یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهویسټ: افغانستان کې د ډله ییزو ګټو په اړه پياوړې اجماع موجوده...

ویسټ: افغانستان کې د ډله ییزو ګټو په اړه پياوړې اجماع موجوده ده

تاند (جمعه، د حوت ۴ مه) د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ وایي، چې په افغانستان کې د ډله ییزو ګټو په اړه پیاوړې اجماع موجوده ده

هغه د افغانستان په اړه په دوحه کې د ملګرو ملتونو له دویمې ناستې څو ورځې وروسته په لومړنیو څرګندونو کې ویلي، چې هیڅ هېواد په افغانستان کې د ترهګرو بیا ظهور نه غواړي، خو ټول غواړي چې افغان نجونې او ښځې کار، زده کړو او عمومي فضا کې د ګډون اجازه بېرته ترلاسه کړي.

هغه د دوحې غونډې په اړه لیکلي، چې پکې د افغانستان د اقتصادي او اساسي اړتیاوو؛ له هغې ډلې بشري حقونو ته د درناوي او د طالبانو په ګدون افغانانو سره د تعامل پر دوام او اړتیا بحثونه شوي.

 مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي وو، چې طالبان د افغانستان یوازیني استازي نه دي او دوی د ټولو خواوو په ګډون د افغانستان بنسټونه غواړي او دغو هدفونو ته د رسېدو لپاره کار کوي.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد د هغه څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی و.

1 COMMENT

  1. د یرغلګرو فکر په ککرۍ کې نه بلکې په سومبۍ کې ده. دوۍ نه سي دوه کاله یې له طالبانو سره د یارانې تار اچولئ وه ؟ اوس سي هر څومره وغاپي طالبان ددوۍ په خوله نصوار هم نه اچوي.نه یوازي طالبان بلکې ډیر زر به ددوۍ کډې له منځني ختیځه او اسیا نه بار سي. بس کاروان روان دی سپي غپیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب