Homeخبرونهډېره اسماعیل خان کې د ۱۰ پاکستاني پولیسو وژل کېدل

ډېره اسماعیل خان کې د ۱۰ پاکستاني پولیسو وژل کېدل

تاند ( دوشنبه، د دلوې ۱۶ مه) د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان سیمه کې د پاکستاني پولیسو پر یوه مرکز د برید په پایله کې د دغه هېواد لس تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي.

پاکستاني رسنۍ وایي چې د دغه برید پر مهال یې شپږ نور ځواکونه ټپیان شوي هم دي.

سرچینې زیاتوي چې دغه برید د څه باندې ۳۰ تنه وسله والو له لوري ترسره شوی او نښتې شاوخوا دوه نیم ساعته دوام کړی دی.

دغه برید داسې مهال رامنځ ته کیږي چې ټاکل شوې د پاکستان عمومي ټاکنې درې ورځې وروسته د روانې فبروري میاشتې په اتمه نېټه ترسره شي.

د دغه برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو تحریک طالبان پاکستان تر ډېره په پښتونخوا کې د پاکستان د ځواکونو خلاف د بریدونو مسوولیت پر غاړه اخلي.

څو ورځې مخکې یو شمېر پاکستاني رسنیو ادعا کړې وه، چې په  کابل کې د طالبانو د واکمن رژیم په منځګړتوب تحریک طالبان پاکستان له پاکستاني حکومت سره د دغه هېواد د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره موقت اوربند کړی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...