علمي کار خو نه دی برعکس د شاعر له نورې شاعرۍ سره بې احتياطي او ظلم هم دی… په متن کې استاد شاولي نوم اخيستلو اړتيا څه ده؟ که شعر شمالي افغان تحريف کړی وي نو ولې مستقيم د هغه نوم نه دی اخيستل شوی او د متن په استناد چې دا جرم او ملي خيانت دی ولې د مجرم نوم نه اخلي، نقدي اصول دلته صريح زموږ فکر د پردې شاته موضوعاتو ته بيایي، چې مقصد د ملنګ جان د شعر دفاع نه د شمالي افغان او د هغه د کورنۍ شاولي تخريب او سپکاوی دی.

د خپاره شوي پيغام له متن څخه بله پوښتنه دغه راولاړيږي ايا هره هغه معاصره اجرا چې «افغانستان» وايي، حتماً د ملنګ جان تحریف دی؟ فکر نه کوم د متن ليکوال کوم قوي علمي ثبوت خو څه فکري مقنع دليل پيدا کړلای شي….

د ملنګ جان بابا د ټولنې په نوم خپاره شوي پيغام اصلي ادعا: «شمالي افغان شعر تحریف کړی» دی.

دا د خپاره کړي پيغام تر ټولو مهمه دعوه ده، د څېړنيزو ميتودونو پر اساس، چې کله يوه موضوع ثابتول غواړو نو بايد يو پيغام باید لږ تر لږه څلور شیان ثابت کړلای شي:

اصلي متن واقعاً «پښتونستان» و؟ هو دې کې موږ هېڅ ستونزه نه وينو د اجرا له پاره اړول شوی تحريف شوی نه دی اصطلاحاتو سره پام په کار دی…

اجرا کوونکي دا متن قصداً تحريف کړی؟

بدلون د اجرا له هنري/زماني اقتباس څخه نه؛ بلکې د تحریف په نیت شوی؟

دغه بدلون د حقوقي مفهوم له مخې غیرمجاز و؟

یعنې دغه اجرا شوی شعري بدلون خو کومه ليکلې حقوقي دعوه د منصوخ کېدو تر سرحد نه رسوي؟

که تاسو ټول ليکلی متن وګورئ يوازې يوه پوښتنه ځوابوي وي، چې د پښتونستان پر ځای افغانستان ويل شوی نور خير و خلاص! اصل بيت، چې جنجال ترې جوړ شوی دغه دی او دغه هم په متن کې نه دی راوړل شوی:

هرڅه نه به تېر شم خو ايمان نه تېرېدی نه شم

زه لکه ايمان پښتونستان نه تېرېدی نه شم.

په دې پاسني بيت د ټولنې په پيغام کې يوه خبره هم نه ده شوې او علت يې په نقد د نقد پر معيارونو دا کېدلای شي، چې خلک به ووايي، چې دا خو دومره خبره نه ده.

د ټول متن قضاوتي او سپکه ژبه د ملنګ جان دفاع په اتوماتيک ډول پريږدي او وايي «د خپلې خوښې سره سم تحریف کړی» دلته نو لیکوال معجزه کوي د اجرا کوونکي ذهن او نیت ته داخل شوی! دلته ماسره دا پوښتنه پيدا کيږي (ليکوال له کوم سند څخه معلومه کړه، چې هغه په قصدي ډول د ملنګ جان متن تحریف کړ؟)

ایا افغان هنرمند شمالي افغان په خپله منلې او ویلي:

«ما قصداً پښتونستان په افغانستان بدل کړ؟»

که داسې ثبت شوې مرکه، اعلامیه یا پیغام نشته، نو دا د نیت اټکل دی، چې ماشاالله موږ افغانان په ټوليز ډول په دې برخه کې تکړه يو. زه نه پوهېږم د متن په کومه کمزورۍ سترګې پټې کړم: بې‌ثبوته د نیت نسبت / mind-reading زموږ يو ملګری د نيت دا کيسه ډېره کوي او زه غلی کېږم وايم ځه نو ته خو يې خپل نيت کې پرېږده…. په متن کې راځي «د ادبیاتو د نړۍ وال قانون او ټاکلو اصولو له مخې هیڅوک دا حق نه لري…» موږ به د اديبانو او قلموالو په توګه «د ادبیاتو نړیوال قانون» څخه خبر نه يو که دا د یوه مشخص قانون نوم وي، چې بايد په شريکه يې ولولو خو که موخه ترې د Berne Convention، WIPO Copyright Treaty یا د افغانستان د کاپي‌رایټ قانون وي نو باید:

د قانون نوم، ماده، د مادې متن او د همدې قضیې له واقعیت سره د مادې تطبیقي اړخ راوړل شي، که دا يو هم ممکن نه وي نو زموږ دا شک په يقين بدليږي، چې له شمالي افغان سره د عقدې پر اساس متن ليکل شوی نه د ملنګ جان په دفاع کې، ځکه يوازې نړيوال قانون ويل خو حقوقي او ادبي استدلال نه جوړوي خو يو هنرمند ته نړيوال قانون ټکی يادول پرته د فشار له کارولو بل هېڅ معنی نه لري.

په دې وروستيو کې مې د ځينو قضيو د لوستلو په خاطر ځينې حقوقي اصطلاحات او د متنونو شاربلو پروسې تعقيبولې نو ښه ده په دې ځای کې مې په يوه مبهمه حقوقي جمله باندې «دا یو ډول تیری، تجاوز او د قانون نه سرغړونه ده»سترګې ولګېدې دا به هم لږ سره وشاربو زه چندان په انګليسي کې تورزن نه يم خو په انګليسي کې يې دغسې ليکي (appeal to authority)

البته قانون پوهان په دې برخه کې ډېر ماهر خلک دي ښايي تر ما يې ښه وځيري خو دا جمله درې جلا حقوقي پایلې په یوه ځل صادروي:تیری، تجاوز، د قانون سرغړونه!!! خو دې مسايلو يادولو ته هیڅ قانون، ماده، محکمه یا حقوقي معیار نه وړاندې کوي دا پرېږدئ د متن تر ټولو لويه او بارزه ستونزه دا ده چې: د قانون سرغړونه باید د قانون له لیکلې مادې سره ثابته شي، نه د اعلامیې له حکم سره پرته له دې چې خپلې خبرې ته متوجې شي وايي «قانوني مجازات هم درلودلای شي» دا هم یو احتمالي حقوقي ګواښ دی، چې په متن کې نه اظهاريږي، چې کوم قانون؟ کومه ماده؟ کومه محکمه؟ او تر ټولو لويه اندېښنه چې موږ د افغانستان د جمهوري حکومت پر مهال درلودله اوس خو نظام نه لرو او په زور حاکمه شوې ډله خو هسې هم د ډول باجې خلاف دي، شعر او شاعر خو د تبليغاتي سپيکر په توګه کاروي د پيغام ليکونکي ته وايم افغانستان او پښتونستان کې خو بدبختي حاکمه ده، چې هنرمندانو ته پکې په اوبو کې رانجه ورکول کيږي برعکس که دا اجرا په اروپا، افغانستان، امریکا یا بل ځای کې شوې وي، حقوقي وضعیت یې یو شان نه پاتې کيږي نړيوال حقوقي قوانين خو دا وايي او تاسو چې کوم يادوئ هغه خو تر دمه ما ونه ليدل!

زه د يو حساس انسان په توګه په هنرمندانو چې ډېر نازک مزاج خلک دي سخت خوابدی کېږم او ورته ځورېږم په دغسې متنونو سخت ځورېږم، چې يو قلموال ولې له خپلو لفظونو کارولو سره احتياط نه شي کولای او هرڅه چې په خوله ورغلل وايي يې، متن کې يو ځای نا ټاکل شوی حقوقي ګواښ هم کيږي د پښتونستان پر ځای افغانستان ويل يو«ستر ملي خیانت» بلل کيږي، خو دا نه ده ښودل شوې چې یو هنري متن کې د یوې کلمې بدلول څنګه له ادبي دنيا څخه چې ټول بنياد يې په خيالاتو او اوهامو دی د خیانت حقوقي/سیاسي تعریف ته داخلېږي؟ او داخلولای يې شئ؟ حداقل که دا ثابته کړای شوې وای څومره به ښه وه موږ به هم لږ پوی شوي و، خپور شوي پيغام کې ټکي په ټکي تګ ستونزمن کار دی خو دا دوه ټکي هم د پام وړ دي اول چې د متن له اول څخه د عقدې له مخې تر اخر يوځل هم د شمالي افغان نوم نه يادول کيږي او تر اخره د استاد شاولي نوم په سپک ډول اخيستل او د فشار د الې په توګه کارول کيږي، چې د پښتون قلموال دغه ډول چلند ‌ډېر خوا بدونکی دی او دويم دغسې ټکي متن کې ځای کيږي، چې «مغرضانه تحریف» او «نه بخښوونکی جرم» ښه په کوم اساس دا ډول خبرې کېدلای شي؟ يا خو به موږ کتابونه د شا له لوري لوستي وي او يا خو خلک تعليم يافته جاهلان دي «له دې وړاندې هم شاولي د ملنګ جان په یوه شعر کې مغرضانه تحریف کړی…» دا بیا بله دعوه ده، خو که قالب ته يې واچوې او وپوښتې کوم شعر، اصلي نسخه يې څنګه وه؟ د استاد شاولي ويل شوې اجرا په کوم عصر کې وه؟ د بدلون شکل او قياس څه شی و؟ د قصداً يا مغرضانه تحريف کوم ثبوت يې شته؟ چې بيا يې ته پرې د ( نه بښونکي جرم) په توګه وړاندې کوې.

نشته تکې شنې لښتې چې ستا عقل پرې شين کړي، متن له پيله ترپايه بغارې وهي، چې زه د عقدې له مخې ليکل شوی يم «حساب غوښتنه به ترې ضرور کیږي» ښه دا حساب به څوک اخلي د درمل صاحب په اصطلاح د ظالم زامنو له جګړمارانو سره حساب نه شئ کولای بې ازاره مرغان مو رانيولي دي.

ستاسو به سر راسره په درد شي خو له ډېرې مودې وروسته د يو متن اړخونه ګورم، کيف پر کوم! په دې ټول متن کې علمي ميتود د مار پښه ده خو تنبهيي ليک لار يې ګڼلای شو.

د دې متن خطرناکه برخه pre-judgment وروستۍ ده، په ګوګل کې مې ولټوله د کيمبريج پوهنتون د ډيکشنري په حواله يې راته وليکل (په انګلیسي ادبیاتو کې، مخکې له مخکې قضاوت (Prejudgment) د ټولو حقایقو له پوهیدو یا څیړلو دمخه د یو شخص، پیښې یا وضعیت په اړه د نظر، تعصب یا پایلې جوړولو ته ویل کیږي ) په ټولنيزو رسنيو د ملي مبارزې د غوښتنې غږ کول ولې؟ ځکه د پيغام د متن ليکونکي په اصطلاح د استاد شاولي زوی پښتونستان پر ځای افغانستان ويلی دی او تاسو ښه په ځير دغه متن وګورئ«…په ټوله سوشل میډیا کې جدي ملي مبارزه وکړي…» خبره له څېړنيز ميتود څخه عامه فشار ته ځي او په متن کې وايي «اکاونټونه قانوناً ریپورټ کړي» یعنې مخکې له مخکې غوايي حلال نه دي خنک پر سر ايښی دی. د مقابل لوري د «متخلف» حیثیت ټاکل شوی؟ حال دا چې دا لا نه ده معلومه شوې، چې د پښتونستان پر ځای د افغانستان ويل د شمالي افغان تخلف دی کنه؟

کره صاحب دې ژوندی وي يوه ورځ مو په څيړنيز ميتود خبره کولې ويل يې په متنونو کې که هر کله غواړې ستونزه ووينې زربين ته اړتيا نه لرې يوازې د ليکوال احساساتو ته متوجې شه او په هغه ټکيو ډېر تمرکز وکړه، چې خبره ټولنيز تحريم ته بيايي «…دوی نور خپلو ودونو، مجلسونو او کانسرټونو ته دعوت نه کړي.» یعنې د شعر د یوې کلمې په اړولو چې زه تحريف د خپلو د لايلو پر اساس نه شم ورته ويلی دا سم کار دی، چې د هنرمند د ټولنیز او مسلکي بایکات غوښتنه وشي؟ نور سوالونه مې هم ذهن کې راګرځي خو د متن په بله برخه کې راځي «زموږ موخه له هېچا سره شخصي تربګني نه ده…» نو که نه ده ځان سپيناوي self-description ته اړتيا څه ده؟ ښه دا ټول خلک ناپوی او د متن ليکوال پوی او که دا متن لولي په دې ټکي دې هم تمرکز وکړي «لومړی له دې کړنې لاس واخلي او له ټول افغان ولس نه بخښنه وغواړي» مخکې له دې چې قضيه ثابته شي، چې غلطی شوې کنه د طالبانو د صحرايي محاکمو په څېر د يوې پر ځای درې څلور پرېکړې شوې دي:(تحریف یې کړی/ جرم یې کړی/ ملي خيانت يې کړی/ باید له ولسه بښنه وغواړي) د متن استدلالي اړخ نه شته يوازې احساسات په قلموال غالب شوي دي او سمدست وايي  «…له شاولي نه د استادۍ لقب هم بېرته رسما واخیستل شي.» حال دا، چې د پيغام د متن په پيل کې ليکوال شاولي ته د استاد ټکی نه کاروي يعنې دی د ښار د قاضي په توګه پر څوکۍ ناست او دغه حق يې ځانته ورکړی، چې د يو حکومت ورکړل شوی لقب ترې واخلي، د قيصر اپريدي بيت دی:

د چا رښتيا هم له سلګونو اندېښنو سره وي

ځينې دروغ وايي او څومره په جرات يې وايي

د قوانينو تاريخي او ادبي شواهدو او ټولو مسايلو په پام کې نيولو سره د ټولنې غړي دې په دې له الف تر يا خبر شي، چې ستاسو له لوري ليکل شوی متن عقدوي دی او د سپکاوي ترڅنګ نامناسب الفاظ پکې دي او ډېر نامناسبې غوښتنې پکې مطرح شوې دي، تر ټولو لویه منطقي ستونزه: «له یوې کلمې څخه تر ملي خیانته» تور پور کول ډېر لوی جرات مو کړی ماشاالله!

دا شی که نور ونه غځوو او راغونډ يې کړو اصلي شعر کې «پښتونستان» دی موږ يې هم منو او د ازمون صاحب په زيار راټول دانش خپرندويې ټولنې خپور کړي کتاب په ۳۱۸ مخ کې دی، د وخت د اړتيا پر اساس په نوې اجرا کې «افغانستان» ویل شوی دی.

د پيغام د شاوخوا ۱۷ (نو) معنی، نو تحريف دی، نو قانوني سرغړونه ده، نو جرم دی، نو ملي خيانت دی، نو بايد پروګرامونو ته دعوت نه شي، نو د استادۍ لقب ترې واخلئ، نو هغه او نو دغه….دا څه وايئ استدلال خو سرخوړلی دی قاضي صاحبانو حکمونه مو شروع کړي دي، لږ فکر هم په کار دی.

زه د شمالي افغان په اجرا ټولو ادبي، سياسي، ټولنيزو تاريخي سندونو او شواهدو ته په کتو او د ملنګ جان د يو زاړه شوي شعر نوي کولو باندې مبارکي وايم او زموږ اکثره په کتابونو کې پراته شعرونه که د يوې کلمې په بدلون په ملت کې تحرک پيدا کوي، هر هنرمند دې دغه کار وکړي او هر قلموال که غواړي د ليکوال او شاعر په حق کې کار وکړي له دفاعګانو دې تېر شي انلاين نسخې دې جوړې کړي، ورک اثار دې يې په نړيوال جال کې خوندي کړي، ډيجيټل نړۍ سره د سيالۍ په خاطر دې ډيجيټل کتابتونونه جوړ کړي او بلا توره ورپسې شرم دی، چې يوه ټولنه په يوه ټکي ادلون بدلون پيغام خپرولای شي او د نجونو د ښوونځيو د تړلو دروازو پر وړاندې په پينځو کلونو کې له وېرې اعتراضيه پوسټ قدرې نه شي کولای د ملي مبارزې غږ کول خو بيا هم وايم، چې د مار پښه ده د مار پښه.

د شمالي افغان عمر اوږد او په هنر يې برکت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما د پوډکاسټ لړۍ پیلوي

د امریکا د متحد ایالتونو پخوانی ولسمشر بارک اوباما غواړي چې په سپتمبر میاشت کې د پوډکاسټ یوه لړۍ پيل کړي. د راپورونو له...