یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان برښناشرکت وايي، د ګاونډیو ټول پورونه یې ورکړي

د افغانستان برښناشرکت وايي، د ګاونډیو ټول پورونه یې ورکړي

تاند (سې شنبه، د دلوې ۱۷مه) د افغانستان د بریښنا شرکت اعلان وکړ چې د بریښنا له درکه یې ګاونډیو هیوادونو ته خپل ټول پورونه ورکړي دي.

 د دې شرکت ویندوی حکمت میوندي وویل، افغانستان د وارداتي برېښنا له درکه ۶۲۷ میلیون ډالره پوروړی و چې په دې پیسو کې یوه برخه د پخواني حکومت له مهاله پاته وه.

د افغانستان د برښنا شرکت ویندوی په یوه ویډیويي بیغام کې، چې نن د برښنا شرکت په ایکسپاڼه کې خپره شوې، همداراز ویلي چې دوی له دې سره سره د ټولو پورونو په پرې کولو بریالي شوي چې د افغانستان بانکونه له بندیزونو سره مخامخ دي.

میوندي دا هم ویلي چې ګاونډیو هیوادونو ته یې د وارداتي برښنا په خاطر یوه اندازه پیسې مخکې تر مخکې هم ورکړي دي چې تر دې پخوا داسی نه و شوي.

میوندي نه دي ویلي چې ګاونډیو هیوادونو ته یې څومره پیسې اډوانس یا مخکې تر مخکې ادا کړي دي.

افغانستان له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران څخه برښنتا واردوي خو تر ټولو ډېره برښنا له ازبکستان څخه اخلي.

یو شمېر افغانان شکایت لري چې ګاونډي هیوادونه عموماً د سخت ضرورت په مهال په تیره بیا په ژمي برښنا پرچاو کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب