شنبه, مې 18, 2024
Home+د وردگو د واده دود او بدلې | ۱۴ برخه

د وردگو د واده دود او بدلې | ۱۴ برخه

احسان الله ارینزی
په دې حساسو شېبو كې ټنگورې او په ورا راغلې ښځې ډېرې مستې بدلې بولي او كله نا كله په كورواله وو ادبي گذارونه هم كوي.

كورواله ښځې هم دا بدلې يې ځوابه نه پرېږدي او د نرمو بدلو ځواب په نرمو بدلو او د تندو بدلو ځواب په تندو بدلو وركوي.

ټنگورې لومړى په خپلو بدلو كې د ورا د راتگ زيرى كوي:

اوس به جوړ كړي نيلى(231) راشي د (…) له كوره

يا: اوس به شين نيلى په سكاوه (232) راشي

اوس به د (…) خويندې جوړه راشي

 *

ده شين مېټر د چه دى چې رڅي(233)

ده د (… خان) دى څڼيوره پكې وړي

*

ادلې(234) نيمې شپې شوې پړشمى دى ليلې

د (…) په وره كې د (…) د اس ششنى دى ليلې(235)

لږ توندې بدلې:

په كور سور ځومبك ځړېږي

هغه لور دې سترگې وخوري، چې د پلار په كور نازېږي

*

كوټې دې ړنگوم تيران(236) يې وړمه

(…) ته دسې وويه  چې ده گران لور دې وړمه

توندې بدلې:

لوړو بلخانو ته زينه كېږدئ

(…) ته په شپاله كې كته كېږدئ

ډېره توندې بدلې:

د چه په وره كې سي(237) دي، د (….) په وره كې سي دي

(پلانۍ) مې په كې ريي ده، دواړه سترگې يې د سپي دي

كورواله هم خپل ځوابونه لري:

لږ توندې بدلې:

ستوريه په سپوږمۍ دې بلا واوړه

ناوې په (…) دې بلا واوړه

*

موږ چې ناوې جوړه كړو اندړه شي

خداى دې (…) مړ كا چې غمجنه شي

توندې بدلې:

په سر مې لونگۍ غبرگه- غبرگه كېږي

اصيله مې كم اصلو ته ودېږي

*

موږ داسې ناوې دركړه كه د ښې گوتيې غمى

تاسې داسې زوم راكړى كه د بوري غوا ډډى(238)

ډېره تونده بدل:

د كلي ته څټ پټى دى پوله نه لري

(…) پكې ريي ده پوزه نه لري، د سپي پوزه يې كېږدئ عيب نه لري

او دا كيسه همداسې روانه وي. كه كورواله وو او وراوالو د خېښې په شپو- روځو، مياشتو او احتمالاً كلونو كې يو له بل سره ښه چلند كړى وي، د دواړو خواوو د ښځو بدلې نرمې وي؛ خو ښځې هرومره يو په بل لگي او هڅه كوي چې مقابل لورى زهير كړي. كه چېرته د خېښۍ په بهير كې په ولور، پوښ، توى، اړيكو، تگ راتگ، مړي ژوندي او داسې ورته مسايلو ستونزې پېښې شوي وي، نو په دغه موقع هر څه يادېږي او هر لورى هڅه كوي چې خپل زړونه تش كړي. كېداى شي په دې مينځ كې په سندربولو كې داسې ښځې هم وي چې له كوم لوري څخه د خپل پخواني زړه بداوي يا سياليو په توسن اوبه خړې كړي او داسې بدلې وبولي چې دواړه خواووې د خپګان په درشل كې ودروي اوخپل غچ واخلي. د دا راز ډېرو توندو بدلو او ښكنځلو ډېرې بېلگې د دې كتاب د بدلو په برخه كې راغلې دي.

د ښځو د دې تند شعري ټكر سره جوخت د ناوې د پلارگڼۍ او خسرگنۍ نژدې كسان په يوه ځانگړې ځاى كې سره كيني او د ولور پاته حساب خلاص كړي(239). كله- كله دا غونډه پټه وي او ډېر خلك نه پرې خبرېږي. كله داسې هم پېښېږي چې كه د خوښۍ په بهير كې د ناوې پلارگنۍ په كومه خبره يا عمل خپه شوى او د دواړو اړيكې  ښه نه وي او هسې د خلكو له شرمه ناسته ولاړه كوي، دلته خپل كسات اخلي او بابېړى وكړي(240). د مثال په توگه اصل ولور څلور لكه وي؛ خو دلته ناڅاپه پښې ټېنگې كړي او شل- دېرش زره ډېرې وغواړي! په وردگو كې د دواړو كورنيو ترمينځ د داسې زړه بداويو له پاره ډېر لاملونه شته او كېداى شي چې په كومه كوچنۍ خبره سره خپه وي.

تر هغه پورې چې پېغله واده شوې نه وي، خلك وايي چې د زوم د پلارگنۍ لاس د ناوې د پلارگنۍ تر تېږه لاندې دى، كه نوي- نوي شرطونه ايږدي، كه بابېړى يا بالابود كوي، د دوى خوښه؛ ځكه چې پېغله لا واده شوې نه او د دوى په ولكه كې وي.

په هر صورت د غونډې حاضرين هڅه كوي چې د بابېړي په صورت كې دواړه كورنۍ ډېر خپگان ته پرې نږدي، لومړى خو هڅه كوي چې د ناوې پلار يا بل مشر له بابيړي څخه واړوي؛ خو كه چاره نه وه او د زوم له پلار سره اضافي پيسې وي سمدلاسه يې وركوي او كه نه كوم څوك په پټه د وراييځې مشرانو او سپين ږيرو ته ورځي او له هغه كسانو څخه پيسې غواړي چې د دوى په اټكل ورسره وي. كله چې د ولور پيسې د ناوې پلار ته پوره ورسېدې، د خير دعا وشي او د ناويدود نورو كارونو ته سره پاڅېږي. د بابېړي معامله كه څه هم چې ډېره پټه تر سره شوې وي؛ خو ډېر ژر يې غږ د باندې وځي، تر خېښو، وراييځې او كلي پورې رسېږي. هر څه وار د واره واوړي، د دواړو خواوو تر مينځ كركه پيدا او زړه بداوى ډېر شي. كله چې ټنگورې په دې معامله خبرې شي په خپلو بدلو كې ورته گوته نيسي او وايي:

زموږ د ناوې رنگ ولې زېړى دى

نامرده پلار يې كړى بابېړى دى

خو نور دودونه همغسې روان وي او كارونه لاس خلاصون ته نژدې كېږي. په دې وخت كې زوم خواښې ته ورشي چې د خسرخېلو له خوا جوړې شوې جامې واغوندي(241) او د ناوې د سر جوړونكو ښځو او د كلي ډم ته يو- يو موتى پيسې وركړې. د دې وخت يو بل غټ مصروفيت د نښې ويشتل دي.

د نښې ويشتلو په دود كې چې ډېر عام نه دى او ځاى ځاى ليدل كېږي، د ناوې د كلي ځوانان د وراييځو مېلمنو ځوانانو او مشرانو ته نښه ږدي. دا نښه د كلي له مينځه لږ په وتلى او ليرې ځاى كې اېښودل كېږي. د نښې ويشتل كله ډېره جدي بڼه خپله كړي او د ناوې د كلي ځوانان خېښانو ته د ناوې سپارل د دې نښې له ويشتلو سره وتړي او د وراييځې ځوانان د هغو ويشتلو ته راوبولي. په وردگو كې اكثراً سپينه كوچنۍ ډبره يا دې ورته كوم شى د نښې په توگه اېښودل كېږي؛ خو كه چېرته د ناوې د كلي ځوانان وغواړي چې خپل خېښان وځوروي او هغوى ډېر ايسار كړي؛ نو كمكى هېنداره (لكه د نسوارو د ډبي هېنداره)، ځوړند كاغذ يا د چرگ بڼكه ورته ږدي. كه چېرته هېنداره لمر ته مخامخ كېښودل شي، هغه د لمر وړانگې غبرگوي او يوه لويه دايره ځنې جوړېږي: اوس نو د نښه ويشتونكي لويه ستونزه دا وي چې اصلي ځاى نه شي په نښه كولاى؛ ځكه چې ټوله دايره ورته د نښې بڼه غوره كوي. همدا شان د چرگ د سپينې بڼكې وېشتل ډېر سخت كار دى ځكه چې هغه لگي؛ خو لوېږي نه!

كه چېرته وراييځې نښه ژر وويشته؛ نو نور ځوانان هوايي باړ چلوي او ښاد نامې كوي. كه چېرته د ناوې پلارگنۍ د خېښۍ په بهير كې ښه وضع نه وي كړى. د مثال په توگه زوم يې كور ته نه وي پرېښى، يا دې ته ورته كوم بل كار او يا يې په همدې روځ بابېړى كړى وي، د ورا ځوانان په ډېرو ډزو په حقيقت كې هغه ته خپل زور ښكاروي او ورته وايي چې نور نو دې څه له وسه نه كېږي، موږ به خپله ناوې ويسو او تاسو به يوازې پرېږدو. كه چېرته د نښې په ويشتلو كې ځنډ پېښ شي او يا يې ويشتل ناشونى وبرښي؛ نو ورا وال شېبه په شېبه خپه كېږي؛ ځكه دوى به نښه ولي او بيا به د ناوې ډولۍ پورته كوي! وردگ د نورو پښتنو په شان د نښې نه ويشتل ښه نه انگيري او دا خلك د ځان د ساتنې جوگه نه بولي. په داسې حالاتو كې د ورا كوم ځوان ورشي او نښه گوري، كله يې په هوا كې كاغذ ورته ځوړند كړى وي چې په ډزو يوازې خوځي؛ خو لوېږي نه او كله د نښې تر شا ليكلي كلمه او يا ډوډۍ ږدي چې ټوپك پرې برابر نه شي او كله هم د چرگ بڼكه وي چې لگي؛ خو لوېږي نه. كه په نښه كې ټكى برگى شوې وه وراوال ځوانان د اعتراض غږونه پورته كوي او  سمه نښه غواړي.

په هر صورت داسې اورېدل كېږي چې پخوا د نښې د ويشتلو دود ډېر مهم و او تر هغو پورې به چې وراوالو نښه نه وه ويشتلې ناوې يې په لاس نه وركوله. كه څه هم چې شپه به په مينځ كې راغله، كورواله وو به د ټولو مېلمنو عذر او عزت كاوه؛ خو دود يې نه پرېښود. اوس- اوس دا دود كمزورى شوى او ډېر نه ليدل كېږي.(242)

د نارينه ؤ له دغه دودونو سره جوخت، د ناوې د تگ وخت نژدې كېږي. ځنې ځوانان ورشي چې د ناوې (كور) بار كړي. كور په حقيقت كې هغه شيان دي چې ولور اخستونكى پلار يا ورور خپلې خور- لور ته برابر كړي وي. كه پلار ډېر ولور اخستى وي؛ نو د ټولو سترگې وي چې لور ته يې ډېر كور كړى وي!

د رفيع صيب په وينا هر پلار  مجبور دى چې خپلې لور ته كور وركړي او درنه يې كړي. بسترې، لمڅي، ټغر يا غالۍ، يخدانونه، پيالې، چاينكې، لوښي، د گنډولو ماشين، جامې او نور ضروري شيان يې ورته برابر كړي وي. پلار فكر كوي چې لور يې ځان ته نوى كور جوړوي او بايد چا ته اړه نه شي. پلارگنۍ د ناوې كور ته معمولاً ښه نمايشي بڼه وركوي. څه چې د ښكارېدن وي، هغه يې ټول برسېرن اېښي وي چې خلك يې وويني.

په وردگو كې هغه كسان مخصوصاً ښځې چې د دې پوښ نندارې ته راځي، له ځانونو سره سوغاتونه راوړي او د ناوې په (كور) يې ورږدي، سوغاتونه لكه د اوبو څښلو لوښي، د چاى لوښي، د بخار ديگ، چايجوشې، د سينگار سامان، ټوټې او يا نغدې پيسې چې معمولاً د ناوې مور ته سپارل كېږي.

 بيا دا سره ټول كړي او په خرو يا كچرو يې ښه منظم بار او كلك وتړي(243). اوس- اوس كور هم په موټر كې وړل كېږي. په دې وخت كې وراباڼې په خپلو بدلو كې ډېر كور غواړي:

 خور راوباسه غاليه

د كمبلو د وړو نه يو، اوښان مه رادرنويه

*

سپينې روپۍ دې چې خوړې څومره دلاله وي

اوس نو راواچوه غالۍ كه مې ته سياله وې(244)

او داسې بدلې هم بولي چې ژر ناوۍ په لاس وركړي؛ ځكه چې ناوخته كېږي او د دوى بيړه ده.

اوښ ولاړ دى كجاوو ته

د موږ خېښ ته ويه را ووزه، لور دې روباسه (راوباسه) لېورو ته

*

كليه تليوار كړې چې گرمي كېږي

(…) ته گل نازك دى خولې كېږي(245)

په همدې شېبو كې د ناوې مور يا مشره خور (برخې) راواخلي چې په مېلمنو يې ورېشي. دا برخې د خپلوۍ د مراتبو په اساس وركول كېږي. د زوم نژدې ښځو او يا نورو معززو او مشرانو ښځو ته كميسونه او ټيكري، د زوم پلار، ورور او نورو نژدې كسانو او د ورا غټانو، سپين ږيرو، ملكانو او خانانو ته جامې، پټوگان، لونگۍ او دسمالونه او د وراييځې په عادي خلكو، ځوانانو او ماشومانو باندې هم واړه- واړه سوغاتونه وېشل كېږي.ان دا چې اس يا موټر هم بې سوغاته نه پاته كېږي.په ورا راغلې ښځې دا وخت هم بدلې بولي او سوغاتونه غواړي:

 د لوړو بلخانو سكښتي(246) تاكونه دي

راواچوئ لونگۍ ډېر يې لېورونه دي

*

اسپې وېلاړې گردنۍ غواړي

خېښې وېلاړې ټكيالۍ (247) غواړي(248)

په دې وخت كې كورواله هم داسې بدلې بولي چې ځېنې خېښانې د سوغاتونو وړ نه بولي او يا په هغو باندې نيوكې كوي چې مثالونه يې دا دي:

له پاسه شين بادرنگ اوبو راوړى ده

(پلانۍ) مې په لمده رسۍ تړلې ده

*

(….) ته لونگۍ وركئ مركو لره به څي

(پلانۍ) ته ټوكرى وركړئ خوشيو لره به څي

په دغه اوږده موده كې چې نيمه روځ پيل شوې او تر دې دمه دوام لري، بېوزلې ناوكۍ تر شال لاندې ناسته وي او ورو – ورو اوڼكى وهي. داسې ښكاري چې دا د ژړا دود اوس كمزورى شوى او كله نا كله خو ناوې لڅ مخ ناسته وي او له خپلو همزولو سره د زړه خواله كوي. په هر صورت هغه ناوۍ چې تر شال لاندې ناسته وي ورو – ورو له خپلو همزولو، خپلوانو او كليوالو ښځو سره گوري. يوه- يوه په شال ورننوزي، يو له بل څخه بښنې مښنې غواړي خداى پامانى كوي او دواړه ژاړي.

لږ ځنډ وروسته غږ شي چې ناوۍ راوباسئ، له دې غږ سره جوخت ناوۍ يوه شېبه ښه په غريو وژاړي او بيا ژړا بس كړي چې د سينگار وروستۍ برخه يې بشپړه شي او دا د سترگو تورول دي. په وردگو كې تنگورې دا وخت هم ارامي نه وي او پرله پسې بدلې بولي:

لاس دې په تا ترنګو(249) مخ دې خولې نه دى

ته چې ډېره ژاړې ځاى دې لرى نه دى(250)

كه د ناوې سترګې د مخه تورې شوې وي او هغه په تورو سترگو وژاړي، رانجه يې باړخوگان توروي او د مخ نور ډول او سينگار ته زيان رسوي(251). ښځې د دې د ژړا د ودرېدو له پاره بدلې ورته بولي.

ناوۍ سترگې توروه ولاړ وو به دې

د (….) نيلي ويلاړ دى سور وو به دې(252)

د سترگو له تورولو څخه وروسته د ناوۍ د پاڅولو وخت راورسېږي. د ناوې د پاڅولو له پاره د دې پلار يا ورور راشي. ناوۍ نه پاڅېږي، دوى يې دلاسا كوي، يو موټى پيسې وركوي، تر لاس يې نيسي او له ځايه يې راپاڅوي. ناوۍ په راپاڅېدو كې په ټوپك تكيه كوي، ټوپك د غيرتي زامنو د زېږون شگون دى، همدا وخت قران عظيم الشان هم د ناوې په سر نيول شوى وي چې د لوى خداى(ج) مرسته ورسره مل شي. ناوې له لږ درېدلو څخه وروسته د ټوپك كنداغ درې ځلې په زوره- زوره په زمكه وهي او بيا نو په شمېرلو قدمونو روانه شي او د پلار له كوره په وتلو پيل وكړي(253).

دلته هم شېبه په شېبه دودونه شته. كوربنې(كورواله) او خېښې (ټنگورې- وراواله) وار په وار سندرې وايي، كورواله په ناوې پسې ژاړي او خداى پاماني ورسره كوي؛ خو خېښې اتڼ كوي او خپله ښادي څرگندوي:

اوښ ولاړ دى كجاوو ته

زموږ خېښ ته وا راووزه، لور راباسه ليورو ته

*

مېږې ولاړې ورې خلاصېږي

دا هم د خداى رضا ده، لور له موره جلا كېږي(254).

د وردگو په ځينو كورنيو كې د ناوې خسر يا مشر لېور هم د ښځو ټولي ته راشي چې د ناوې په ايستلو كې مرسته وكړي. كورواله ښځې په داسې حال كې چې ورو- ورو ژاړي په بدلو كې دې كسانو ته داسې خطاب كوي:

(پلانيه) چې په لاس كې دې كوران (قران) دى

زموږ د ناوۍ لاس د تا گريوان دى(255)

*

(پلانيه) چې په لاس كې دې دسمال دى

زموږ د خورۍ لاس د تا گريوان دى.

*

د موږ ناوۍ چې ځې هلته سرداره شې

(…) د تا مزدور ته يې باداره شې

يا: (…) دې مزدورگى ته يې واكداره شې

كه د ناوې كورنۍ د خپلو خېښانو مشران لكه د زوم پلار يا تره يا مشر ورور د ناوې د پاڅولو وخت ته راونه غواړي، ټنگورې همدا بدلې له كوټې څخه بهر، په انگړ كې چېرته چې خلك په تمه ولاړ وي، بولي او خپل پيغام د هغوى تر غوږه رسوي.

دا وخت كورواله ښځې وراباڼې ځوروي او واړه- واړه پېغورنه وركوي:

ارمان مې د گردي كلي د بخته

شخشولي يې زموږ د كور د رخته

مانا دا چې خېښانو دومره لږ پوښ راوړى و چې دا دى د ناوې د پښو د پټولو له پاره د شخشولو ټوټې د كور له رخته جوړى شوي دي! وراباڼې ښځې لا هم بدلې بولي او ناوې ورو- ورو مخ په انگړ روانه وي:

اوښ ولاړ دى كجاوو ته

هغه لور دې سترګې وخوري، چې د پلار په كور نازېږي

*

د سهار باده زلزله

دغه لور يې په يوه يووړه، دا شرينه مور په بله

كه كورواله وو د خېښې په بهير كې له خپلو نويو خپلوانو سره ډېره ښه وضع نه وي كړي؛ نو گيلې هم اورېدل كېږي:

خور سيرلى په مناو وخوت

له خدايه موږ راضي يو، چې له خېښه مو لاس وخوت.

او د زوم مور او نورو نژدې خپلوانو ته د خپلې ناوكۍ غورې كوي:

چې ميچن ميده اوړه كړي

هغه مور دې ارمان نه كړي، چې د زوى ناوې واده كړي

*

ناوۍ سيورې دې ببر دى

په رنگ خو ښايسته يې، په حكمت دې خداى خبر دى

په دې وخت كې ناوې انگړ ته ورسې او تگ ته چمتو شي(256). پخوا به په ډېرو پښتنو سيمو كې ناوې د اوښانو په كجاوو(257)، ډولۍ(جوپان) او اسونو باندې وړل كېدې. كله به چې د مثال په توگه ناوې پـــه اس وړل كېده، تر مخ به يې ورور، مـامــا يا تره كېناست او ناوې بــــه ورپسې سپره شوه. د وراباڼو ښځو بدلې دا وخـــت هم په خوند كې روانې وي.

په ترنك كې كجاوې دي

زما جان چې واده وړينه، ورسره مستې ترلې دي

*

ناوې پښه اخله سورېزه

(خان…) درته ولاړ دى،په ځوانۍ يې هوسېږه

*

ناوې! گل په تندي كېږده

د (…) تر شا سپره شه، دغه خپل همځولي پرېږده

د ناوې د سپرېدلو په وخت كې خلك شا او خوا څادر نيسي چې پردي نارينه هغه و نه ويني. دا وخت د مشرانو په غوښتنه د خير دعا وشي او د ناوې اس تگ ته چمتو شي(258) يو چا  اس تر گردنۍ نيولى وي. په اس پسې ښځې او نارينه روان شي. ښځې له درياوو سره د ښادي بدلې وايي. ځنې نارينه د اس پر شا او خوا اتڼ كوي، ډمان ډولونه وهي او د ټوپكو ټكهار وي. له ناوۍ سره د دې مور يا مشره خور او يو نارينه هم مل وي.دا نارينه په اس د ناوې په مخكې سپور وي. اوس چې ډېرې ناوې په موټرو كې وړل كېږي هم درې څلور ښځې او نارينه له ناوې سره ځي او يوه شپه هلته تېروي. كه كورواله وو له خپلو نويو خېښانو سره د دوستۍ په بهير كې ډېر ښه چلند نه وي كړى او يا كله په كومه خبره خپگان پېښ شوى وي؛ نو وراباڼې ښځې دلته د خپل زړه دوك وباسي:

ښه شول چې په سربند اوښان وختل

ښه چې له (…) دووس نه مو لاس وختل

*

ښه چې ته دو شنو ونو مو رتېره (راتېره) كړې

ابه دې په خوشتو(259) شو ته يې هېره كړې

*

ابه يې د روپيو حسابونه كا

لور يې د (…) ستړي مزلونه كا

*

چې وړه وې په شاخلو(260) يې لويولې

اوسه دسې خلكو يووړې چې مركې يې غوڅولې

يا: اوسه دسې خلكو يووړې چې شملې يې باد وهلې

زما په ياد دي چې يو وخت ټنگورو دا بدل بلله:

زموږ د ناوې بخت خداى كوټه كړې دى

ته مخ يې سور شا دي سوور شوى دى.

او كله مې چې په اس ناست سړي ته وكتل چې ناوې لاس ترې چاپېره كړى وو، هغه په خپله هم خندل. دا سړى كټ مټ شادي ته ورته و!

دلته كورواله ښځې هم خپل ځوابونه لري:

په شېدو يې سترولې، په غوړيو يې غوړولې

خورې داسې خلكو بوتلې چې شوتلې يې خوړلې

يا: اوسه دسې خلكو يوړې چې څونگښې يې خوړلې(261)

په وردگو كې په هغو لارو چې ناوې تېرېږي، كمكيان نغري جوړوي. نغرى دوې ډبرې دي چې په موازي توگه اېښودل شوې وي، له هغه ځايه چې نغرى، د اور ځاى وردگو ته ارزښت لري، د ناوۍ اس نغري ته دروي. ماشومان ورته وايي چې زموږ له نغري څخه به نه تېرېږئ، موږ خپله شريني غواړو. ورا وال دې ماشومانو ته نغدې پيسې يا مېوه وركړي، دوى خپل نغري ړنگ كړي او ورا په مخ وخوځي. د لارې په اوږدو كې كېداى شي يو يا څو ځايه نغري اېښودل شوي وي(262)

همدا راز كه چېرته ورا له نورو كليو څخه تېرېږي، په ځينو كليو كې ښځې ډله ولاړې وي چې ناوې وگوري. دا ښځې او نجونې لومړى په ناوې مېوې شيندي او بيا هغه گوري. كتونكي ښځې معمولاً ځوانه ناوكۍ ستايي او د وراوالو ښځو په سندرو كې برخه اخلي:

اسپه چې خوله ټېټه كړي لونگ اخلي

موږه دسې ناوې راوړه د زړه زنگ اخلي

*

په كور سور ځوميك ځړېږي

هغه لور دې سترگې وخوري، چې د پلار په كور نازېږي.

*

موږ به د سرو اوښو جلو پورته وړو

موږ به خيالگيره ناوۍ كور ته وړو

*

د چه اسپه ماهي ده، د (…) اسپه ماهي ده

چې په لوړ يې خېژوي، د تربرو سه(263) يې سيالي ده

*

څه سپينه سپوږمۍ ده چې دا پټ بزار ته څي

څه خيالي ناوۍ ده، د لېورو(264) په زور يې وړي(265)

كه خېښانې ډېرې خپه وي او يا د دواړو خواوو اړيكې ښه نه وي دا وخت ورا والې ښځې تندې بدلې هم بولي:

موږ به ناوې يوسو د ډولو سره

تاسې خاورې باد كړئ له ايرو سره

*

د چه كله (266) د دړو، د (….) كله د دړو

موږ به ناوۍ يوسو، تاسو وانگولى گېدړو

*

د موږ د ناوې مخ ولې خولې دى

(….) مو لكه سپى داسې راپسې دى

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ————-——————————————————————–

[231]  نيلى- اس.

{232]  سكاوه- سقاوه- هغه كوټه چې په چينه يا كاريز ودانه شوې وي. نارينه په دې پناه ځاى كې سهار وختي غسل كوي او ښځې د روځې په بهير كې هلته جامې يا لوښي وينځي.

[233]  رڅي- راځي.

[234]  ادلې- دلته د نيمايي په مانا دى.

[235]  په كوچيانو كې كوربنې ښځې په بدلو كې په ډمانو غږ كوي چې ديگي بار كړي؛ ځكه چې ورا رارسېدونكې ده.

توى تله لى،                                ډمه باندې كه ديگي

دا (…) مې داسې گرځي                لكه تور تازي سپى

*

توئ تله لى،                                ډمه باندې كه ديگي

دا (…) مې داسې گرځي                لكه وږي سور لنډي

او ټنگورې يا د كوچيانو په ژبه خېښې خپله ورا ستايي:

له ښكې د سپرو دوړې رالټېږي     له ښكې د سپرو دوړې رالټېږي

پلانى د سپرو مېر                       اوس رارسېږي

پلانى د سپرو مېر                       اوس رارسېږي

مازديگر ده د اور وخت ده             مازديگر ده د اور وخت ده

موږ ته خپله ناوۍ راكئ                د ايلبند د كډو وخت ده

(…) د ژڼيو مير                           اوس رارسېږي

(…) د ژڼيو مير                           اوس رارسېږي

مازديگر ده د اور وخت ده             مازديگر ده د اور وخت  ده

موږ ته خپله ناوۍ راكئ                د ناور د كډو وخت ده  

پاسنۍ بدله په هغه بڼه وړاندې شوه چې كوچيانې يې په نظم اوروي، له دې لاندې د وخت او ځاى د سپما له پاره د بدلو تكراري برخه په پام كې نه نيسو:

له ښكې د سپرو دوړې رالټېږي

(…) په نيلي سپور اوس رارسېږي

*

كشكې شين غمى په پېزوانه كې وي

كشكې دا (…) په دې واده كې وي

*

تور ټوپك ده برېښند برېښند

ما له ټوپك جار كې، (… خان) په وليو كېښود

*

(پلانيه) د تا مخ ولې خولې ده

(….) لكه زېړ گل په تا پسې ده

(كوچيانۍ پانگه، ص 81- 82)

[236]  تير-  قوى لرگى، دستك، چې د غټې خونې يا جومات د پوشتول يا چت په منځنۍ برخه اچول كېږي او بيا نور لرگي پرې اېښودل كېږي.

[237]  سي، د ارې بوره، د غنمو سي يا د غنمو د پوست برخه.

[238]  ډډى- د بوسو خوسى. هغه خوسى چې تر زېږېدو وروسته مړ شي، خاوند يې پوستكى له بوسو ډك كړي او د غوا د لوشلو په وخت كې يې غوا ته نژدې كړي چې هغه پې وغولېږي او پۍ (شودې) پرېږدي او دا هم د كوچيانو ورته بدل:

موږه دسې ناوۍ دركړه لكه شين زرغون پټى

تاسو دسى زوم راكړى په سر پك لكه د بورې غوا ډډى

(ولسي پوهه، ص 55).

بوره: هغه مور چې زوى يې مړ شوى وي.

 

[239]  په وردگو كې د واده ټول لگښتونه د زوم د پلار يا كورنۍ په غاړه وي. كه له چا څخه پور وغواړي يا خپلې زمكې گرو كړي، بوج به يې همدوى گالي، د خلكو پور به په وخت بېرته وركوي او زيار به باسي چې خپلې گرو شوې زمكې بېرته خلاصې كړي. كه كومه كورنۍ ډېر زامن ولري، ټول وروڼه به په گډه زيار باسي چې ټول په شريك كور كې په ودونو شي. كه دا وروڼه سره بېل هم شي. يا به بې واده وروڼو ته په اول كې د واده برخه ټاكي او يا به پرېكړه كوي چې د دې راتلونكو ودونو لگښتونه به په گډه گټې. په وردگو كې خپلوان په واده كې مرسته كوي؛ خو هغه بېرته غواړي او وړيا يې نه وركوي.  

په تڼيو او خوست كې داسې دود هم شته چې خپلوان د مړي يا ژوندي په وخت كې يو له بل سره داسې نقدي يا مالي مرسته كوي چې بېرته يې نه غواړي. تڼي دې كار ته (تويغ يا تواغ) وايي(د تڼيو، ص 85).

لكه چې د مخه هم وليكل شول په ځينو پكتياوالو كې په (ولور) سربېره (خلات) او (كبا) هم شته. خلات هغه پيسې دي چې د واده په شپه يې د ناوې ماما د زوم له پلاره څخه اخلي او كبا د ناوې د تره پيسې دي. د ناوېدود په شپه چې ځوانان په شاديو او بدلو بوخت وي، د د دواړو خواوو مشران د خلات او كبا په هكله خبرې كوي او هڅه كوي چې ژر موافقې ته سره ورسي. په پكتيا كې په همدې شپه د زوم پلار د ناوې د كلي د ډم برخه هم وركوي. د ناوې تره او ماما د كبا او خلات په بدل كې ناوې ته جامې او نور سوغاتونه وركوي(ولسي پوهه، ص30).

په پكتياوالو ښځو كې هم دا راز تندې بدلې ډېرې دي چې يوه بېلگه يې دا ده:

په كنډو پورې وېلوړي(ولاړې) په كنډو پورې وېلوړې

ته پوهېږي كه نه، ته پوهېږې كه نه؟

دا خېښې نورې ښې وې چې رامونيو ډكې نه واى

ته پوهېږي كه نه، ته پوهېږې كه نه؟

خېښې هم پټه خوله نه پاته كېږي او يو څه ورته وايي:

يې ناوې پيڅې مو نشته تاسو شرمېږئ كه نه؟

موږ به درنه لاړې شو، تاسو پوهېږئ كه نه؟

پښتانه خو داسې نه وي، تاسو پوهېږئ كه نه؟

اراموني به هغه كې چې نه يې وي سړي، تاسو پوهېږئ كه نه؟

او دا لړۍ همداسې روانه وي او د دواړو ډلو ښځو تر مينځ تنده ادبي جگړه شېبه په شېبه تودېږي  او كله نا كله خو ادبي ښكڼځلې هم  اورېدل كېږي. (ولسي پوهه، ص 53- 54)

كوچيانې ټنگورې د دې له پاره چې ځانونه د كورواله وو ښځو له توندو ادبي بدلو يا ښكنځلو څخه وژغوري، كورواله پېغلو- ښځو ته پيسې وركوي، كه ټنگورې دا پيسې ور نه كړي، نو كورواله ښځې ډېرې توندې بدلې بولي:

كته- كته گوره دا د منځكې (زمكه) مخ سره ده

خداى دې وه (پلانيه)، يو غيران په دنيا څه ده

يا: خداى دې وه (پلانيه) يو غيران په دنيا څه ده

*

خداى دې وه (پلاينه) پينۍ ډكې ډكې وړه

خوړه بار درته راغلي، موږه مه پې شرموه

يا: خوړه بار دې راوستلې موږه مه پې شرموه

يا ډوډۍ غپ دې راوستلى موږه مه پې شرموه

*

څوك له پښو لنډۍ ده دا (….) له پښو لنډئ ده

يا: د چا لنډي لاسونه د (…) لنډي لاسونه

ښنك ته نه رسېږي، په سومبۍ ورته څرخېږي

*

د چا آزاد لستوڼي د (…) آزاد لستوڼي

مړۍ څې خولې ته يوسي، په لستوڼي كې يې ولي

*

د چا غوټې مړۍ د (…) غوټې مړۍ

په دا څټ كې يې وهي، څې تيز يې څي له ناميندۍ

*

مړۍ لږ- لږ خورئ عسيانو

د موږ جاى د باچايانو، غول به چېرته كئ هيرانو

*

كته رمې تللې رمو گل خوړلى دى

د (پلاني خيلو) گوتې زېړې، نن يې غول خوړلي دي

*

موږ وريزې نه خورو ورېزې سي لري

(…) خور ته يې وركئ څې پيري لري

*

د چا مې اوږې داړې د (…) مې اوږدې داړې

خداى دې وه (پلانيه)، څې كاسې نه كې مردارې

يا: مړۍ دې كه كرارې، څې كاسې نه كې مردارې

*

موږ څې مړۍ جوړه كو په خيال گوتې ورتېرې كو

خېښې څې مړۍ جوړه كي، پايڅه ورته كڅوړه كي

*

دې موږه وريزي سرې دي جور به وا كي

خېښې به په ولاړې، دارې وكي

*

په گريوان كې مې سپڼسي دي

خلكو ښه پام ورته وكئ، د خېښې سترگې د سپي دي

*

خېښې څنگ ويه جاى تنگ ده

(پلانۍ) مې در په څنگ ده، شوړكۍ يې درته لنگ ده

(كوچيانۍ پانگه، ص 85-86).

[240]  پر كومه ټاكلې پرېكړه چې زياتوب راشي هغه بابېړى بلل كېږي. بابيړۍ په واده او ولور كې دود دى. كه په ولور او نورو لگښتونو كې د پېغلې د پلارگنۍ له خوا زياتوالى راشي، دې ته بابېړى وايي. په قبيلوي تعاملاتو كې كه په چا ناغه راغله او هغه وركړه؛ خو بل لورى په ناغه كې زياتوب وغواړي دې ته هم بابېړى ويل كېږي.(د پښتني قبيلو، ص 14).

[241]  په ننگرهار كې زوم د نويو جامو تر اغوستلو وروسته خپلې پخوانۍ جامې د ناوې د كلي ډم يا نايي يا خليفه ته وركوي.

په خوست كې زوم له ورا سره يو ځاى د جلكۍ كور ته ځي. كورواله ده ته نوي كالي، لونگۍ او واسكټ د سوغات په توگه وركوي. كه چېرته له واده څخه مخكې هم څه اړتيا (روغ- ناروغ) پېښه شي، زوم په عادي ډول د خپل خسر كور ته ورځي او پښه ورخلاصوي( د تڼيو، ص 31).

[242] په څمكنيو كې همدا دود په همدې بڼه ژوندى دى. مروت هم وراوالو ته نښه اېږدي. په ننگرهار كې د نښې تر څنگ د نېزې وهلو لوبه هم كېږي. همدا شان د ناوې د كور يو ځوان، زوم ته يو لرگى ورواچوي او تر څو چې زوم دا لرگى دړې وړې نه كړي د ناوې ډولۍ نه شي پورته كېدى.

د ځاځيو او سيدكرم په خلكو كې پخوا د نښې ويشتلو دود ډېر پياوړى و، خو اوس پيكه شوى دى(آزاد خان).

د صوابۍ د سيمې يوسفزي پښتانه د ناوې د ډولۍ د پورته كېدو په وخت كې، د ډولۍ مخۍ ته غشي ولي او يا د ټوپكو او تومانچو ډزې كوي. يوسفزي دې غشو يا ډزو ته (موخه) وايي او معمولاً په هغه نښو باندې وارونه كېږي چې د پېغلې خپلوان يې د زوم (ورا) ته ږدي. دا خلك عقيده لري چې پخوا به كله چې د (بودا) ډولۍ پورته كېده، نو مخې ته به يې غشې وارېدل. دوى د خپلو ناويو د ډوليو مخې ته اوسنۍ ډزې يا غشې د (بودا) د وخت د غشو ادامه بولي (فيصل فاروان)

د كندهار ولايت د دالې په سيمه كې ځوانان غېږې نيسي. په دې لوبه كې د زوم او ناوې د كورنيو تكړه ځوانان سره جوړه كېږي. همدا راز د ډبرې د غورځولو سيالي كېږي او د دې جسمي آزموينو تر څنگ اولسي شاعران د شعرونو او لنډيو په جوړولو او ويلو سره خپل برى جوتوي او هڅه كوي چې مقابل لوري ته ماتې وركړي(فولكلور مجله، 1352، 4-5 گڼه 31مخ).

په پكتيا كې وروڅي (وراوال) شپه د خپل خېښ په كور تېروي. سهار له چايو څخه وروسته كورواله ځوانان وروڅيو ته نښه (څلى) ږدي. وروڅي مكلف دي چـــې څلى  په خپلو اصلي ټوپكو وولي. پخوا به پكتياوالو ناوې تر هغه پورې وروڅيو ته نه وركوله چې نښه به يې نه  وه ويشتلې. اوس- اوس دا دود كمزورى ښكاري. د نښې له وېشتلو وروسته وروڅي ځوانان ميدان ته وځي پامونه اچوي او ډولونو ته اتڼونه كوي.

په پكتيا كې كله چې نښه ووېشتل شي، نو د ناوې د راايستلو وخت رالنډېږي. پكتياوالې ښځې د دې دود د لمانځنې له پاره ځانگړې بدلې لري:

په كوټه كې رنگينه په كوټه زنگينه

(…) مو څلى ووېشت ټوله ورو (ورا) په ښايسته

*

 ټكړي په پيڅه پيڅه دې جوړېږي كه نه

(…) ټوپك خرپ شو روانېږي كه نه

(ولسي پوهه، ص 31).

په مروتو كې دا وخت چې معمولاً قضا ماسپښين يا مازديگر وي، ځانله خپلې خواشينونكې بدلې لري.

مازديگر مهال واده كېدونكې پېغله په داسې حال چې نورې مستې نجونې لا هم زانگي او خوشالۍ كوي، د اوبو كوزه درې ځلې سر نه تاو راتاو كړي او بيا يې ښكته وغورځوي. له دې سره جوخت ښځې مازديگرنى بدلې پيل كړي:

مازديگره لوغړنه

په چا ولاړې په چا پرېوتې غمجنه

مازديگره لوغړنه

*

مازديگرى به دې په غم شي

چې بې گناه آزاروې د خلكو زړونه

مازديگره لوغړنه

په چا ولاړې په چا پرېوتې غمجنه

مازديگره لوغړنه

*

د چا آزار به راپسې وي

ما به له قصده رېژول تازه گلونه

مازديگره لوغړنه

په چا ولاړې په چا پرېوتې غمجنه

مازديگره لوغړنه

كله چې مازديگرنۍ بدلې وويل شوې او هوا لږ تياره شوه، پخې ښځې ځوانې جينكۍ لږ پناه كړې او هلكان زانگو ته راوبولي، هلكان په ولاړو وزانگي او بيا زانگو خلاصه كړي او د واده كېدونكې پېغلې له وروڼو او تربرو پرته د كلي نور ځوانان ولاړ شي. دا وخت د ناوې د سر د كوڅيو د خلاصولو دود په ځاى كېږي. ناوې په مينځ كې كيني او پېغلې نجونې پرې غوټې وهي چې په كوڅيو يې لاس ووهي؛ خو هلكان له لښتو سره دوى ناوې  ته نژدې نه پرېږدي. كله چې د كومې پېغلې لاس د ناوې په كوڅيو ولگي، هلكان يې څو لښتې ووهي او نور اجازه وركړي چې د ناوې كوڅۍ خلاصې كړي. دغه دودونو ته ماخوستن هم وايي چې ځانله بدلې هم لري:  

ماخوستن سړې سيلۍ يه

په غره باران ده كه وړه- وړه ژلۍ يه

ماخوستن سړې سيلۍ يه

*

چا خو به كور كلي يادېژي

ماخوستن سړې سيلۍ يه

ما خو ياديژي جينۍ ستا د مخ خالونه

په غره باران ده كه وړه- وړه ژلۍ يه

ماخوستن سړې سيلۍ يه

*

د بېلتانه به خاص غلام شه

ماخوستن سړې سيلۍ يه

كه له شرين جانان مې نه جلا كوينه

ماخوستن سړې سيلۍ يه

په غره باران ده كه وړه- وړه ژلۍ يه

ماخوستن سړې سيلۍ يه

په مروتو كې ځنې كورنۍ (ماخوستن) په ناوې باندې په همغه بهر ځاى كې وايي او ځنې ناوې د هغه د تره كور ته بيايي او هلته (ماخوستن) پرې وايي  او د ناوې كورنۍ ټولو نجونو او ښځو ته د ننه او هلكانو ته په مېلمستون كې ډوډۍ وركوي(د مروتو د واده دستور، ص72).

[243]  مروت د ناوې كور يا جهيز ته (رخت) وايي. د جامو سندك، لږ كپړې، مسواك، كجل، رانجه، ږمنځ، د مخ د كتو هېنداره، پڼې او بړستن د مروتو د ناوې رخت باله شي

 (د مروتو، ص 93).

د لغمان پلرونه هم خپلو لوڼو ته جهيز وركوي؛ خو پيسې يې مخكې د زوم له پلاره اخلي

(په لغمان كې، ص 56).

د كندهار پلرونه هم خپلو لوڼو ته كور (كلنگ) وركوي. په دې كلنگ كې فرشونه، د خوب بسترې، كورني لوښي، گډوه، كوزۍ او چلمچي، د جامو گنډلو ماشين، جامې او د كور د اړتيا وړ نور شيان د يادولو وړ دي(د كندهار فولكلور، ص16).

(244) د كوچيانو بدلې: ناويه له نري كتان راوگوره

دلته د (…) سامان ته وگوره  

*

زاړه زاړه په اسكه (هسكه) غاړه

(…) ولاړ ده، سور كور ترې غاړه(غواړه)

*

وروره لاس كه په كڅوړه

اصيل چارگل راباسه، ناوۍ څي د پلار له كوره

يا: اصلي گاڼه راباسه، ناوې څي د پلار له كوره

*

خورجين خلاص كئ منځ يې گورئ

كه سور كناويز نه وي، دا (…) دووس ربولئ

يا: كه اصيله گاڼه نه وي، دا (…) دووس ربولئ

*

زاړې ناوكۍ، زاړې په څه باندې

(…) دې مرور په آمېله باندې

يا (…) دې مرور په كميسه باندې

*

(پلانيه) دا دې څه نوى نرخ كېښوده

لور ته دې پوزې په اوښ كېښوده

( كوچيانۍ پانگه، ص 106-107)

[245]  د كوچيانو بدلې:

ناوۍ زر- زر جوړوئ ناوخته كېږي

د (… خان) اسپه نوكري ده نه درېږي

يا: دا (… خان) له گل نازك ده خولې كېږي

يا: (… خان) ډېر نازولى خپه كېږي

(كوچيانۍ پانگه، ص 110).

[246]  سكښتي- قيچي شوي.

[247]  ټكيالۍ- يو راز ښځينه لونگۍ ده.

[248]  د كوچيانو بدلې:

ناوې څي رويمال وينه

د خېښو ټيكري نسته، ناوې خاورې بادوينه

يا: د وراباڼو لونگۍ نسته، ناوې خاورې بادوينه

*

سرې اسپې ولاړې غاړكۍ غواړي

يا: سرې اسپې ولاړې گردنۍ غواړي

يا: سرې اسپې ولاړې دي سرۍ غواړي

د (…) خېښې ولاړې، سرې جولۍ غواړي

يا: د (…) خېښې خوشاله دي جولۍ غواړي

 

[249]  تاترنگ – د نكريزو يو ښه ډول.

[250]  د كوچيانو بدل:

ناوې په ښيښه كې سترگې سرې كړې

موركۍ يې پيڅولو ته غړغړې كړې

(كوچيانۍ پانگه، ص 104).

[251]  د خلكو سندرې، 1349 هـ. ش، كابل.

[252]  اوس چې زياتره ناوې په موټرو كې وړل كېږي په دې بدله كې هم موټر يادېږي.(د كندهار فولكلور، ص 13)

د كوچيانو بدل:

ناويه سترگې پټې كه دا تورې

سبا به د (….) سترگو ته گورې

*

ناويه سترگې پټې وړه دا تورې

سبا به د (….) كلي ته گورې.

*

(…) سترگې توروه ولاړوم به دې

له كوره نازولې نازوم به دې

(كوچيانۍ پانگه، ص 103).

[253]  په پكتيا كې هم ناوې په ټوپك پاڅول كېږي. د خلكو د عقيدې له مخې دا د ناوې د همت او كار د زياتوالي نښه بلل كېږي. په ځدراڼو كې ناوې د خپل پلار له كوره څخه د روانېدو په وخت كې له خپل خسر سره يو ځاى درېږي. دا وخت د زوم خپل خپلوان هر يو له خپلې وسې سره سم په ناوې ټيكري، شالونه او نغدې روپۍ اچوي. خلك وايي چې دا پيسې بايد د ناوې د خسر له كمزوري شوي اقتصاد سره مرسته وكړي. د ناوې د كاكا او ماما همت هم دلته معلومېږي چې د (خلات) او (كبا) په بدل كې د زوم له پلاره سره څومره مرسته كوي؟

كله چې منگله ناوۍ د پلار له كوره پاڅېدو او تگ ته تياره شي، ماما يې راشي او دا په بسم الله پاڅوي. په دې وخت كې ښځې د ناوې په سر قران عظيم الشان نيسي. دا د دې له پاره چې د خداى(ج) كتاب بركت لري او بلاگانې او پيريان به له ناوۍ څخه ليرې ساتي. منگل په دې اند وي چې هغه ناوۍ د خپل پلار او خسر كورونو ته ځاني او مالي زيان رسولاى شي چې د ودوزن په شېبو كې يې په سر قران نه وي نيول شوى (د پښتنو ځنې ، ص 64).

د صوابۍ يوسفزي د ناوۍ د ډولۍ له اوچتولو څخه مخكې دودونو ته (خپه ارتى يا پښه ارتى) وايي. د خپه ارتي په دود تلونكې ځنې كسان له ځانه سره ناوۍ ته كمكي- كمكي سوغاتونه(صابون، آيينه، ږمنځ…. ) وړي او كورواله مېلمنو ته ډوډۍ، چاى، (دروېش) او چلم وركوي. كه څوك چلم نه څكوي، نو زر- دوه زره كلدارې ناغه به وركوي. همدا راز كورواله مېلمنو ته يو غوړ شوى نسكور كټورى (كمكى كټو) راوړي چې مېلمانه يې په گوتو اوچت كړي، دا ډېر سخت كار دى او غوړنسكور كټورى په گوتو نه شي پورته كېدى، ځكه به ميلمانه بيا كورواله وو نغده ناغه وركوي.

دروېش د وريجو مټايي ده چې د واده په روځ يې د كلي ډمه له وريجو- رنگ او خوږو څخه پخوي. دا په حقيقت كې زوم ته د خواښې سوغات دى چې په ټولو مېلمنو باندې وېشل كېږي. د (دروېش) پخوونكې ډمه له خواښې او زوم دواړو څخه د خپل زيار پيسې اخلي (فيصل فاران).

په كندهار كې د ناوې د ولاړېدو په وخت كې د دې يو نژدې خپلوان راشي او د دې ملا وتړي، بيا د مخه ښه دعا وشي او پاڅي. د كندهار په ځينو سيمو كې ناوې په جوپان (ډولۍ) كې وړل كېږي. له ناوې سره د دې يو- دوه خپلوانې ښځې هم ناستې وي او قران يې په غېږ كې نيولى وي. كندهاريان ټول جوپان په يوه ښكلي زرغون يا سره شال پوښي. جوپان معمولاً څلور كسه وړي چې (كهاران) نومېږي. د ناوې په كور كې (كهاران)  تر هغه پورې جوپان په زمكه نه ږدي چې پسه يا پيسې وانخلي. كهاران Kaharan هندى- اردو ويي دى او هغه كسانو ته ويل كېږي چې (تخت روان) يا كوم بل شى (لكه جوپان) په خپلو اوږو وړي(رامايانا، ص 276).

په شينوارو كې مخكې تر دې چې ناوې ولاړه كړي، د هغه كشر ورور د دې د ټيكري په يوه پيڅكه كې مالگه او په بل كې بوره غوټه كړي. په دې سيمو كې كه لاره لنډه وي ډولۍ په اوږو وړل كېږي؛ خو كه لاره اوږده وي ډولۍ د اوښ په شا تړي او يا ناوې په اس وړي.

په لغمان كې كله چې د نارينه ؤ او ښځو ټول دودونه بشپړ شول، ناوې د ښځو د بدلو په څپو كې پاڅېږي:

مه يې ژړوئ، بلا يې واخلئ (دوه ځلې)

رومال يې د (…) له جيبه واخلئ (دوه ځلې)

كله چې ناوۍ د خپل كور وره ته ورسي، څو كسه تكړه زلميان د انگړ ور تړي او تر هغو پورې چې خپله شيريني وانخلي، ور نه پرانيزي. دلته د زوم نژدې خپلوان د ځوانانو شيريني وركړي او دوى ور پرانيزي. په دې وخت كې د ناوې ډېرې نژدې خپلوانې ژاړي(په لغمان كې ، ص 156).

د لغمان ناوۍ له خپله كوره د پاڅېدو او تگ په وخت كې نه ژاړي؛ خو خپله يوه نژدې خپلوانه ښځه(مور، خور، ترور..) تر دريو روځو له پاره له ځانه سره بيايي. كله چې ناوۍ په لغمان كې له كوره ووځي، په ډولۍ كې كېني، د ورا خلك يا چاريار ناره وكړي او د شاه محرم څلور ځوانان ډولۍ پورته كړي. شاه د ډولۍ څنگ ته روان وي، د تگ په وخت كې وراوال ډزې كوي. ناوې د ډولۍ د خوځېدو په لومړنيو شېبو كې غنم يا جوار غوندې حبوبات بهر ته شيندي چې د خپل پلار د كور بركت له ځانه سره يونسي.

په كندهار كې د واده په مازديگر د ناوې خپلوانې ښځې زياتره غلې- غلې خپل كارونه كوي. كندهارۍ ناوې قضا مازديگر د پلار له كوره وځي، دا وخت ناوې يو څو اوښكې تويوي. د كندهار كليوالې ناوې په كجاوو كې وړل كېږي. كه لاره لنډه وي نو تكړه زلميان كجاوه په اوږو وړي؛ خو كه ځاى ليرې وي كجاوې په اوښ باندې تړي. په ښاري سيمو كې ناوې په موټرو كې وړل كېږي.

[254]  د كوچيانو بدلې:

مه زاړه ناويه اوس به بريځر راسي

اوس به د (….) اسپه كېزه راسي

[255]  د زرملې د خلكو بدل:

(پلانيه) چې تر څنگ دې سپين كوران دى

زموږ د ناوې لاس د تا گريوان دى

*

(پلانيه) چې په جېب كې دې دسمال دى

زموږ د خورۍ لاس د تا گريوان دى

[256]  د پكتيا ولايت په ځينو سيمو كې كله چې ناوۍ له خونۍ راووته، ورو- ورو اوڼكى وهي او د كورواله او خېښو په مخ  كې روانه وي. كورواله ښځې ورو – ورو ژاړي؛ خو خېښې سندرې بولي. ناوې د دې سندرو له آهنگ سره جوخت مخكې او شا ته ځي. دا مخكې تگ او شا ته تگ دومره دوام كوي تر څو چې د كلي يو مخور سپين ږيرى راشي او دا له شاتگ څخه منع كړي.

[257]  كجاوه د ماشومانو د زانگو په شان له تختو څخه جوړېږي. كجاوه اكثراً په اوښ تړل كېږي؛ خو كه لاره نژدې وي څلور تكړه ځوانان يې هم وړى شي. ډولۍ (چوپان) چې له كجاوې څخه لږ لويه وي دوه يا څلور كسان وړي. په كندهار كې له ناوې سره يو كمكى گلالى هلك هم كېنوي، د دې خبرې مقصد دا دى چې ناوې د تكړه زامنو مور شي(د كندهار فولكلور ، ص 125).

[258]  د ننگرهار په ځينو سيمو كې كله چې ناوې ډولۍ ته وخېژي، يوه ښځه د سپينو زره يوه روپۍ په لاس وركړي. زوم مجبور وي چې د ناوې موټى خلاص كړي او سپين زر ترينه واخلي. كه زوم په دې كار بريالى شو خلك يې ستايي او كه نه ريشخند پرې وهي. په دې سيمو كې د كلي ځوانان ور بند كړي او يا د ډولۍ مخه ډپ كړي چې د زوم له پلاره خپل (حق) واخلي. په ننگرهار كې د كلي خلك ناوې تر خپله بريده تېروي او بيا يې د زوم خپلوانو او وراييځې ته سپاري.

پكتياوالې ټنگورې له خپلو نارينه ؤ سره يو ځاى روانېږي او هڅه كوي چې ناوې تر خپله كوره پورې په سندرو او خوشاليو ورسوي. دوى په دې سفر كې د خپلې خوا خلك ستايي او په دې مغروره وي چې خداى د ناوې ښه ورسره كړي دي.

د كوچيانو د ناوې د وړلو له پاره ښه مايه اوښ په رنگه دسمالونو، ځونډيو او گړونگيو ښايسته شوي وي او لمڅى يا غالۍ يې په شا اواره وي. كوچى پلار خپله لور په اوښ سپروي او د اوښ ترسېرى (جلو) د ناوې خسر ته وركوي.

كوچيان كورواله تر يوه ځايه له خپلې خور- لور سره ځي او بيا ورا په خداى سپاري او كورواله بېرته خپلې مېنې ته ستنېږي. وراييځه تر خپله كليه پورې بدلې بولي، ډولونه وهي، درياوې وهي، اتڼونه كوي او د ټوپكو ډزې كوي (پښتانه كوچيان، ص 141).

د كوهاټ په سيمه كې كله چې د ناوې ډولۍ اوچتېږي، يوه مشره زړه ښځه راځي او له وراوالو څخه داسې عجيبه پوښتنې كوي چې هغه يې په ځواب كې دوه زړي شي. دغه پوښتنې (اړ) نومېږي چې جمع يې (اړونه) كېږي. د مثال په توگه پوښتنه كوي چې په پرتوگ كې دې څه راوړي؟ وگوري دا پوښتنه څو ځوابونه لري چې د ځينو يادول د خلكو په ټولي كې ښه نه ښكاري اوس كه دوى ورته ووايي چې: پرتوگاښ؛ نو ستونزه غوڅېږي او كه نه وراوال به دغه مشرې ښځې ته پيسې وركوي او ځان به خلاصوي(فيصل فاران).

د صوابۍ خلكو به پخوا ناوۍ په ډولۍ كې وړه. دا ډولۍ به دوه ډوله وه: لومړۍ د ډولۍ دوه لرگي به دوه كسانو په اوږو كېښودل او ډولۍ به لاندې ځوړنده وه بله ډولۍ به څلورو كسانو وړه، د ډولۍ دوه لرگي به څلورو كسانو په اوږو اېښي وو او ډولۍ به پاس موقعيت درلود (فيصل فاران). دا دوه ډوله ډولۍ اوس هم د كرمې ايجنسۍ په پښتنو كې دود دي(نعيم تورى).

د كلات او شاجوى په سيمو كې كله چې ناوې په اوښ سپره شي. د ژړا په حال كې درې ځلې په اوښ ولاړه شي او كيني. دا وخت اوښ پاڅوي او ناوۍ درې ځلې خوږه شا ته وپاشي. د كلي هلكان دا خوږې ټولوي او اوښ خوځېږي (د پښتنو دودونه، 24 مخ). 

د پكتيا ولايت په ځينو سيمو كې مخكې له دې چې ناوې كجاوې ته پورته شي لومړى يو ماشوم په كجاوه كې كينوي. خلك عقيده لري چې خداى به دې ناوې ته هم نارينه اولاد وركړي.

د مروتو ناوې په اوښ وړله كېږي. هغه درې ښځې چې په ورا راغلې وي هم د كور په مخه كې په اوښ سورې شي. نارينه لږ په پښو ولاړ شي او چې كله د ناوې له كلي څخه ليرې شول، دوى هم په اوښانو سپاره شي او يو څو ډزې وكړي (د مروتو، ص 29).

په تڼيو او خوست كې خلك ناوې په اس يا اوښ وړي. په تڼيو كې چې پخوا لارې او موټر نه وو، ټولې ناوۍ په اوښانو يا آسانو وړل كېدې. اوس- اوس له موټرو څخه ډېر كار اخستل كېږي. كله چې ناوۍ په آس يا اوښ سپره شوه ورا لوړ مازديگر د ژڼي د كور- كلي په لور روانېږي. په دې دود كې نارينه مخكې، د ناوې آس يا اوښ ورپسې او ښځې وروسته حركت كوي( د تڼيو، ص 30).

[259]  خوشته: پخوا په وردگو كې نارينه او ښځو جلا- جلا ډوډۍ خوړه. لومړى به نارينه ؤ ډوډۍ وخوړه، دا به معمولاً داسې يو كتغ و چې ډوډۍ به پكې لمدېده، لكه شكنه، شوروا، كورت او غوړي، شودې او غوړي او داسې نور. له نارينه ؤ څخه به چې كومه لمده ډوډۍ ناخوړلې پاته شوه هغه به وروسته ښځو او ماشومانو خوړه. دې ته به خوشته ويل كېده. اوس دا دود ډېر پېكه شوى دى.

[260]  پخوا به په وردگو كې ډېرو بېوزلو خلكو د غنمو، جوارو، شاخلو او باقليو كډه ډوډۍ خوړله. دې تور رنگه ډوډۍ ته به (گډله) ويل كېده. دلته په دې بدله كې ناوۍ ته پېغوروركول كېږي چې د پلار په كور كې يې (گډله) خوړه؛ خو اوس به غلمينه (غنمينه) خورې..

(261)  د منگلو بدل:

په شودو مې سترولې، په غوړو مې غوړولې

اوس دسې خلكو يووړې چې زېپۍ يې ټولولې

منگل د سړې ډوډۍ (ټوك) يا ټوټې ته (زېپه) وايي. (فولكلوري گېډۍ، ص 195).

په تڼيو كې هم دا دود شته؛ خو د څلي په نامه. كله چې وراڅيو د لارې په اوږدو كې له كليو څخه تېرېږي ځوانان د تېږو څلي ورته جوړوي چې خپله شريني ځنې واخلي. كله چې وروال د دې ځوانانو شيريني وركړي، دوى خپل ټوپك پورته ونيسي او جوجورې يې په يو وار تشې كړي. تڼي دې ډزو ته (بوړ) وايي(د ټنيو، ص 30).

[262]  په منگلو او نورو پكتياوالو كې وراوالې ښځې د زوم كور ته د ستنېدو په وخت كې داسې بدلې بولي:

په دا لوى- لوى كنډو راواوړه

په (…. خان) مې سلام وايه، سور سالو مخې ته راوړه

*

په دا بر- بر كنډو راوړاوړه

(….) مې سلام وايه چې كجاوه مخې ته راوړه

(فولكلوري گېډۍ، 195).

[263]  سه- سره

[264]  ليور د مېړه ورور؛ خو دلته د ټولو تربرو او عزيزانو په مانا راځي.

[265]  د منگلو بدل:

يې ښكيه شمال راغى، تر ټولو ونو جگ تېر شي (شو)

موږ دسې ناوۍ راوړه اواز يې تر كوبل(كابل) تېر شې ( شو)

(فولكلوري گېډۍ، 195).

[266]  كله- كلا- قلعه.

د وردگو د واده دود او بدلې | ۱۳ برخه

 

2 COMMENTS

  1. قدرمن ارینزی صاحب السلام علیکم
    د مقالو سلسله دی لولم. دا رواجونه نه یواځې میدان، وردک غزنی … بلکې د ډیرو پښتنو سیمو کی دی. بدې سیالی ګانی، همجشمی او آن د دوستی پرځای منفی زور ښودنی او رقابت پکی ښکاری. خصوصاً دی بدلو ته حیران شوم، آن یو بل یی سپک کړی دی، دوستی خو داسی نه کیږی، هغه هم ډیره حساسه مرحله کی. لطفاً دد ی مقالو اخر کی د ځینو ودونو ناوړه عواقب وښیاست، ستاسو دی کور ودان وی، د رواجنو او د دی کلتور یوه اړخ مو خوندی کړ، خو خدای دی نور وروسته تردی پښتانه بیدار او ویښیار کړی. سیاست، اقتصاد، تجارت او علم کی خو خواران دربدره دی ، کم له کمه که دا کورنی ژوند یی هم لږ سم شی لویه خوشحالی به وی. نن فدرال طلبانو اعلان وکړی چی دوی سره ګوذاره سخته ده الله پاک دی رحم وکړی. لکه چی افغانستان ولاړ؟!! چې څوک خپه او راباندی غوسه نشی

  2. د ګران ورور ارینزی صاحب قلمی حوصلی ته صد سلام.
    د وردګو د واده د رواجونو د عینی تصویر وړاندی کول هم د تُرکی سریالونو د جوړولو تر زحمت په کمه نه دی.
    زما په ګومان هغه چا ته به د وردګو د خواږه ټبر سره خیښی ډیره ګرانه تمامه سی کوم چی یا رسمی دنده لری او یا په پوهنتونی زده کړو بوخت وی.( مثلاً، که زه په کابل او ورور می په وردګو کی په عین شپه د واده مراسم ولرو نو مثلاً زما بچی به د ښوونځی په څلورم صنف کی ناست وی او ورور به می تازه د واده د مراسمو څخه فارغ سوی وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب