چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهستانکزی: مخالفان دې نه انګېري چې موږ د جګړې وس نه لرو

ستانکزی: مخالفان دې نه انګېري چې موږ د جګړې وس نه لرو

تاند (جمعه، د حوت ۴ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزی، د دوی د رژیم مخالفانو ته په خطاب کې وایي چې رژیم یې ځواکمن ځواکونه لري او دا ګومان دې نه پرې کیږي، چې د جګړې وس نه لري.

نوموړي یوې غونډې ته د خبرو پر وخت ویلي:  « موږ ټولو دښمنانو که کورني وي او که بهرني وي، وایو چې داسې فکر او تېروتنه ونه کړي چې په افغانستان کې څلویښت کاله او یا پنځوس کاله جګړه وه او دوی ستړي شوي دي. اسلامي امارت ډېر پیاوړي ځواکونه لري.»

له دې سره، ستانکزی چې د طالب چارواکو په لیکه کې یو اصلاح غوښتونکی مقام ګڼل کیږي، خپلو هم لیکه کسانو ته په سیاسي برخه کې د بریالیتوب غږ کوي او وایي چې که دوی سیاسي بری خپل کړي، رژیم به یې ورسره دوام پیدا کړي

ستانکزي په واضح ډول نه دي ویلي، چې طالب چارواکي په سیاسي برخه کې ماتې سره مخ دي، خو هغه تر دې مخکې د نجونو د زده کړو په ګډون په ځینو مسایلو کې د دوی د رژیم کړنې نقد کړې دي.

د ستانکزي له څرګندونو ښکارېدل، چې د طالب ځواکونو لخوا خلکو سره د ناوړه چلند ادعاوې په ضمني ډول تاییدوي او ورته خواشینی دی.

هغه زیاتوي، هېڅ امنیتي سرتېری حق نه لري چې، د محکمې له حکم پرته څوک ووهي او یا یې هم بندي کړي او پر مسوولینو یې غږ وکړ څو له خلکو سره مناسب چلند وکړي.

نورو طالب چارواکو د ستانکزي څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي بیا په خپلو خبرو کې تل د سیاسي بریالیتوب ادعاوې کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالب چارواکي د ملګرو ملتونو په کوربه توب په دوحه کې د افغانستان په اړه مهمه غونډه کې د خپل ګډون په اړه دغه نړیوال سازمان سره هوکړې ته په نه رسېدو له دې امله نیوکو سره مخ شوي.

پر دې سربېره، د یادې غونډې بلل د طالبانو منتقدان د طالب چارواکو ناکامي او نړیوالو او افغانانو سره په کړو ژمنو کې پاتې راتلل بولي.

د دوی په وینا، که طالبان د یوه قانونمند، مسوول او متخصص حکومت په جوړولو بریالي شوي وای، هم به افغانان ترې راضي وای او هم به یې د ملي مشروعیت په لرلو سره نړیوال مشروعیت په اسانۍ پیدا کولای شو.

4 COMMENTS

  1. لطفا د مشرانو داسې عکسونه مه خپروي چې توهین یې ترې ښکاري. مشران په مجموع کې هر هغه څوک چې د افغان ولس واک یې په لاس کې وي، دا مهمه نه ده چې واک یې په کوم ډول ترلاسه کړی وي، لاکن څوک چې د مشر په نامه یادېږي دهغوی توهین نه دی په کار. مثلا ما هېڅکله په تاند کې د مسعود، رباني، سیاف، عطا، عبدالله،‌ غنی، کرزی… داسې عکس نه دی لیدلی چې غاښونه یې داسې راوتلي وي یا یې بل ډول سپکوونکی عکس خپور شوی وي. مننه

    • دا عکس په هیڅ صورت د ښاغلي ستانکزي توهین نه دی او نه دا عکس بدرنګه دی. موږ د چا د توهین په هدف عکس نه خپروو او که کوم عکس داسي وي، ورڅخه صرفنظر کوو.مطمینه اوسئ
      تاند

  2. GREAT STANEKZAI SAHIB YOU ARE A TOP LEADER/YOU ARE MAN OF POLITIC AND FIGHT,
    YOU ALWAYS TELLING POSITIVE,YOU HAVE PLACE IN THE HEART OF AFGHANS,
    I &WE WANT LONG/LONG HAPPY HEALTHY LIFE FOR YOU.
    THANK YOU

  3. دا هیچا ندي ویلي چې تاسې د جګړې توان تلرئ، تاسو خو د وژلو مهارت لرئ او ټولو افغانانو ته دا ثابته ده. نړۍ مننه له تاسو چې کوم خلک مو وژلي د هغوی کورنیو ته مو عفوه هم کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب