یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهصدیق صدیقي: طالبانو ته د افغانانو اراده او تصمیم هېڅ ارزښت نه...

صدیق صدیقي: طالبانو ته د افغانانو اراده او تصمیم هېڅ ارزښت نه لري

تاند (دوشنبه د میزان ۲۸) د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د طالبانو له لوري د هلمند او غور ولایتونو بریدونو ته په اشارې سره وايي، چې دغه ډله د افغان دولت او ملت له نیک او صادقانه نیت څخه ناوړه ګټه پورته کوي.

ښاغلي صدیقي نن دوشنبه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې طالبانو ته د افغانانو اراده او تصمیم هېڅ ارزښت نه لري او په ټول زور سره یې جګړې ته دوام ورکړی دی.

د هغه په خبره چې ددې ډلې له لوري روانه انسان وژنه او د جګړې شدت به د سولې لپاره د حکومت پر هڅو هېڅ اغیز ونه کړي.

نوموړي زیاته کړې دولت او افغان ولس د یادې ډلې د شپږ زره او سل خطرناکو زندانیانو له خوشې کېدو سره موافقه وکړه تر څو طالبان له جګړې لاس واخلي.

هغه دغه راز ویلي چې د افغانستان حکومت او افغانانو ددې کار په ترسره کولو سره غوښتل چې د خبرو له لارې په هېواد کې تلپاتې او با عزته سوله تضمین کړي خو په وینا یې طالبان برعکس هره ورځ خپل خلک وژني او جګړې ته یې نور هم شدت ورکړی دی.

د طالبانو وروستیو بریدونو د نړیوالو غبرګونونه هم راپارولي او دا ډله ‌یې د دوی او امریکا ترمنځ له هوکړې څخه په سرغړونه تورنه کړې ده.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، که طالبان په دې باور وي چې د تاوتریخوالي په زیاتولو سره به د مذاکراتو په مېز کې امتیاز تر لاسه کړي، ډېر ګواښوونکی کار دی او دا ډول کړنې کولی شي د سولې پروسه زیامنه کړي.

دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې هره ورځ د افغانستان له څو ولایتونو څخه د جګړې راپورونه خپرېږي، چې د ملکي کسانو او امنیتي سرتېرو سربېره پکې طالب جنګیالیو ته هم درنه مرګژوبله اوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب