Homeخبرونهمتقي له امریکا وغوښتل چې په کابل کې سفارت بېرته پرانیزي

متقي له امریکا وغوښتل چې په کابل کې سفارت بېرته پرانیزي

شنبه، د زمري/ اسد ۲۴ مه)  له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو پنځه کاله وروسته، د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له واشنګټن څخه وغوښتل چې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي او له افغانستان سره خپلې دیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې پراخې کړي.

متقي له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې ویلي، افغانستان له امریکا سره د «متقابل درناوي» پر بنسټ د نویو اړیکو غوښتونکی دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې دوره پای ته رسېدلې ده.

هغه له امریکا وغوښتل چې په کابل کې خپل دیپلوماتیک حضور بېرته فعال کړي او د افغانستان په کانونو، بندونو او سړکونو کې د پانګونې په اړه فکر وکړي.

متقي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د بېرته مېشتېدو امکان رد کړی او ویلي یې دي چې افغانان به بیا په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو حضور ونه مني.

د افغانستان کانونه تر ټولو مهمه برخه ده چې بهرنیان پکې پانګونه کولی شي. امریکا د ۲۰۰۴ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ د افغانستان د کانونو د پراختیا لپاره نژدې یو میلیارد ډالر لګولي وو، خو وروسته یوې امریکايي څارونکې ادارې وویل چې دې پانګونه محدودې عملي پایلې لرلې.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته، طالبانو هڅه کړې چې د چین، ایران، قطر او نورو هېوادونو له شرکتونو سره د کانونو او پانګونې د قراردادونړ له لارې بهرنۍ پانګونه راجلب کړي.

د امریکا د یوه پخواني ډیپلومات په وینا، د واشنګټن بیا ښکېلتیا ښايي امریکا ته د افغانستان په کانونو کې پانګونې او له منځنۍ اسیا سره د اړیکو د پیاوړتیا زمینه برابره کړي، خو دا کار به ښايي په کابل کې د امریکا دیپلوماتیک حضور ته اړتیا ولري؛ هغه موضوع چې په واشنګټن کې لا هم له سیاسي ستونزو سره مخامخ ده.

له امریکا سره د اړیکو د ښه کولو په اړه د طالبانو غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي چې افغانستان لا هم له دیپلوماتیکې انزوا، اقتصادي ستونزو، پراخې بېوزلۍ، لوړې بېکارۍ او بشري اړتیاوو سره مخ دی.

په ورته وخت کې، د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار او په عامه ژوند کې پر ګډون محدودیتونه لا هم د نړیوالو له جدي نیوکو سره مخامخ دي. د بشري مرستو ادارې هم د بودجې د کمښتونو په اړه اندېښنه څرګندوي.

طالبان هڅه کوي د بهرنۍ پانګونې او دیپلوماتیکو اړیکو د پراختیا له لارې اقتصادي وضعیت ښه کړي، خو د نړیوالې ټولنې له لوري له افغانستان سره د لا پراخو اړیکو موضوع لا هم د بشري حقونو، حکومتولۍ او بشري وضعیت په تېره د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار له اندېښنو سره تړلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مادھوري ډکشیت ۲۴ کاله وروسته د یوې مشهورې تلویزیوني خپرونې کوربنه کېږي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د بالیووډ مشهوره اداکاره مادوري (مادهوري) ډکشیت له ۲۴ کلونو وروسته یو ځل صحنې ته راوځي...