Homeخبرونهپه سوریه کې د امریکا برید او د فاطمیون ډلې د یوه...

په سوریه کې د امریکا برید او د فاطمیون ډلې د یوه افغان غړي وژل کېدل

تاند ( دوشنبه، د دلوې ۱۶ مه) ځینو رسنیو د سېدحمزه علوي په نوم د ایران د فاطمیون ډلې د یوه افغان غړي د وژل کېدو خبر ورکړی او ویلي، چې هغه په سوریه کې د ایران پلوه وسله والو پر مرکزونو د امریکا په وروستیو بریدونو کې وژل شوی.

د راپورونو له مخې، سید حمزه علوي په ۱۳۳۷ کال کې د افغانستان په پروان کې زېږیدلی او د شوروي خلاف د افغانستان د جګړې تر څنګ په عراق کې د ایران د جګړې پر مهال جنګېدلی و.

د هغه او په فاطمیون وسله واله ډله کې د نورو افغانانو د ګډون او څرنګوالي په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

فاطمیون ډله د ایران د استخباراتي او مذهبي ادارو په ګډو هڅو تر ډېره له سخت دریځه شیعه وسله والو څخه جوړه شوې، چې پر ایران سربېره د افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو شیعه مذهبه وګړي پکې ګډون لري.

 په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم د سید حمزه علوي د وژل کېدو او په دې برخه کې د خپل دریځ په تړاو څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...