شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد دوحې ناستې له ګډونوالو د حامد کرزي غوښتنه

د دوحې ناستې له ګډونوالو د حامد کرزي غوښتنه

تاند ( سې شنبه، د دلوې ۱۷ مه) د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې د طالبانو تر واک لاندې کابل کې مېشت او ادعا کېږي چې سختو محدودیتو سره ژوند کوي، نن په ضمني ډول د افغانستان په اړه د دوحې د ترسره کېدونکې غونډې له ګډونوالو خپلې غوښتنې مطرح کړي.

کرزي د پوهنتونونو له یو شمېر استادانو سره د خپلې لیدنې عکسونه خپاره کړي او ویلي، چې دغو استادانو ورته د خپلو ستونزو یادونه کړې او د دوحې غونډې له ګډونوالو یې غوښتي چې د افغانستان د تعلیمي او تحصیلي وضعیت ښه کېدو ته پاملرنه وکړي.

حامد کرزي په خپله ایکس پاڼه کې نه ده روښانه کړې، چې د پوهنتونونو استادانو له کوم ډول ستونزو ورته شکایت کړی.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، په پرله پسې ډول پر تعلیمي او تحصیلي بنسټونو د دوی د رژیم د قیوداتو خبر ورکول کیږي او اندېښنه ده چې له زده کړو د نجونو محرومول، له استادانو سره سیاسي او تبعیضي چلند او د تعلیمي او تحصیلي قوانینو پراخ نقض د دغه سکتور د شدیدو زیانونو سبب شوی.

د طالبانو چارواکي بیا هغو قیوداتو ته چې منتقدان یې د تعلیمي او تحصیلي نظام د زیانمنولو نوم ورکول کیږي، د « اصلاحاتو» نوم ورکوي او  ادعا کوي چې تعلیمي او تحصیلي ادارې یې بهتره کړي دي.

په دې اړه څو نور خبرونه:

د ۶ زره استادانو ګوښه کیدل؛ ۴۰ خصوصي پوهنتونونه تړل کیږي – تاند (taand.net)

د شېخ ندیم لخوا د افغانستان د لوړو زده کړو د قانون او مقررو لغوه کېدل – تاند (taand.net)

د روسیې بورسونو ته د افغان محصلانو د ورتګ په مخنیوي د شېخ ندیم تورنیدل – تاند (taand.net)

د دوحې ناسته

تمه ده چې د روانې فبرورۍ میاشتې په اتلسمه او نولسمه په دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه توب د افغانستان په اړه د سیمې د بېلابېلو هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون یوه مهمه غونډه ترسره شي.

دې غونډې ته له افغانستان سره د نړیوال تعامل د لار برابرولو نوم ورکړل شوی او د طالبانو د رژیم استازي هم ور بلل شوي، خو دغه رژیم پکې خپل ګډون مشروط کړی.

د دوحې غونډې په اړه د متقي او سینرلي اوغلو خبرې؛ مهم ټکي یې کوم دي؟ – تاند (taand.net)

پر طالبانو د دوحې غونډې د «مهم فرصت» د نه ضایع کولو ټینګار – تاند (taand.net)

1 COMMENT

  1. دی خاین او بی غیرته د فهیم بینی چاپلوس ته باید هیچ د غژیدا ورنکړی همدې بی همته کرزی افغانستان دې سرحد ته راوست چی او هر سپې او ناکس د فدرالیزم ساز غږوې د کرزی حق په دار زړول دې اوبس د بی حیثیته د قدرت لپاره داشرف غنی مخالفت هم کاو
    له کرزې نه وپوښتې چې د فهیم بینې څاپیړه دې له یاده وتلی چی په ارګ کښې درکړه او د ډمانو قرقل دې دوه متره لری ولوید

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب