دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهد ایران لخوا د هلمند سېند د اوبو د جنجال بیا پورته...

د ایران لخوا د هلمند سېند د اوبو د جنجال بیا پورته کول

تاند ( یکشنبه، د دلوې ۱۵ مه) ایراني چارواکو له څه موده ځنډ وروسته بیا له افغانستان سره د هلمند سېند د داوبو په سر جنجال بیا تازه کړی او ویلي، چې د دې سېند د زیاتو اوبو د ترلاسه کولو لپاره به له قانوني وسیلو استفاده وکړي.

د ایران د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان ویلي، د هلمند د اوبو د حق په اړه د ۱۳۵۱ل کال تړون یوه نړیواله معاهده ده، چې عملي کول یې اختیاري نه دي.

هغه په یوه خبري غونډه کې وویل، چې تهران د دغه تړون د عملي کېدو موضوع څاري او په وینا یې ایران ته د طالبانو یوه هیئت، د خپل سفر پر مهال د دې تړون د عملي کولو ژمنه کړې ده.

د ۱۳۵۱ل کال د تړون له مخې، ایران حق لري چې هر کال له هلمند سېند څخه۸۵۰ ملیونه مټرمکعب اوبه ترلاسه کړي.

 د ایراني چارواکو په وینا، افغانستان ورته په دې اندازه اوبه نه ورکوي.

پر افغانستان واکمن طالب چارواکي بیا وایي، چې د وچکالۍ له امله ایران ته دومره اوبه نه شي ورکولی.

یو شمېر څارونکي بیا باور لري، چې ایران تر دې مخکې اوږده موده له یادې اندازې څخه څو چنده زیاتې اوبه له هلمند سېنده ترلاسه کړي.

دوی باور لري، چې ایران د طالبانو رژیم له خوږې ګوتې نیسي او په داسې حالت کې چې دغه رژیم له ګڼو ملي او نړیوالو ننګونو سره مخ دی، د دې موضوع له پورته کولو سره غواړي چې په دې تړاو ترې وړیا امتیازات واخلي.

طالب چارواکو بیا د اصولو له مخې، په دې برخه کې د چلند ټینګار کړی،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب