Homeخبرونهد هرمز تنګي له تړل کېدو سره د چین برقي لارۍ ډېرې...

د هرمز تنګي له تړل کېدو سره د چین برقي لارۍ ډېرې پېرودل کېږي

تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۲۴ مه) له ایران سره د امریکا او اسرائیل د جګړې او د هرمز تنګي د تړل کېدو له امله د تېلو د بیو لوړوالي، په اسیا کې د چینایي برېښنايي درنو لاریو تقاضا زښته زیاته کړې ده.

رویټرز راپور ورکړی چې د جګړې له پیل وروسته په څلورو میاشتو کې د چین د درنو برقي لاریو صادرات د تېر کال د همدې مودې پرتله له دوو برابرو ډېر شوي او شاوخوا ۱۷ زره لاریو ته رسېدلي دي.

د راپور له مخې، د دغو لاریو کابو نیمایي جنوبي او جنوب ختیځې اسیا ته صادرې شوې دي. په دې موده کې جنوبي اسیا ته د چین صادرات تر پنځه برابره ډېر او جنوب ختیځې اسیا ته نژدې درې برابره زیات شوي دي.

په دغو سیمو کې ګڼ هېوادونه د منځني ختیځ پر تېلو ډېر متکي دي او د هرمز تنګي تړل کېدو د سون‌توکو بیې لوړې کړې دي. په سریلانکا کې د ډیزلو بیه ۴۸ سلنه او په فیلیپین کې ۵۷ سلنه لوړه شوې ده.

د چین د برېښنايي لاریو د یوه ستر تولیدوونکي شرکت «ساني» یو لوړپوړي چارواکي ویلي، د تېلو د بیو لوړوالي د برقي لاریو لپاره نوي بازارونه پرانیستي دي. د هغه په وینا، پخوا د برقي لارۍ د اخیستلو اضافي لګښت د بېرته جبرانېدو موده شاوخوا ۲۸ میاشتې وه، خو اوس ۱۸ میاشتو ته راټیټه شوې ده.

هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ له مهمو لارو څخه دی او له جګړې مخکې د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه (شاوخوا ۲۰ ٪) تېل او مایع طبیعي ګاز له دې لارې لېږدېدل.

سره له دې، د برقي لاریو لوړه بیه او د چارج کولو د اسانتیاوو کمښت لا هم په ډېرو هېوادونو کې د دغو موټرو د پراختیا پر وړاندې مهم خنډونه دي.

لطفاً زموږ سره په فیسبوک او وټس اپ چاینل کې هم راسره ملګري شئ

دا مو د وټس اپ چاینل دی:

 https://whatsapp.com/channel/0029VbD5CVxChq6N7sjdsM0n

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما د پوډکاسټ لړۍ پیلوي

د امریکا د متحد ایالتونو پخوانی ولسمشر بارک اوباما غواړي چې په سپتمبر میاشت کې د پوډکاسټ یوه لړۍ پيل کړي. د راپورونو له...