یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهانور کاکړ له نرمښت وروسته یو ځل بیا پر افغانستان تورونه ولګول

انور کاکړ له نرمښت وروسته یو ځل بیا پر افغانستان تورونه ولګول

تاند ( سې شنبه، د دلوې ۱۷ مه) د پاکستان موقت صدراعظم انورالحق کاکړ چې د واک وروستۍ ورځې یې دي، له نسبي نرمښت وروسته یو ځل بیا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د پاکستان د نا امنۍ لامل وګاڼه.

هغه چې په یوه وروستۍ مرکه کې یې د افغانستان له خاورې د پاکستان د ګواښل کېدو تورونه بېرته اخیستي وو، اوس په بله مرکه کې بیا ویلي چې پاکستان له افغانستانه د امریکا او ناټو له وتو وروسته نا امنه شوی.

د ده په وینا، له سیمې د امریکا او ناټو له وتو سره سم له دوی پاتې سپکې وسلې د پاکستان د حکومت د مخالفو وسله والو ډلو لاس ته ولوېدې او دوی په افغانستان کې د طالبانو واکمنیدو د خپلو وسله والو فعالیتونو پراختیا ته زړور شول.

هغه له زیاتو جزییاتو پرته وویل، چې افغانستان او پاکستان مشخصو او تعریف شویو اړیکو ته اړتیا لري او دا اړیکې باید د دواړو هېوادونو ګټې تامین کړي.

ده ونه ویل، چې په مشخص ډول پاکستان په افغانستان کې خپلې نورې کومې ګټې تامینول غواړي؟

د انور کاکړ ګڼې ادعاوې چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته یې کړې وې، وخت پر وخت د طالبانو د رژیم د ویاندویانو لخوا رد شوي.

طالب ویاندویانو د هغه تازه تورونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب