یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې له ۹ زره جریبه ځمکې د کوکنارو د اړولو خبر...

ننګرهار کې له ۹ زره جریبه ځمکې د کوکنارو د اړولو خبر ورکړل شو

تاند: ( یکشنبه، د حوت ۷ )  د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکیو پر وړاندې د مبارزې معين ملا عبدالحق اخندزاده په ننګرهار کې له شاوخوا ۹ زره جریبه ځمکې څخه د کوکنارو فصل د اړولو خبر ورکړ.

نوموړي په ننګرهار کې د نیشه یي توکیو خلاف جوړې شوې غونډې ته په وینا کې د خپل عمومي مشر ملا هبت الله فرمان اورولی او له خلکو یې غوښتي، چې د نیشه یي توکیو کښت، کارو بار او استعمال نه ډډه وکړي.

نوموړي ادعا وکړه، چې په ننګرهار کې يې نهه زره جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې، چې په نازيانو، سپن غر او اچين ولسواليو کې په کمه اندازه پاتې او ډېر ژر به پاکه شي.

هغه زیاته کړه، چې ننګرهار کې يې پر نشه يي توکو روږدي څلور زره کسانو درملنه کړې او اوسمهال درې سوه کسان تر درملنې لاندې دي.

دی وايي، چې کابل ښار څخه يې شاوخوا اوه زره په نشه يي توکو روږدي کسان د درملنې په موخه راټول کړي او وايي چې په ټول هېواد کې درې ميليونه افغانان پر نشه يي توکو اخته دي، چې د يو منظم پروګرام په ترڅ کې به يې درملنه تر سره او ورته به د کاروبار زمينه برابره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب