جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهپر طالبانو د دوحې غونډې د «مهم فرصت» د نه ضایع کولو...

پر طالبانو د دوحې غونډې د «مهم فرصت» د نه ضایع کولو ټینګار

تاند ( دوشنبه، د دلوې ۱۶ مه) د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو سازمان په کوربه توب د قطر په پلازمېنه دوحه کې د روانې میاشتې د پلان شوې غونډې له را نیږدې کېدو سره د طالبانو پر رژیم له دغه فرصت څخه د سمې استفادې ټینګار زیات شوی.

د بحران نړیواله ډله وايي چې د دوحې غونډې د افغانستان په اړه د سیاسي بهیر د پیل لپاره هیلې پیدا کړي، خو که طالبان د دوی په وینا له دې پروسې سره مخالفت وکړي او دا مهم فرصت ضایع کړي، د داسې بل مهم فرصت رامنځته کېدل ښایي کلونه وخت ونیسي.

دغه سازمان ټینګار کوي چې ښایي دا بهیر د افغانستان په حاکمیت کې د ښځو پر ګډون، د غیر طالب څېرو او په ټوله کې د سیاسي بېلابېلو شخصیتونو په موجودیت کې وشي.

د با صلاحیته پلاوي د استولو غوښتنه

 د پرځېدلي جمهوري نظام یو چارواکی عمر داودزی هم له طالب چارواکو غواړي چې دغې ناستې سره د پخوانیو ناستو برعکس د ده په وینا، غیر کلیشه یي او مسوولانه چلند وکړي.

داودزی له طالبانو غواړي چې دغې غونډې ته با صلاحیته پلاوی له پوره تدابیرو او داسې نویو پيغامونو سره واستوي چې له نړیوالې ټولنې منزوي شوی افغانستان بېرته له نړۍ سره وصل او په افغانستان کې د یوه ښه بدلون پيلامه شي.

هغه په مخکېنیو ډېرو ناستو کې د طالب پلاویو څرګندونې او نړۍ سره د تعامل په اړه یې تر اوسه مطرح شوې خبرې ستړې کوونکې او وخت ضایع کوونکې ګڼلي او ټینګار یې کړی، چې د دوحې ناستې ته باید تلونکی پلاوی لومړی د طالبانو عمومي مشر ته د نړیوالو پيغامونه او د افغانستان وضعیت سم تشریح او په سرخلاصي ډول نړۍ سره د تعامل لپاره مثبت ګامونه واخلي.

عمر داودزی دا هم وایي، چې د طالبانو چارواکي باید د افغانانو بده ورځ په نظر کې ونیسي او په عمومي خبرو له نړۍ سره د تعامل رامنځته کېدو دغه فرصت ضایع نه کړي.

 په دې اړه نور:

ملا متقي ته د دوحې غونډې په اړه د یوناما د مشرې وضاحتونه – تاند (taand.net)

پر دوحې ناستې د طالبانو اعتراض او ورسره د پرېکون احتمال – تاند (taand.net)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب