Homeخبرونهد روسیې، چین او ایران په ملتیا د طالبانو پر رژیم د...

د روسیې، چین او ایران په ملتیا د طالبانو پر رژیم د پاکستان ګډ اعتراض

تاند ( دوشنبه، د دلوې ۱۶ مه)د پاکستان مشهورې ورځپاڼې( ایکسپریس ټریبیون) خبر ورکړی چې هېواد یې د چین، روسیې او ایران د استازو په ملتیا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه خپل اعتراض د طالبانو رژیم ته رسماً سپارلی دی.

سرچینه زیاتوي: دغه اعتراض په کابل کې “د افغانستان سیمه‌ییزې همکارۍ ابتکار” غونډه کې خاموشانه د طالبانو چارواکو ته وسپاره.

سرچینې په دې تړاو نور جزییات نه دي ورکړي، خو ویل شوي چې دغه اعتراض په نهیلۍ سپارل شوی.

معلومه نه ده چې دا اعتراض د طالبانو د بهرنیو چارو که د دفاع وزیر ته سپارل شوی.

د یادې غونډې له ترسره کېدو وروسته د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد د غونډې ګډونوالو ته مېلمستیا برابره کړې وه.

د طالبانو چارواکو په افغانستان کې د سیمې د هېوادونو د مخالفو وسله والو ډلو د موجودیت ادعاوې رد کړي، خو پاکستاني چارواکي وایي چې دوی په دې تړاو مستند اسناد د طالبانو چارواکو ته سپارلي چې په افغانستان کې د تحریک پاکستان طالبان او نورو  وسله والو ډلو د مشرانو او پټنځایونو موجودیت ثابتوي.

طالب چارواکو او ویاندویانو بیا داسې ادعاوې بې اساسه ګڼلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...