پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+يهود؛ اسرائیل| متقاعد جنرال دولت وزیري

يهود؛ اسرائیل| متقاعد جنرال دولت وزیري

یهود«اسرائیل» او عرب«قریش» یو قوم دی، دوی ټول د حضرت ابراهیم ع اولاده ده.

حضرت ابراهيم عليه السلام درى میرمنې درلودې. حضرت ساره« د تره لور يې وه»، جضرت هاجره « وینځه يې وه» او درېيمه يې حضرت قطوره نومیده.

د بي بي ساره څخه حضرت اسحق عليه السلام او دحضرت هاجره څخه حضرت اسمعيل عليه السلام زیږیدلي دي.
د قریشو ټبر دحضرت اسمعيل عليه السلام اولاده ده او حضرت محمد صلي الله عليه وسلم چي وروستى پيغمبر دی هم د قریشو له ټبر څخه دی.

دحضرت اسحق عليه السلام څخه عيسه او حضرت يعقوب عليه السلام زیږیدلي دى. د يعقوب عليه السلام بل نوم اسرائيل و، چه معنى يې دخداى جل جلاله بنده دی.

د حضرت يعقوب عليه السلام د څلورو میرمنو څخه ,« لياه ،يلها،زلفه او له راحل څخه چې د حضرت يوسف عليه السلام او بنيامين مور وه یادونه کولای شو.

د حضرت يعقوب عليه السلام د ١٢ زامنو څخه څلورم زوى يې يهودا نوميد چې يهود هم د نوموړي اولاده ګڼل کیږي. په حقیقت کې یهود د حضرت يعقوب عليه السلام اولاده ده چه د تاريخ په اوږدو کې يې په مختلفو ځايونوکي ژوند کړى دى. حضرت يعقوب عليه السلام له خپلو ١٢ زامنو سره په کنعان يعنې فلسطين کې اوسيده. حضرت يوسف عليه السلام د حضرت يعقوب عليه السلام له ١٢ زامنو څخه و. د يوسف عليه السلام د کوهي غورځولو په پیښه کې يهودا هم لاس درلود. له دې پيښې څخه وروسته د یعقوب عليه السلام زامن له ميلاد څخه ١٧٤۰کاله مخکې له کنعان څخه مصرته وکوچيدل. کله چه د یعقوب ع زامن مصر ته لاړل، هلته د دوی ورور يوسف عليه اسلام دمصر دخزانې وزير و.

د وخت په تيريدو سره د دوى شمير زيات او بيلا بيلې قبيلې ترې جوړي شوي. د فرعون په زمانه کې دوی د فرعون لخوا ډیر وډبول شول. وروسته د حضرت موسى عليه اسلام په راتګ سره د فرعون د ظلمونو څخه خلاص شول. دوی تر هغو پورې ښه ژوند درلود چې د موسی ع د لارښونو څخه يې پيروي کوله.

دوی د الله ج د اوامرو څخه د سرپیچۍ له امله ۴۰ کاله سرګردانه وګرځیدل، تر څو د دوی اولاده د میلاده ۱۵۰۰ کاله مخکې د يوشع عليه اسلام سره يو ځاى شول او د فلسطين ښار ته ننوتل او د يهودو لومړى دولت يې جوړ کړ. پاچا يې کالوت يا شاول و چې د ميلاد څخه مخکې يې د ١٠٩٥- ١٠٥٥ کلونو تر منځ ژوند کاوه او خپله پلازمينه يې د خليل ښار ته وليږدوله.

خو کله چه داؤد عليه السلام د میلاده ١٠٤٩ کاله مخکې پاچا شو خپله پلازمينه يې د بيوس ښار یا بيت المقدس ته راوړله.

د داود ع څخه وروسته زوی يې سليمان عليه سلام پاچا شو، د ده په وخت کي خلک د آرام او هوسا ژوند خاوندان وو. وايې د سليمان ع هيکل د ده په وخت کې د مصر، الجزاير او فينيق انجينرانو لخوا د ٧ کلونو په موده کې جوړ شو.

د سليمان ع د مړينې څخه وروسته د نوموړى دولت په دوه برخو شمالي او جنوبي وويشل شو. د شمالي برخې پلازمينه يې سامرا او دجنوبي برخې پلازمنه يې اورشليم (بيت المقدس) وټاکل شول. دغه دولتونه نیږدې ٢٠٠کاله يو د بل په مقابل کې وجنګيدل. د دوی د بې اتفاقیو له امله پر دوی د اشوريانو امپراطورې (سرجون) واکمنه شوله. یهودو ته يې حکم وکړ چه ټول له دغو سيمو څخه ووځي.

کله چې د (نينوا) ښار د کلدانيانو لخوا له ميلاد څخه ٦١٤ کاله مخکې ونيول شو، په دي مهال يهوديانو د کلدانيانو او مصريانو سره جګړې وکړي. په دې مهال دوی پر کنعان حکومت کولو. کلونه کلونه دې جګړو دوام وکړ، په پاى کې(بنو خذ نصر) پر دوی بريالي شول. دوى د يهودو څخه د غچ اخيستلو په موخه د اورشليم ښار ویجاړ کړ. د سليمان عليه السلام هيکل يې هم له منځه یووړ او يهود يې ټول بابل ته د اسیرانو په توګه بوتلل. يهود ډیر وخت په بابل کي اسیر وه، ترڅو کروش د ايران پاچا دوى د اسارت څخه ازاد کړل او ٥١٦ کاله مخکي له ميلاد څخه يې د سليمان عليه السلام هيکل بيرته جوړ کړ. خو هيلين څو ځله پر يهودو بریدونه وکړل، تر څو د روم مشهور مشر (قسطنطين) اورشليم ویجاړ، له ميلاد څخه مخکې يې يهودیان بنديان او روم ته يې وليږدول. د رومانيې امپراطور (اوريانوس) یو ځل بیا اورشليم ویجاړ او نیږدې (٥٠٠٠٠٠) يهودان يي ووژل او نور ( ٥٠٠٠٠) يي اسيران کړل.

په ١٠٦ميلادي کال د (تراجان) پر مهال يهود په پټه اورشليم ته ننوتل او د حالاتو په خرابولو ئي پيل وکړ. په ١١٧م کال د روم پاچا(اوريانوس) په اورشليم کي واک ترلاسه کړ او پر يهودو يې مذهبي مراسم بند کړل.

په ١٣٥م کال يهودو د (بارکوخيا) په مشرۍ پاڅون وکړ، خو د ماتې سره مخامخ او ٥٨٠ تنه يې ووژل شول.

(ادريانوس) اورشليم ویجاړ او پر ځاى يې د (ايليا) په نامه ښارګوټی جوړکړ. له دې څخه وروسته يهودو د ګډوډیو په جوړولو پیل خو هر ځل به د ناکامیو سره مخامخ کیدل.

اوس د پورته توضیحاتو څخه کومه پایله اخیستل کیږي، چه ایا فلسطين د يهودو اصلي وطن دی او که ادعا يې غلطه ده؟

یهود فلسطين خپل هيواد ګڼي، خو د تاريخ څخه دا ښکاری چه فلسطين په منځني ختيځ کې د یوې مهمی نقطې په نامه د شمالې افريقي څخه نیولې بیا تر عراق پورې د ټولې سيمې ګډ وراثت ښکاری. که ورته ځیر شو په فلسطين کله هم کومې وړې ډلې واک ندى چلولی. په فلسطين تل لويو ځواکونو او واکمنیو واک چلولی دی.

کله د عمالقه په څیر زورواکي واکمن وو او بیا کله د داود او سليمان ع په څیر د خداى ج دوستان واکمن وو. کله د فارس، کله هم د يونانانیانو او بیا کله هم د روميانو واکمني وه. د اسلام په راتګ سره مسلمانانو د خالد بن وليد په مشرۍ فلسطين تر واک لاندې راوستو. د حضرت عثمان رض تر خلافت پورې د واک لاندې و. وروسته د هلال، صليبي جګړو، سیمې ته د انګريزانو راتګ او د عربو بغاوتونو د دې سیمې په ګډوډیو کې ستر رول درلود.

یهود دعوا کوي چې د دوی سره په توزات کې د دوی د هیواد په نامه ژمنه شوې ده، نو ځکه دوی يې پریښودو ته چمتو نه دي. دوی فلسطین خپل هیواد ګڼي او خپل ټبر د نورو ټبرونو څخه اصیل او پورته بولي. دوی یهودي مذهب هم د نورو مذهبونو څخه برتره ګڼي او لوړ مقام ورکوي. خو د موسي ع څخه وروسته دوي د خدای ج له لارې بې لارې شول. دوى په ټولنيز حيثيت سره هيڅکله نيک او ښه خلک پاتې نه شول. نننی یهود د نړۍ څخه را ټول شوي د زبر ځواکونو د ګټو لپاره په فلسطین کې ځای پر ځای شوي دي.

د يهودو شميره د نړۍ په هيوادونو کي پدې شکل سره ښودل شوې ده:

6 میلیونه تنه ﺩ ﺁﻣﺮﯾﮑﺎ په قاره کې
6 میلیونه تنه د ﺁﺳﯿﺎ په قاره کې
2 میلیون عرتنه د ﺍﺭﻭﭘﺎ په قاره کې
سل زره تنه ﺩ ﺁﻓﺮﯾﻘﺎ په قاره کې
په استرلیا کې هم یهود شتون لري
ټول ۱۴ میلیونه تنه

يهودي مشر هرتصل په ١٨٩٥م کال د (يهودي دولت) په نامه کتاب وليکه. ده د يهودو د دولت جوړول په فلسطين يا لا اء نټاين کې غوښتي و. دغه کتاب په يهودي ډلو کې احساسات راوپارول.

هرتصل د ترکيې د سلطان عبدالحميد څخه وغوښتل چي د پيسو په بدل کي په فلسطين کې د يهودي دولت د جوړيدو اجازه ورکړي. خو سلطان عبدالحميد دا خبره ونه منله. همغه و چې د انګلستان خوا يې ونيوله. په دې يې راضي کړل چي د سينا په صحرا کې يهودي دولت جوړ کړي.

څرنګه چې د سینا په دښته کې د ژوند شرایط ښه نه و، دوی د فلسطين د نیولو هڅې پيل کړې. په لومړۍ نړیواله جګړه کې یهودو د انګریزانو سره ژمنه وکړه چې په فلسطین کې د یهودي دولت د جوړیدو په بدل کې به امریکا د دوی په ګټه جګړې ته ور د ننه کړي.

همغه و چې انګليسانو په خپلو قوانيونو کې د يهودو پر مخ فلسطين ته د تللو لارې خلاصې کړې. له دې وروسته یهودو ته له اروپا خخه فلسطین ته د تللو اجازه ورکړل شوه. لنډه دا چې د اسرائیلي دولت په جوړيدلو کې انګليسانو ستر رول ادا او بیا يې خپل ځاى امريکا ته پريښود.

له دې وروسته په زیات شمیر یهود د مختلفو هیوادونو څخه فلسطین ته ورغلل.

په ١٩١٩م کال ٥٥٠٠٠
په ١٩٣٣م کال ٣٠٠٠٠
په ١٩٣٤م کال ٤٢٠٠٠
په ١٩٣٥م کال ٦١٠٠٠
په ١٩٣٩م کال ٤٤٥٠٤٦
په ١٩٤٧م کال ٦٠٧٠٠٠
په ١٩٤٨م کال ٧٢٠٠٠
په ١٩٦٠کال ٢٠٠٠٠٠

او دې لړۍ په همدې څیر دوام وکړ. د ١٩٢١ او ١٩٤٧م کلونو تر منځ له روسيې څخه فلسطين ته ١٦٥٠٠٠ تنه لاړل. د هټلر د واکمنۍ پر مهال له ختيځې آروپا څخه ١٨٠٠٠٠ تنه و. د اسرائيلو دولت د امريکا، انګلستان، شوروي او ملګرو يې په رسمیت وپیژانده. پایله دا چې په ١٩٤٨م کال په فلسطين کې یهودي دولت د اسرائیلو په نامه په رسمي توګه جوړ شو.

په فلسطین کې د یهودي دولت د جوړیدو له ورځې د یهودو او فلسطنیانو تر منځ اخ و ډب روان دی. عربي او اسلامي هیوادونه په نظر کې د فلسطنیانو د مبارزې ملاتړ کوي، خو عملا خپل وخت په خبرو تیروي.

د فلسطین دولت

فلسطین د مديترانې بحیرې په ختیځ کې پروت هیواد دی چې په ختیځ کې له اردن، په شمال او لویدیز کې د اسرائیلو او همدا رنګه د غزې له لارې د مصر سړه ګډه پوله لري.

د فلسطین اداري مرکز ختیځ بیت المقدس دی. لوی ښار يې غزه، رسمې ژبه يې عربې، د حکومت شکل يې پارلماني خو په اصل کې جمهوري نیمه ریاستي متمرکز دي. د فلسطیني دولت د تاسیس اعلامیه او په ملګرو ملتونو کې يې د ناظر په توګه عضویت د ۲۰۱۲ م کال د نوامبر ۲۹ مه نیټه ده. مساحت، ۶٬۲۲۰ کیلومتر مربع چې له دې څخه کرانه باختری: ۵٬۸۶۰ کیلومتر مربع،او د غزې تړانګه ۳۶۰ کیلومتر مربع ده.

غزه

غزه د فلسطین یوه برخه ده چې د مصر سره ګټه پوله لري.

د فلسطین په دولت کې د غزې تړانګه هغه ښارګوټی دی، چې څه نا څه شپږ سوه زره تنه اوسیدونکي لري. غزه ډیر لرغوني تاریخ لري. له میلاده ۱۵۰۰ کاله مخکې دلته په غزه کې د اوسېدلو لپاره شرایط برابر او ډیرو واکمنیو پرې واک چلولی دی. په غزه کې د مصریانو د ۳۵۰ کلونو واک وروسته فلسطنیانو خپل واک ټینګ کړ.

د رومیانو د واکمۍ پر مهال دلته سوله او ثبات و. په ۶۳۵ م کال د مسلمانانو لخوا د نیولو وروسته اسلامي ستر مرکز وګرځید.

له ۱۰۹۹ م کال څخه پر غزه د عیسویانو یرغل پیل شو. د مغلو برغل، سیلابونو او د ملخانو یرغلونو غزه ډیره وځپله او تر شپاړسمې پیړي پورې يې ډیر زیان ورته ورساوه. تر څو د عثماني خلافت سره یو ځای شوه.

په لومړۍ نړیواله جګړه کې غزه د انګریزانو لخوا ونیول شوه او تر اشغال لاندې فلسطین یوه برخه شوه.
د ۱۹۴۸ م کال د عربو او د اسرائیلو د جګړې په پایله کې غزه د مصر لخوا اداره کیدله.

د ۱۹۶۷ م کال په شپږ ورځنيو جګړو کې د اسرائیلو لخوا ونیول شوه، خو په ۱۹۹۳ م کال د فلسطین نوې تشکیل شوي حکومت برخه شوه. په ۲۰۰۶ م کال د واک پر سر د فلسطین د سیاسي ګوندونو الفتح او حماس تر منځ جګړې وشوي، خو واک حماس تر لاسه کړ.. اسراييلو او مصر د حماس سره په مخالفت کې تر ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ م کلونو پورې پر غزه بندیزونه ولګول. په غزه کې په ډیر شمیر مسلمانان اوسي، خو تر څنګ يې په کم شمیر عیسویان هم موجود دي.

واک ته د حماس د رسیدو له امله واحد دولت له منځه لاړ. په پایله کې دوه دولتونه یو په ګرانه باختری او بل په غزه کې رامنځته شو. د حماس او الفتح تر منځ جګړې وشوي. په غزه کې د حماس د واکمنۍ وروسته د غزې تړانګه د مصر او اسرايیلو له خوا محاصره وه، چې له غزې تړانګې څخه وتل او ورته ننوتل څخه جلوګیری کیدله. د غزې تړانګه د اسرائیلو او ګرانه باخترې ترمنځ حایل و.

د غزې تړانګه ۲۱ کیلو متره اوږدوالی او د ۶ او ۱۲ کیلو مترو په حدود کې پراخوالی لري. مساحت یې يې هم ۳۶۰ کیلو متره مربع دی. په ۲۰۲۰ م کال د غزې اوسیدونکي یو میلیونو نهه سوه زره حساب شوي دي. د غزې اوسیدونکي ټول فلسطنیان او نیږدې ۹۹ سلنه سنیان دي.

یادونه: د ټول فلسطین پراخوالی ۲۷۰۲۴ کیلو متر مربع دی. چې له څخه ګرانه باختري ۵۸۶۰ کیلومتره مربع او د غزې تړانګه ۳۶۰ کیلو متر مربع ده. پاتي نور اشغال شوی دی. اسرائیل د ۱۹۴۹ م کال د مۍ په میاشت کې د ملګرو ملتونو سازمان غړی شو.

پایله:

جګړه د حل لاره نه ده او وینه په وینه نه وینځل کیږي. فلسطنیان او اسرايیل اوس دواړه خواوې د تاریخ په یوه حقیقت بدلې شوې دي.

بې له دې چې یو او وزغمي، دواړه دولتونه د يوه او بل لخوا په رسمیت وپیژندل شي بله لاره وجود نه لري. د نړۍ مغرض قوتونه تل د جګړې په فکر کې دي. دوی نه غواړي چې په سوله ییزه توګه د فلسطین او اسرائیلو ستونزه حل شي.

دا اوس د غزې د تړانګې جګړه نه د فلسطنیانو په ګټه ده او نه د اسرائیلو په ګټه ده. دواړه خواوې په کې زیانمنې کیږي، خو ګټه يې مغرضو قوتونو ته رسیږي.

که وګورو په وروستۍ جګړه کې دواړو خواو ته ستر مالي او بشري زیانونه ورسیدل. اوس هم دوام لري. زما په نظر بې له دې چې یو او بل ومني بله لاره وجود نه لري.
له مختلفو منابعو څخه ګټه پورته شوي ده.

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    ژنرال صاب وزيري ډېره مڼنه له با ارزښته لیکنو څخه مو. په قلم مو برکت!
    د فلسطین ،اسراییل او یهودیانو او مسلمانو غزه والو او د اردن رود د لویدیځی تړانګې اوسیدونکو ؛په ټوله کښې د بیت المقدس او یوروشیلیم او تل ابیب او د دوی نړیوالو مرسته کوونکو ګډوډ سیاستونه د سړي یا د هر معتقد او خیر غوښتونکی انسان غونی ځيږوي چې مثال:ڼن (د فبرورۍ څلورمه د دنیا د انسانانو تر منځ د ورورولۍ ورځ /د م م م له خوا له ۲۰۲۰ راهیسی):مګر په عمل کې دښمنئ روانې دي.
    -ماته ی سوال پیدا شو: هر کله چې ۹۹´فیصده فلسطینیان اهل سنت یا سُني مسلمانان دي؛بیا الفتح او حماس ولې خپلو کې سره جنګ کړی و او ولې اوس نه یو ځای کاږي؟؛ بل د ایران او یمن هلته څه کار؟؟
    امریکه کوبایانو ته خو څوک نشي ویلای ؛ ک و ن ه مو ښکاري؛زورور ته نه شي ویلای!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب