جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهد دوحې غونډې په اړه د متقي او سینرلي اوغلو خبرې؛ مهم...

د دوحې غونډې په اړه د متقي او سینرلي اوغلو خبرې؛ مهم ټکي یې کوم دي؟

تاند ( دوشنبه، د دلوې ۱۶ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند کابل ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي سینیرلي اوغلو د سفر خبر ورکړی.

ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، چې نوموړي د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي سره پر بېلابېلو موضوعاتو غږیدلی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، اوغلو ملا متقي ته د افغانستان په اړه د خپلې مخکېنۍ ارزونې جزییات بیان کړي او ټینګار یې کړی، چې د دغه راپور پر اساس د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک او عملي کېدل یې له افغانستان سره د نړیوال تعامل لاره پرانیزي او مثبتې پایلې به ولري.

هغه په دې برخه کې خپل هغه وړاندیزونه یاد کړي، چې کابل کې یې د دیپلوماتیک حضور د زیاتوالي او نورو مسایلو په تړاو کړي.

سرچینه زیاتوي، چې اوغلو د طالبانو لخوا کابل کې د سیمې د هېوادونو له استازو سره وروستۍ ترسره شوې غونډه هم بریالۍ ګڼلې او ویلي، چې د دوحې غونډه کې دې هم د طالبانو لوړپوړی پلاوی ګډون وکړي.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، ملا متقي په دې لیدنه کې د افغانستان په اړه د سینیرلي اوغلو د ارزونې هغه ټکي چې دوی یې « مثبت» ګڼي ستایلي، خو ټینګار یې کړی چې دوی د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي ځانګړي استازي د ټاکل کېدو مخالف دي.

هغه دا هم زیاته کړې، چې د دوحې غونډه دوی مهم فرصت ګڼي او نړیوالو سره د تعامل پلوي دي، خو په غونډه کې د خپل ګډون په تړاو به وروسته پرېکړه وکړي.

په دې اړه نور:

پر طالبانو د دوحې غونډې د «مهم فرصت» د نه ضایع کولو ټینګار – تاند (taand.net)

ملا متقي ته د دوحې غونډې په اړه د یوناما د مشرې وضاحتونه – تاند (taand.net)

پر دوحې ناستې د طالبانو اعتراض او ورسره د پرېکون احتمال – تاند (taand.net)

د افغانستان په اړه د فریدون سینیراوغلو د ماموریت تمدید – تاند (taand.net)

سینیر اوغلو به امنیت شورا ته د افغانستان په اړه څه وړاندیزونه وکړي؟ – تاند (taand.net)

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب