جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهمتقي: دوحې ناستې خاصه پایله نه لرله

متقي: دوحې ناستې خاصه پایله نه لرله

تاند (جمعه، د حوت ۴ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د یوناما له مشرې روزا اتنبایوا سره په لیدنه کې ویلي، چې د افغانستان په اړه په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب ترسره شوې غونډې کومه خاصه پایله نه لرله.

متقي دا هم ویلي، هیله لرو چي له افغانستان سره د تعامل په اړه ناسې ښې پایلې ولري.

د متقي دفتر وایي، دغه راز دې لیدنه کې د یوناما مشرې ویلي، که ګډونوال هېوادونه سلا شي، دوحه کې به لا زیاتې ناستې ترسره شي.

سرچینه زیاتوي، د دې ناستو موخه به دا وي څو د ملګرو ملتونو او په افغانستان کې د واکمن رژیم ترمنځ ښه تفاهم رامنځ ته کړي ،

د یوناما مشرې زیاته کړې، چې د راتلونکو ناستو په تړاو به د طالبانو له اسلامي امارت سره پراخې سلامشورې کېږي.

 طالبانو د دوحې په غونډه کې د دوی د شرایطو د نه منل کېدو په غبرګون کې ګډون ونه کړ، چې د ځینو په باور تاوان یې وکړ، خو طالب چارواکي او پلویان یې دا پرېکړه ستایي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب