یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبشعرکوچيانۍ لنډۍ| جنرال دولت وزیري

کوچيانۍ لنډۍ| جنرال دولت وزیري

پښتو ادب

کوچیانۍ لنډۍ

ما د کوچي له عمره ځار کړي

د سبايی اور يې بلیږي دوی ترې ځينه

خالي به پاتې شي ننګرهاره

کوچیان کډې باروي ايلبند ته ځینه

اوښانو بیا غاړې کږي کړي

چې پرې سپریږي سپینې خولې ژيړ پیزوانونه

مورې کوچیانو کې مې ور کړه

کنډک کنډک مستې به خورم غټه به شمه

مورې کوچیانو ته مې ور کړه

چې تور پيکی مې د ايلبند شمال وهینه

یار می کوچی دی کوچ يې وکړ

خواره دې زه شم چې په کوچي مینیدمه

یار مې د شنو دښتو کوچی دی

ماته به راوړي سپینې ژاولې زیړ ګلونه

د بیلتانه ظالم له لاسه

کوچی اشنا مې په ژیړي مازدیګر ځینه

کاروانه کم کوه مزلونه

یار مې کوچی دی سهار خوب يې زنګوینه

موږ زري پڼي مې را کړه

کوچي اشنا ته ستړې مشې ته ورځمه

1 COMMENT

  1. پر یوه لنډۍ لنډکۍ تبصره:

    (( ما د کوچي له عمره ځار کړي

    د سبايی اور يې بلیږي دوی ترې ځينه ))

    پورتنۍ لنډۍ د ځایي او ښار میشتو پښتنو تر منځ زیاته خوله په خوله کیږي. پشتو ژبي او پاړسیوان هرمندان یې هم د خپلو سندرو په کمپوزونو کې ور ګډوي، پیسې هم ور باندي ګټي. ماته د کوچي د ژوند په باب تجاهل ښکاري. خوار او په ژوند پوري پکو در په در خاوري په سر کوچيان ورته خوشحاله وي!

    په ګردو ښاریانو او ځایوالو کې هیڅ د بسیا ژوند وګړی، لوړ رتبه مامور او د سرمايي خاوند افغان د یوې ورځي لپاره هم ودې ته نه حاضریږي چې د کوچیانو د ژوند کړاو و زغمي او ورته ټینګ شي.
    په اوسني افغانستان کې د کوچیانو و بېوزله او له غربته ډک ژوند ته په کتو پورتنۍ لنډۍ د لاندي متل سره په سمون کې اټکل کیدای شي:

    پر پک چې ریشخند وهي نو ورته وایه څنېوره

    نو «کوچي» نه تنها چې په اوسني افغانستان کې ژوند نه لري، څړ ځای نه لري، مسجد و مکتب نه لري، کلینیک نه لري حتی هدیره هم نه لری. په اصطلاح د « پښتانه په حاکمیت
    کې » په شېله کې پیدا کیږي او په شېله کې ساه ورکوي.

    نه یې څوک په ډوَل ژوند غواړي او نه یې هم تر عمر ځاریږي.
    دا لنډۍ د اوسنۍ زماني په غیږ کې پردۍ ده،واقعي نه ده او د کوچي د ژوند سره سمون نه لري

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب