دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهحکمتیار ویلي پاکستان یې دویم کور دی

حکمتیار ویلي پاکستان یې دویم کور دی

تاند(دوشنبه، د میزان ۲۸) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د حزب اسلامي ګوند له مشر ګلبدین حکمتیار سره په اسلام اباد کې لیدلي دي.

راپورنه وایي چې قریشي په دې لیدنه کې حکمتیار ته د سولې پروسې د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی دی او زیاته کړې یې ده، خوښ دی چې په دې برخه کې د دوی هڅې په نړیواله کچه ستایل کېږي.

قریشي ویلي، عمران خان په وار وار د افغان کشالې حل خبرې اترې بللې دي او دوی په دې برخه کې ورترغاړې مسوولیت ادا کړی دی.

هغه څرګنده کړې، د سیمې سوله او ثبات په افغانستان کې له تلپاتې سولې سره مستقیم تړاو لري او افغانانو ته یو بېساري فرصت په لاس ورغلی دی څو خپل جنګ ځپلی هېواد سولې ته ورسوي.

په ورته وخت کې حکمتیار پاکستان د افغانانو دویم کور بللی او د سولې برخه کې یې د پاکستان پر لا ډېرو همکاریو ټینګار کړی دی.

7 COMMENTS

  1. جوړ تازه.
    ګلبدین درواغ وایی ،لومړنی کور یی پاکستان دی،پنجاب ته یی دومره خدمت کړی چه د ده خدمت ته پنجابیان حیران دی،

  2. د ګلبدین د ټول عمر او له شرمه ډک ژوند ډېره برخه په پنجاب کې تېره شوېده . چېرته چې یو انسان د خپل عمر ډېره برخه تېره کړي له هغه سره مینه پیداکوي او غواړي ټول عمر ورته وفاداره پاته شي . بنا مونږ ویلی شو چې ګلبدین زیات پنجابی دی ، نسبت دې ته چې ځان افغان وبولي . که پنجاب د افغانستان دوښمن وي نو د افغانستان ملت او خاورې ته د تاریخ دا له شرمه ډک ګوډی به تر ټولو ډېر دښمن وي . د افغانستان ټول ويښ ملت ستاسو پدې شرمېدلي نوم شرمیږي .

    • دا دی CIA جاسوس او دی isi سپی بیا راژوندی شو پاکستان یۍ دوهم کور نه بلکه دی پیدایش څایی دی پلاری قریشی کوشش کوی چی دی داعش سر پرست یۍ و ټاکی

  3. جهنمي ضیالحق ګل بېدین حمیدګلیار ته زوی ویلی وو او حمیدګل ویلي وو چې ؛ څومره چې زه پاکستانی یم هغومره هم حکمتیار (او هم جلال الدین حقاني) پاکستانیان دي. ښه نو څنګه به یې لومړی کور پنجابستان نه وي. خپه کېږئ مه، د جهاد او د جبهې د وخت ټولې پېسې یې ځانته ووهلې او په میلیونو ډالره یې په دوبی کې د خپل خوریې (چې حاجي عبیدالله نومېږي) په شرکت کې پانګونه کړېده. لعنت دې وي په دغه غله چې د رزهاوو شهیدانو او یتیمانو حق یې غلا کړی دی.

  4. په جهاد کي به يي ډزي له خولي او دوړي شاته وتي خو اوس اوس يي دوړي له خولي او ډزي شاته وځي ۳ ٪ رايي افغانانو ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب