شنبه, مې 4, 2024
Home+د هوا ککړتیا د ګلانو وږم له منځه وړي

د هوا ککړتیا د ګلانو وږم له منځه وړي

تاند – نوې څېړنې ښيي چې په هوا کې د فوسیلي موادو موجود کیمیايي مواد د ګلانو او بوټو د ګردې د خپریدو عملیه او القاح له خنډ سره مخامخوي او حتي د ګلانو وږم یا بوی بدلوي.

د نیویارک پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، متخصصان وايي، سره بېره پر دې چې له دې کبله انسانان د ګلانو له ښه بویه بې برخې کیږي، پر حشرو ډېر منفي اغېز شیندي په تېره بیا پر هغو حشرو چې د شپې مهالې ګلان د بوۍ له مخې پېژني او پرې کښېني.

د دې څېړنې برخوال جیف رېفل وايي:«د انسانانو د فعالیتونو له کبله ککړتیا، د مهمو عطرونو یا بویونو کیمیايي ترکیب بدلوي او دا تغییر تر دې حده دی چې ګرده شیندونکې حشرې نور د ګل بوی تشخیصولی نه شي.»

ریفل او د واشنګټن پوهنتون نور څېړونکي، چې د خپلې څېړنې پایلې یې په ساینس (Science) مجله کې خپرې کړي، موندلې چې په دې پدیدیده کې د NO3 په نوم نایترېټ راډیکالونه رول لري او دا له سکرو، ګاز، برېښناکوټونو او نورو انرژیو او طبیعي منابعو سرچینه اخلي.

ریفل زیاته کړه:«کله چې یو ګلاب ګل بویوئ، په حقیقت کې له بیلابیلو کیمیايي موادو جوړ شوی ګل حس کوئ.»

د ریفل په وینا NO3 تر ډېره د ګل غلظت کموي. اوس دا اندېښنه شته چې د بوراګانو په شان ګرده شیندونکي د ایکوسیستم په برخه کې خپله دنده ترسره نه شي کړای.

ریفل یادونه وکړه چې په ۲۴۰ زره ثبت شویو ګل لرونکو بوټو کې نژدې اویا سلنه د حشرو مداخلې ته اړتیا لري او ۷۰ ډوله ګلان د ګردې د نه خپرېدو او نه القاح کېدو له کبله له خطر سره مخامخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب