شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد «افغان-ټرانس» پروژې په اړه د پوتین او ازبک ولسمشر خبرې

د «افغان-ټرانس» پروژې په اړه د پوتین او ازبک ولسمشر خبرې

تاند (جمعه، د حوت ۴ مه) د «افغان-ټرانس» د اوسپنې پټلۍ پروژه، چې د افغانستان له لارې د منځنۍ او جنوبي اسیا د نښلولو مهمه پروژه ګڼل کیږي، د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف یې په اړه  د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره خبرې کړي دي.

معلومه نه ده، چې په دې لیدنه کې د بحث مهمې خبرې څه وې او د روسیې ولسمشر په دې اړه څه ویلي.

څارونکي باور لري، چې ازبکستان او د منځنۍ اسیا نور هېوادونه د روسیې په اشاره د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره ژورې اړیکې لري او په ډېر ګومان هغه له داسې پروژو ملاتړ کوي.

تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ویلي وو، چې ازبکستان، افغانستان او پاکستان پرېکړه کړې، څو له ترمز څخه تر پېښوره پورې د دې پټلۍ عملي کار ډېر ژر پیل کړي.

تمه کېږي دغه پټلۍ د ازبکستان ترمز ښار د مزارشریف، پلخمري، کابل او جلال اباد له لارې له پېښور سره ونښلوي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې ویلي، چې د وسپنې پټلۍ دغه پروژه منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ته د افغانستان صادرات زیاتوي.

 څارونکي باور لري، چې له منځنۍ اسیا سره د افغانستان د اقتصادي اړیکو د پراختیا هڅې پر پاکستان او ایران د افغانستان اقتصادي تکیه کمولی او ډېره ګټه ورته رسولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب