Home+مېږیان او حیرانوونکی ژوند یې

مېږیان او حیرانوونکی ژوند یې

راټولونه او ژباړه: سیال یوسفي
مېږیان حیرانونکي مخلوقات دي. دوی د تصور وړ هره ځانګړتیا لري. د بېلګې په توګه، مېږیان ډېر پیاوړي دي او کولای شي د خپل بدن د وزن څو برابره وزن پورته کړي. مېږیان ټولنیز حشرات دي او په ټولنو (کالوني) کې ژوند کوي. خو ایا تاسو پوهیږئ چې د میږیانو کالونۍ (اوسېدو ځایونه) زرګونه کیلومتره پراخه کیدی شي؟ ایا تاسو پوهیږئ چې مېږیان کولی شي په وحشتناکو حشراتو بدل شي؟
په دې مقاله کې، د مېږیانو د ځینو ډولونو او د دوی د ژوند په اړه په زړه پوري حقایق وړاندې شوي.
میږیان ټولنیز حشرات دي چې له Formicidae کورنۍ دي. میږیان له خپلو مچۍ ډوله نېکونو شاوخوا 110-130 ملیون کاله دمخه د ګلانو او بوټو له څرګندیدو وروسته پیدا شوي دي.
• اټکل کیږي چې د میږیانو شاوخوا 22,000 ډولونه شته چې څه باندې 12,500 یې پیژندل شوي.
• انترکتیکا (سویلي قطب) او یو څو لرې پرتې ټاپوګان یوازینی ځایونه دي چې هیڅ میږیان نه لري.
• داسې انګیرل کیږي چې میږیان د ځمکې د لویې وچې د ژوندیو موجوداتو د ټول وزن ۲۵ سلنې جوړوي، یانې د هر انسان په نسبت یو میلیون مېږیان دي.
• د ډیری میږیانو رنګ تور یا سور وي، خو د ځینو ډولونو رنګ، شین یا فلزي هم وي.
• مېږیان کولای شي له خپل وزن 20 برابره ډېر وزن پورته کړي.
د مېږیانو ټولنې له له سلو مېږیانو پیل او ان تر میلیونونو رسیږي چې ډیرې پراخې سیمې یې نیولې وي.
• ډیری د مېږیانو په خپله سیمه کې، له یو بل سره کارونه ویشي، خو کله چې د بشري ژوند په څېر کومه ستره ټولنیزه ستونزه راځي نو ټول د یو بل ملاتړ ته را دانګي.
• “ملکه” مېږان د میږیانو د ټولنو په سر کې دي، واکمني کوي او دوی په زرګونو هګۍ اچوي. د نارینه میږیانو رول، چې د ډرون په نوم یادیږي، د ملکې سره ملګري کېدل دي. ښځینه میږیان چې نشي کولای د کارګر یا سرتیري ټولګي بیا تولید کړي. دوی خواړه پیدا کوي، د ملکې او د هغې د اولادونو ساتنه کوي، ځاله جوړوي، د ټولنې ساتنه کوي یا په نورو برید کوي.
• کارکونکي یا کارګر میږیان کولای شي له خپل ځالې څخه تر 200 مترو پورې وګرځي او خواړه پیدا کړي او بیا د نورو لخوا پریښودل شوی بوی تعقیب کړي او بیرته کالونۍ ته لاره ومومي.
یوازې ښځینه ملکې میږیان او نارینه، وزرونه لري. د نر سره د ملګرتيا وروسته، ملکه ميږيان خپلې وزرې غورځوي او د نوې ټولنې د جوړولو لپاره د مناسب ځای په لټه کیږي.
• ملکه میږیان تر ۳۰ کلونو ډیر ژوند کوي. دوی د حشراتو تر منځ کې تر ټولو اوږد عمر لري. کارګر میږیان 1-3 کاله ژوند کوي، پداسې حال کې چې نارینه معمولا یوازې څو اونۍ ژوند کوي.
• میږیان غوږونه نه لري. میږیان هغه ډول غوږونه نه لري لکه څنګه چې موږ انسانان لرو، خو دوی د حسي حرکتونو له لارې غږونه حس کوي یا اوري. د دوی په سرونو او پښو کې ځانګړي سینسرونه له دوی سره مرسته کوي چې دوی د ژوند چاپیریال حرکتونه احساس کړي.
میږیان د حشراتو په منځ کې تر ټولو لوی ماغزه لري. چې شاوخوا 250,000 دماغي حجرې لري چې له نورو حشراتو  ډیر ښه چلیږي.
• میږیان دوه معدې لري. یوه معده د میږیانو د تغذیه کولو لپاره کارول کیږي، بله معده په خپله ټولنه کې د نورو میږیانو سره شریکیږي.
• د میږیانو د واکمنۍ سیمه ستره او حیرانونکې وي. اټکل کیږي چې د میږیانو ترټولو لویه (کالوني) چې تر دې دمه لیدل شوې له 5800 کیلومترو هم ستره وه. په بل عبارت، د اوسېدو دا سیمه د ایټالیا، فرانسې او هسپانیې په ګډون د څو هیوادونو برابره وه. دا چاپیریال (د اوسیدو ټاټوبی) د ارجنټایني مېږیانو و.
• د میږیانو د بدن اوږدوالی له 0.75 ملي متر تر 52 ملي مترو پورې وي. خو د لویو میږیانو اوږدوالی له 3 تر 5 سانتي مترو پورې دی. ان د ځینو میږیانو فوسیل شوي پاتې شوني ښیي چې اوږدوالی یې 6 سانتي مترو ته رسیږي.
مېږیان کولای شي په لوند چاپیریال کې ژوند وکړي لکه سیلابونه. میږیان د ځانګړو جوړښتونو له لارې تنفس کوي چې سپیرایکل نومیږي. کله چې د میږیانو چاپیریال ډیر لوند شي، لکه په سیلاب یا کوم طبیعي ناورین کې، دوی د دې توان لري چې د ژوندي پاتې کیدو لپاره خپل سپیریکلونه (ساه ایستلو غړي) وتړي. میږیان ان د یو څه وخت لپاره د اوبو لاندې هم ژوند کولی شي.
• مېږيان د کار او هڅو يوه بېلګه ده.
• ځینې میږیان شفاف بدن لري. دوی کولای شي د هرو هغو خوړو رنګ واخلي چې دوی یې خوري.
• میږیان کولای شي د تیزاب په واسطه د ځان دفاع وکړي. د میږیانو ځینې ډولونه په خپل چاپیریال کې له نابللو حریفانو د خلاصون یا د ځان د دفاع لپاره تیزاب سپری کوي(شیندي). د میږیانو ځینې ډولونه د خپلې خاورې د دفاع لپاره تیزاب کاروي. د دغو میږیانو امازوني ډولونه په ځینو نباتاتو کې فارمیک اسید داخلوي ترڅو د دغو نباتاتو د ودې او د خپلو ځالو د ویجاړېدو مخه ونیسي.
• میږیان چیچل کولی شي یا نېښ وهلای شي. د ګلوله په نوم میږیان  نورو حشراتو پرتله تر ټولو دردونکی نېښ لري، که څه هم د دوی نېښ د اسټرالیا د جېک بلوز میږیانو په څیر وژونکی نه دی.
• اوسمهال په ټوله نړۍ کې د ژوندیو میږیانو ټولټال شمیر د یو تر لسو کواردریلیونو (10,000,000,000,000,000) اټکل شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...