دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهبلوچستان کې ۵ پاکستاني ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلوچستان کې ۵ پاکستاني ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند: ( یکشنبه، د حوت ۷ ) د پاکستان د بلوچستان ایالت په خضدار سیمه کې د پاکستان ۲ پولیس وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي.

د راپورونو له مخې، دغه چاودنه د پاکستان د پولیسو پر یوه موټر شوې ده.

د پېښې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

په بلوچستان کې د پاکستان د پرزولو او بلوچانو د ازادۍ لپاره له څو کلونو راهیسې وسله واله مبارزه په شدت روانه ده.

هلته او د پاکستان په یو شمېر نورو سیمو کې د داسې پېښو مسوولیت د بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ له لوري منل کیږي.

بلوڅ ازادي غوښتونکی پوځ او نورې مبارزې ډلې پاکستان یو غیر طبیعي او د انګریزانو له لوري په زوره جوړ شوی هېواد بولي.

دا مبارزې ډلې باور لري، چې پاکستان د پنجابي استعمارګرو په ولکه کې دی او د نورو قومونو او سیمو امکانات یې قبضه کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب