یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهد ۶ زره استادانو ګوښه کیدل؛ ۴۰ خصوصي پوهنتونونه تړل کیږي

د ۶ زره استادانو ګوښه کیدل؛ ۴۰ خصوصي پوهنتونونه تړل کیږي

تاند: ( یکشنبه، د حوت ۷ ) د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو ټولنه وايي چې د طالبانو له خوا په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو د بندېز له امله د خصوصي پوهنتونونو کابو 6000 کارمندان له دندو ګوښه شوي او نیږدې ۴۰ دغه پوهنتونونه د تړل کیدو پړاو ته نیږدې شوي دي.

د دغې ټولنې مطبوعاتي کارکوونکي عبدالکریم ناصري ویلي، چې د طالبانو له لوري پر ښځینه وو د پوهنتوني زده کړو بندیز سره تر ۷۰ زرو پورې ښځینه محصلانې له زده کړو محرومې شوي دي.

نوموړی وایي: “تر اوسه پورې د 35 نه تر 40 پورې دخصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو دموسسو تصميم دا دی چې که چېرته دغه پرېکړې بېزته وانه خستل شي او تجديد نظر ونه شي او مسايل عادي نه شي نو ممکن خپل پوهنتونونه وتړي”

ناصري زياته کړه که چېرې د خصوصي پوهنتونونو او تحصيلي بنسټونو پر وړاندې ستونزې دوام وکړي، د افغانستان شل کلنې تحصیلي لاسته راوړنې به له منځه لاړې شي.

د خصوصي پوهنتونونو د ټولنې د معلوماتو له مخې، د هېواد په 24 ولايتونو کې 140 خصوصي پوهنتونونه او د لوړوزده کړو موسسې فعاليت کوي۔

دغه ټولنه وايي په دغو تعليمي ادارو کې شاوخوا 1 لک او 30 زره هلکانو او 70 زره جينکو زده کړې تر سره کولې اؤ د دې ترڅنګ په دغو تعليمي ادارو کې د علمي کدرونو په ګډون شاوخوا شل زرو تنو ته دندې په برخه شوې وې.

 دا په داسې حال کې ده، چې پرون د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په کابل کې د خصوصي پوهنتونونو په اړه غونډه جوړه کړې وه او د زده کړو د پياوړتیا ژمنې یې وکړې.

2 COMMENTS

  1. اسلامي امارت د هېوادوالو بېسواده پاتې کېدو ته کار ويلی دی. ځکه چې زده کړه زياته شي، نو بيا به د امريکا، ناټو او د پاکستان لپاره جهاد څوک وکړي؟ څوک به د دوی ګټې تضمين او تأمين کړي او دا ګټې هغه وخت تضمينيږي چې ټولنه بېسواده وي.
    ليک لوست دوی ته کفر بريښي.

  2. له کلوونو راهیسې ما خپل ځان نه سوال درلود چه په افغانستان کې دومره بې حسابه پوهنتوونوونه څه ګټه لري! او چه پر له پسې داکتر او انجیر او متخصص ویستل کېږي، څه له پاره. له شپېتو کلوونو را هيسې زه پوه شوم چه د افغانستان خلک زیات د استعدادوونو خاوندان دي. او بل سوال دا ؤ چه ولې افغانستان کې مسلکي مکتبوونه یا تربیوی ځایوونه نه جوړېږي چه سم ګلکار و نجار و تخنیکر و برقي او نور وباسي؟ ګوندې چه دا یا دومره پوهنتوونوونه د بېړنیو ګټو له پاره جوړ شوي دي چه بیا ډېر لایق خلک ترې مفت او رایګان دباندې له وطن نه خدمت وکړي! دا سوالوونه دي چه ځواب یې نه لرم!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب