تاند (جمعه، د حوت ۴ مه) د افغانستان یو شمالي ولایت کندوز نن سهار نسبتاً خفیفې زلزلې لړزولی.
د امریکا د جیولوجیکي سروې ادارې ویلي، چې د دې زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۴ اعشاریه ۶ وه.
په دغو معلوماتو کې ویل شوي، چې د دې لزلې مرکز د کندوز جنوبي برخې وې.
تر اوسه په دې زلزله کې د اوښتې مرګ ژوبلې په باب څه نه دي ویل شوي.
افغانستان له شاوخوا یو کال راهیسې په تدریجي ډول د بېلابېلو زلزلو شاهد و، چې تر ټولو مرګونې یې په پکتیکا او هرات کې وې او زرګونه تنو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.