Homeخبرونهافغانستان نن له ایرلنډ سره د یو ورځنۍ لوبلړۍ وروستۍ لوبه کوي

افغانستان نن له ایرلنډ سره د یو ورځنۍ لوبلړۍ وروستۍ لوبه کوي

تاند ( شنبه د اسد/زمري ۲۴مه) د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن (شنبه) له ایرلنډ سره د یو ورځنیو لوبو د لوبلړۍ پنځمه او وروستۍ لوبه کوي.

دغه لوبه د کابل پر وخت، له غرمې وروسته ۲:۱۵ بجې پيلېږي.

افغان کرکټ ملي لوبډلې تر دې وړاندې له ایرلنډه درې تېرې لوبې ګټلي او د دغې لوبلړۍ اتلولي یې وار له مخې خپله کړې ده.

لومړۍ لوبه د باران له امله بې پایلې شوه، دوهمه لوبه افغانستان په ۹۲ منډو وګټله او راشدخان پکې د لوبې غوره لوبغاړی شو.

دریمه لوبه افغانستان بیا په ۳ یکټو وګټله چې، راشدخان پکې ګټونکې توپوهنه وکړه او د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

څلورمه لوبه بیا د ۴۲ منډو په توپير وګټله چې دوه افغان لوبغاړو ابراهیم ځدراڼ او صدیق اتل پکې سلیزې ووهلې او صدیق اتل پکې د لوبې غوره لوبغاړی شو.

افغانستان د دې لوبلړۍ په ګټلو سره د ۲۰۲۷ نړیوال جام ته هم مستقیمه لار ومونده.

کرکټ پوهان هم د افغانستان وروستۍ یو ورځنۍ لوبې په نېک پال نیسي او هیله مندي ښيي چې، دا ډول چمتووالي سره به په راتلونکي نړیوال جام کې هم افغان لوبډله سترې لوبډلې ماتې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په اوکراین کې د جګړې له امله میلیونونه کتابونه سوځېدلي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د اوکراین د ماشومانو د کتابونو د یوه لوی خپرندوی شرکت «رانُک» مشر ویکتور کروهلوف هغه...