سه شنبه, مې 7, 2024
Home+امو سیند | متقاعد جنرال دولت وزیري

امو سیند | متقاعد جنرال دولت وزیري

د امو سيند د تاریخ په اوږدو کې زموږ د ګران هیواد افغانستان د شمالي او د ګاونډ سيمو په سمسورولو کې ستر رول لوبولی دی. د امو سیند یونانیانو د اوکس او عربانو د جیحون په نامه یاد کړی دی.

د امو سيـــــند د پامير د «۴۱۲۵» مترو لوړي سطــــــحي څخه چي زکول نومیږي سرچينه اخلـــــي او د ۲۵۰۰ کیلومترو سفر څخه وروسته د ارال بحيري ته تویږي.

په تیره کې د امو سیند د خزر بحیري ته تویده، وروسته يې لاره بدله کړه او د ارال بحیري ته یې سر ورسیده.
د امو سیند د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان هیوادونو او افغانستان تر منځ ۱۱۲۶» کيلو متره سياسي پوله جوړوي.

د امو سيند اوبه د ښي او کیڼ خوا سیندونو څخه اکمالیږي. «۳۰» سلنه اوبه يې د کيڼي خوا سيندونو څخه چې د واخان، کوکچي او کندز سیندونه دي، په افغانستان پوري اړه لري تکمیلیږي. د افغانستان ځینې سیندونه لکه خلم، بلخ اب، اندخوی او قیصار سیندونه مخکې له دې چې امو سیند ته ورسیږي په ریګونو کې ورکیږي.
د امو د سيند د ښي خوا مرستيال سيندونه د مرکزي اسيـــــا هيوادونو سیندونه دي، د کونډ، چک، قزل سو، وخش، کافرنهان او سرخان په نامه یادیږي.

په مخکې وختونو کې چې وچکالي نه وه د امو سيند د اوبو اندازه د «کرکي» په سيمه کي په یوه ثانيه کي «۲۰۵۰» متره مکعب او کله چي د ارال سمندرگي ته تویده، د اوبو اندازه يې «۱۴۴۰» متره مکعب وه. نوري اوبه يې د کرني لپاره لګیدلي. خو اوس د وچکالۍ او د کانالونو له امله د اوبو اندازه يې ډیره کمه شوي ده، اوس يې ډیرې کمې اوبه تر ارال پورې رسیږي.

څرنګه چې د امو سيند د افغانستان او مرکزي اسيا هيوادونو ترمنځ سياسي پوله جوړوي، نو د نړیوال سيند په نامه پیژندل کیږي او د اوبو څخه يې د ټاکلو شرايطو له مخې ذکر شوي هیوادونه لازمه گټه پورته کولای شي.
له بده مرغه د تاریخ په اوږدو کې افغانستان د امو سیند د اوبو څخه په سمه توګه گټه نه ده اخیستي، یواځې په ډیره کمه توګه د امو د سيند د مرستيالو « کندز او کوکچي» سیندونو څخه څه نا څه ګټه پورته شوې ده.

د کندز د سيند څخه د بريښنا په توليد او د پلخمري د نساجۍ په فابريکه کي ور څخه ګټه پورته شوې ده. سر بیره پر دې د امو سيند د پاسه مهم تجارتي بندرونه هم جوړشوي دي چي د شيرخان او حیرتان بندرونو په نامه ياديږي.
د امو د سیند څخه زموږ د نورو سیندونو په څیر ګاونډیانو د تاریخ په اوږدو کې په ځانګړې توګه په وروستۍ نیمه پیړۍ کې د جګړو له امله ناوړه ګټه پورته کړې ده. د امو سیند د سیلابونو او ازبکستان هیواد د کشتیو د فشار له امله د بلخ ولایت د کلدار ولسوالۍ او د تخار ولايت د درقد ولسوالۍ ډیرې کرهڼیزې ځمکې له منځه تللې دي.
له نیکه مرغه د اسلامي امارت په راتګ سره د امو سیند د اوبو څخه د قوشتیپې کانال په جوړولو سره به په لومړې ځل ګټه پورته شي.

د قوشتیپې کانال چې د بلخ ولایت د کلدار ولسوالۍ څه پیل او د ۲۸۶ کیلو مترو په اوږدوالي، د ۱۰۲ مترو په عرض او د اته نیم مترو په ژوروالي سره د جوزجان ولایت څخه په تیریدو د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ سره پای ته رسیږي. د قوشتیپې کال د افغانستان د ډیرو لویو او مهمو پروژو څخه ګڼل کیږي چې له امله به يې د هیواد په کرهڼه کې ژور بدلون راشي او تر ډیره به افغانستان د کرهڼيزو توکو له پلوه په ځان بسیا شي. کانال به ۵۵۰ زره هکتاره ځمکه خړوبه او په یوه ثانیه کې به ۶۵۰ متره مکعب اوبه لیږدوي.

کانال یوه پنځه کلنه پروژه ده چې په درې فازونو کې د کورنیو انجینرانو لخوا او د خپلې بودجې څخه به بشپړ شي. لومړې فاز يې چې ۸۵ کیلو متره دی بشپړ شوی دی.

د افغانستان دښمنان د قوشتیپې د کانال په هکله ناوړه ژبه خوروي او غواړي د دې لارې د دې ګټورې پروژې په مخکې خنډونه و زیږوي. ځینې وايې چې هلته به د وزیرستان خلک ځای پر ځای شي، ځینې بیا د ازبکستان د خوښۍ لپاره دا د افغانستان په ګټه نه بولي او وايې له دې سره به په شمال کې د پښتنو شمیر ډیر شي. ازبکستان خو بیا ټولې اوبه د ایران په څیر د خپل پلار حق ګڼي او د تیر په څیر غواړي چې میم زر ما ټول زما شي.

خو اوس د ښه بخته د قوشتیپې کانال به جوړیږي. وايې: زمستان تیر میشه خو روی سیاه به ذوغال ميماند. که د خدای ج ر۱ضا وه کانال به جوړیږي خو د دښمن مخ به تور وي.

1 COMMENT

  1. سلامونه
    جنرال صیب مڼنه چې دلمړي ځل لپاره د آمو سیند په اړه نسبتاََ مفصل معلومات لولو.
    یو خو دې دګاوڼدیانو سترګې او خولې د اوبو په ځای په خاورو ډکې شي.څه موده مخکې د پوکسټاین هغه ږیرور سفارتی کوم ط چارواکی ته له قوشتېپې کانال څخه ناراحتي ښودلې وه! چرته لندن چېرته چترال؟؟
    ..دا ښه شو الحمدلله چې دوهم فاز ې هم پخیر پیل شو ؛حفظه اله!
    ..او دهغه خلم،بلخاب،قیصار اواندخوی سیندونه چې تاسو یا دکړي ولې په شګو کې ورکیږي؟؟؟ ؛ دا (چای ناخورده جنګ نمیشه ! والا) هیوادوالان به د چای اوبه له کومه کوي،؟؟؟؟ د برق بندونه به ې پې جوړ کړي وای چې اوس د …قرضداره تښتیدلي مارشالان؛ بینوره بخچشونکی!!، او ډیزلی ټرن جټ پیسی پر ملت نه وای پاتی…
    فاعتبروا یا اولوالابصار

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب