شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد لوړو زده کړو ادارو سره د جاپان د مرستې په اړه...

د لوړو زده کړو ادارو سره د جاپان د مرستې په اړه د شېخ ندیم غوښتنه

تاند ( سې شنبه، د دلوې ۱۷ مه) د لوړو زده‌کړو وزارت لپاره د طالبانو د رژیم سرپرست شېخ ندامحمد ندیم په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومایا سره د لیدنې پر مهال له نوموړي غوښتي چې جاپان دې د افغانستان د لوړو زده کړو له ادارو سره مرسته وکړي.

ندیم زیاته کړې چې افغانستان او جاپان ښې تاریخي اړیکې لري او تاکایوشي کورومایا څخه یې غوښتي چې د تحصیلي نظام په پیاوړتیا کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

د شېخ ندیم مطبوعاتي دفتر ویلي، په دغې لیدنه کې د جاپان سفیر ویلي چې د ناڅاپي پېښو او په کړکېچنو حالتونو کې له افغانستان سره مرستې ته چمتو دي.

معلومه نه ده چې شېخ ندیم له جاپان څخه د لوړو زده کړو د ادارو لپاره د څه ډول همکاۍ غوښتنه کړې ده.

هغه مخکې تورن شوی و چې بهرنیو هېوادونو او له هغې ډلې روسیې ته یې په تحصیلي بورسونو د کامیاب شویو افغان محصلانو د ورتلو مخنیوی کړی او دلیل یې دا راوړی چې ګواکې په کفري هېوادونو کې د افغان محصلانو عقیدې خرابیږي.

د روسیې بورسونو ته د افغان محصلانو د ورتګ په مخنیوي د شېخ ندیم تورنیدل – تاند (taand.net)

د شېخ ندیم لخوا د افغانستان د لوړو زده کړو د قانون او مقررو لغوه کېدل – تاند (taand.net)

2 COMMENTS

  1. شېخ ندېم له جاپان څخه غواړی چی ېو څه د فقه اکبر ، کنزالدقاېق، مېزان الصرف او داسی نورو کتابونو په چاپ کی ورسره مرسته وکړی ځکه چی جاپان زمونږ سکه تربور دی او د ېو بل په غم او خوشالۍ کی شرېک ېو.

  2. او بل دا چې د جاپان او اسرائیلو بیرغونه هم زمونږ د ټالبي بیرغ په شان سپین دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب