شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد افغانستان په اړه قرغیزستان کې ناسته؛ څه پکې وویل شول؟

د افغانستان په اړه قرغیزستان کې ناسته؛ څه پکې وویل شول؟

تاند ( پنجشنبه، د دلوې ۲۶مه) د قرغیزستان پلازمېنه بیشکک پرون د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا، اروپایي ټولنې او ملګرو ملتونو د استازو د یوې غونډې کوربنه وه.

دا غونډه کابل ته د اروپایي ټولنې د ځانګړي استازي توماس نیکلاسون له سفر وروسته د یوې ورځې لپاره جوړه شوې وه.

د اروپایي ټولنې په یوه اعلامیه کې راغلي، چې په دغه غونده کې په دې اړه بحثونه او د نظرونو تبادله شوې چې افغانستان کې څنګه سوله او ثبات تامینیږي؟

سرچینې په دې تړاو د غونډې د ګډونوالو د نظرونو لنډیز او عمده ټکي نه دي بیان کړي، خو زیاته کړې یې ده چې ټولو خواوو دغه هدف ته پر رسېدو او خپلو همکاریو ټینګار کړی.

یاده غونډه په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د راتلونکې اوونۍ د غونډې په درشل کې جوړه شوې ده.

مخکې ویل شوي وو، چې په دې غونډه کې به له نشه یي توکیو سره د مبارزې او د تروریستي فعالیتونو د خطرونو کمولو په اړه هم خبرې وشي.

طالبانو د دغې غونډې په اړه څه نه دی ویلي.

له دې غونډې څخه مخکې د اروپایي ټولنې استازي د غونډې په تړاو کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر سره خبرې کړې وې.

مخکې طالب چارواکو ټینګار کړی، چې د دوی له ګډون پرته د افغانستان په اړه غونډې او بحثونه بې پایلې دي.

2 COMMENTS

  1. ددغه ډول راپورنو هدف هيڅ مشخص نه وي، هسي زموږ وخت را ضايع کړي
    غونډه وشوه ټکي يې نا څرګند دي، د دوحه په غونډه کې طالبان دوه شرطه لري خو شرطونه يې مالوم نه دي، او او ….

  2. اروپایان ما ډېر ښه پېژني، زما له خولې ورته ووایاست چه دا تاسې د خنزیرو بچي یاست چه تروریزم او تعصب مو مینځ ته راؤست، تاسې زما د زېږېدو ځای نني افغانستان ته له ۳۲۰۰ کاله راهیسې سترګې نیولي دي، زه تاسې قاتلا او بې ناموسان ښه پېژنم! د ګنشر آلماني معاون سره ۱۹۸۸ کال کې چه فقید مدیر غمی هم راسره ؤ ، ؤمې ویل چه په غلط لار روان یاست، تاسې غربیان شرم نه لرئ! له ۱۱۷۷ کاله پخوا له میلاد مسیح نه تر نن په جهان کې اور بل کړئ!
    https://www.tagesanzeiger.ch/wie-der-westen-den-islamismus-vorantrieb-219516967749

    1177 B.C.: The Year Civilization Collapsed is a 2014 non-fiction book about the Late Bronze Age collapse by American archaeologist Eric H. Cline. It was published by Princeton University Press. An updated edition was published in 2021.

    Description
    The book focuses on Cline’s hypothesis for the Late Bronze Age collapse of civilization, a transition period that affected the Egyptians, Hittites, Canaanites, Cypriots, Minoans, Mycenaeans, Assyrians and Babylonians; varied heterogeneous cultures populating eight powerful and flourishing states intermingling via trade, commerce, exchange and “cultural piggybacking,” despite “all the difficulties of travel and time.”[1] He presents evidence to support a “perfect storm” of “multiple interconnected failures,” meaning that more than one natural and man-made cataclysm caused the disintegration and demise of an ancient civilization that incorporated “empires and globalized peoples.”[1][2] This ended the Bronze Age, and ended the Mycenaean, Minoan, Trojan, Hittite, and Babylonian cultures.[2]

    Before this book, the leading hypothesis during previous decades attributed the civilizations’ collapse mostly to Sea Peoples of unknown origin.[1][2][3][4]

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب