په نړۍ کې ټولې ټولنې خپل ځانته ځانګړې دودونه او دستورونه لري. زموږ افغانې ټولنه په ځانګړي توګه پښتنې ټولنه هم له دې دود او دستور څخه جلا نه ده او ځانته خپل دود او دستور لري. یو د هغه دود او دستور څخه پښتونولي ده، چې په پښتنې ټولنه کې د یوه قبول شوي قانون په څیر ترې اطاعت او ساتنه کیږي.
پښتانه د خپل ژوند په درشل کې د پښتونولۍکلمه ډیره یادوي او کله ناکله خو په پښتونولۍ قسم هم کوي. بیا ځینې وختونه پښتونولي د یو منل شوي قانون، باور، وعدې او شرط په څیر هم ورته د منلو وړ وي او وايې په پښتونولي می دې قسم وي او یا وايې په پښتونولي کې د وعدې ماتول او یا د وعدې خلاف څه کول نشته.
په پښتنو کې چې څوک وعده خلافي او یا د خپلې خبرې څخه تیر شي، هغه ته وايې چې فلانی کس په پښتونولۍ ولاړ سړی نه دي. د خلکو په منځ کې رټلی وي او څوک باور پرې نه کوئ. کله نا کله يې پښتون هم نه ګڼي.
نیمه پیړي مخکې زموږ په وزیرو کې به يې ډارن، وعده خلاف، قسم خور، لټ، تنبل، لجوج، بیکاره او شریرو خلکو ته د یو ریښتیني او په پښتونولي ولاړ کس په سترګه نه کتل کيده. هغه څوک به چې سخي، مهربانه، د ټولنې په درد دردمند، زړور، غیرتمند، په وعده ولاړ او کارګر کس و، هغه ته به يې د ښه پښتون او په پښتونولي د یوه ولاړ کس په سترګه کتل او په ټولنه کې به د بشپړ عزت څخه برخمن و.
په وزیرو کې به چې څوک میلمه پاله نه و، هغه به يې هم د پښتونولي له دود او دستور څخه بیرون ګڼلو.
په پښتنو کې میلمه د خدای ج د دوست په نامه پیژني او وايې که کوم کور ته میلمه راشي په هغه کور کې برکت زیاتیږي.
په همدې خاطر په پښتنو کې د میلمنو لپاره جلا حجرې او ډیرې جوړیږي. حجرې او ډیرې تر خپله وسه په غالیو، لیمڅیو، پوزیو او بالښتونو سمبالېږي. بله دا چې خپل او خپلوان په میلمنو کې نه شمیري.
دیره او حجره د ټولو لپاره د دمې او شپې تيرولو ځای وي.
د ډوډي پر مهال څوک له چا څخه پوښتنه نه کوي چې څوک دی او له کومه راغلی دی، ډوډۍ او چاي ورته راوړي او بیا يې په مینه رخصتوي. له ډوډي مخکي پوښتنه کول عار او د میلمه پالنی خلاف کار بولي.
په پښتنې ټولنه کې خپل او د نورو عزت ته درناوي د پښتونولي ستر اصل ګني. هیڅ چاته اجازه نشته چې د چا عزت لوټ او په سپکه سترګه ورته وګوري. که چیرې کوم څوک داسې کوم ناوړه عمل تر سره کړي، سازا يې ډیره درنه او حتی په وژل کیدو يې پای ته رسیږي.
پښتنې ټولنې د پښتونولي په چوکاټ کې بد اخیبتل بد ورکول، ننواتې کول، بخښنه کول، جرګې او مرکې لوی اصل بولي او بشپړ عمل پرې کوي. په پښتنې ټولنو کې ډیرې ستونزې د بدو په ورکولو او یا د بدو په اخیستلو حل کیږي.
ځینې وختونه له ښو دودونو څخه په ناوړه شکل هم ګټه پورته کیږي. لکه په بدو کې د خور لور ورکول. د بدو اخیستلو دا شکل اصلا اسلامي، انساني او افغاني دود نه دی. خو له بده مرغه په افغاني ټولنه کې دود ګرځیدلی دی. له نیکه مرغه په دې وروستیو کلونو کې په بدو کې د خور لور ورکول ډیر پیکه شوي دي. اوس څوک دې ته چمتو نه دی چې دغه انساني ضد عمل تر سره کړي.
ننواتې هم د ستونزو د حل یوه غوره لاره بولې او د یوه منل شوي دود په سترګه ورته ګوري.بخښنه کول د اسلامیت او انسانیت اصل بولي او عمل پرې کول او د پښتنې دود او دوستور اساسی برخه يې بولي. جرګې د پښتنې ټولنې د ډیرو پيچلو ستونزو د حل او فصل ستره مرجع ګنل کیږي. د ګرګین وژل، د مشر په توګه د احمد شاه بابا ټاکل هم د جرګو برکت و.
که څه هم په دې وروستیو کلونو کې د اوږدې جګړې له امله د پښتونولۍ دودونه او دستورونه یو څه کمزورې شوي دي. خو اوس د جګړې د پای ته رسیدو سره د دې هیله شته دی چې یو ځل بیا زموږ افغاني ټولنه بیرته د ټولنې منل شوي دودونه رواج او عمل پرې وکړي.
مننه
پښتونولی لاړه د غرو سرو ته و ختله – بیګانه را غلی وو زمونژ کور هیواد یی نیولی وو ډیر بد یی را سره کول خو زما د کور – هیواد یارانو (!) هم ورسره ولاړ وو او ……………………….
الله پاک مو د پوه کړی