Homeخبرونهافغانستان سره د بل ګیټس بنسټ ۱۵ میلیونه ډالره مرسته

افغانستان سره د بل ګیټس بنسټ ۱۵ میلیونه ډالره مرسته

تاند ( ۲ شنبه، د ثور ۱۷ مه )  بل ګټس بنسټ د افغانستان د بنسټیزو روغتیايي چارو لپاره ۱۵ میلیونه ډالره مرسته ځانګړې کړې ده. 

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا یادونه د روغتیا د نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې د سیمې مشرې ډاکترې حنان حسن بلخي پرون د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په لیدنه کې کړې ده.. 

ډاکترې حنان همداراز افغانستان او پاکستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د له منځه وړلو لپاره د هغو ۵۰۰ میلیونو ډالرو یادونه کړې چې ګټس بنسټ او ځینې نور تمویلونکي یې د روغتیا نړیوال سازمان او د ماشومانو وجهي صندوق یونیسف ته ورکوي. 

د متقي په حواله په دې بیان کې راغلي چې دوی له دې مرستو منندوی دي خو د روغتیا له نړیوال سازمان غواړي چې د طالبانو استازی په دغه سازمان کې ومني. 

 د طالبانو اعلامیې نه دي روښانه کړي، چې د بنسټیزو روغتیایي چارو لپاره دا مرسته به په مشخصه توګه په کومو سیموکې پر کومو روغتیایي چارو ولګول شي.

افغانستان په وروستیو کې د نورو سختو ننګونو تر څنګ د روغتیایي خدمتونو د کمښت او ناروغیو د زیاتوالي له بحران سره هم مخ دی، خو طالب چارواکي د دغو خدمتونو د ښه والي ادعا لري.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...