جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد افغانستان د اوسپنې پټلۍ انستیتوت جوړیږي

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ انستیتوت جوړیږي

تاند ( دوشنبه، د دلوې ۱۶ مه) د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لپاره د طالبانو د افغانستان د وسپنې پټلۍ د ادارې چارواکو اعلان وکړ چې  د ۱۲۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت یې  پنځه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د یادې ادارې مرستیال فضل الرحمن فاضل وایي په دغو هوکړه لیکونو کې د وسپنې پټلۍ د انسټېټیوټ جوړول، مسلک، د خامو توکو تجهيزات، کتابتون او لابراتوار، د لنډ مهاله حرفوي پروګرامونو روزنه او وړیا بورسیې شاملې دي.

هغه په دې اړه نور جزییات ورنه کړل.

د اوسپنې پټلۍ پر پروژو تمرکز او د خپلواکې ادارې په توګه یې د چارو تنظیم د پرځیدلي جمهوري نظام پر مهال وشول، چې جمهوریت پلوي یې د هغه نظام له لاسته راوړنو بولي.

بل لور ته، د وسپنې پټلۍ ادارې لپاره د طالبانو د رژیم لوی رییس بخت الرحمان شرافت وایي، د دوی له بیا ځلې واکمنېدو راهیسې یې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره ښه همکاري درلوده او ټینګار کوي چې دم‌ګړۍ د ډیزاین، سروې او پروګرام جوړولو په برخو کې تجربه لرونکو او مسلکي کسانو ته اړتیا لري.

 د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، د اوسپنې پټلۍ او سیمه ییز اتصال په برخو کې د جمهوري نظام نیمګړو پاتې پروژو ته دوام ورکړل شوی.

یو شمېر خلک په دې برخو کې د طالبانو د کار دوام ستایي او د ښو پایلو هیله یې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب