یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد دوحې غونډې په اړه د ملا متقي او روسي سفیر لیدنه

د دوحې غونډې په اړه د ملا متقي او روسي سفیر لیدنه

تاند ( پنجشنبه، د دلوې ۲۶مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي او په کابل کې د روسیې سفیر پرون د افغانستان په اړه د دوحې د راتلونکې اوونۍ د غونډې په اړه سره لیدلي.

د طالبانو وزیر په دې لیدنه کې ویلي، چې په دغه غونډه کې د خپل پلاوي د ګډون شرایط یې د غونډې له کوربه( ملګرو ملتونو) سره شریک کړي.

هغه هیله ښودلې، چې په دې غونډه کې په لوړه کچه د مانا داره خبرو زمینه برابره شي.

د طالبانو په اعلامیه کې د متقي د دغو څرګندونو مفصل جزییات نه دي خپاره شوي.

نورې خبري سرچینې خبر ورکوي، چې طالبان په دوحې غونډه کې د افغانستان د قضیې د یوه لوري پرځای د افغانستان د واحد استازو په توګه پر خپل ګډون او دغه راز د دوی د په رسمیت پېژندلو په اړه پر خبرو ټینګار لري.

سربېره پر دې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د څانګړي استازي نه ټاکل هم د دوی له شرایطو ګڼل شوي.

د ملا متقي یوه سلاکار ذاکر جلالي بیا ویلي، چې ملګرو ملتونو سره په دوحې غونډه کې د دوی د ګډون په تړاو خبرې روانې دي.

معلومه نه ده، چې روسي سفیر په دې ناسته کې طالب وزیر ته څه ویلي او په دې اړه د دوی غوښتنې له یو بله څه وې؟

مخکې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي وو، چې په دغه غونډه کې به د خپل هېواد له اړخه دی ګډون کوي او هڅه به کوي چې د غونډې مسیر د افغانستان په ګټه سوق شي.

له دې سره، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې په دوحې غونډه کې د افغانستان لپاره د دوی دوه ځانګړي استازي ګډون کوي او دوی د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو پلوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب