جمعه, فبروري 6, 2026
Home+په اروپا کې چیري کسه بُر ډ‌ېر دي؟

په اروپا کې چیري کسه بُر ډ‌ېر دي؟

تاند- په یوه تازه څېړنه کې، چې په اروپا کې شوې، تر ټولو ډېر کسه بر په هغو ښارونو کې دي چې سیلانیان ډېر ورځي.

دا څېړنه، چې د بریتانیا د (کوټ زون) بیمې شرکت له لوري شوې، په اروپا کې پنځه ښارونه، چې ډېر سیلانیان ورځي، یاد شوي دي.

په دې څېړنه کې، ایټالیا د کسه برو جنت بلل شوی او په ځانګړي ډول د دغه هیواد هغه ښارونه او مېنې د کسه برو د فعالیت مرکزونه بلل شوي چې بهرني ګرځندویان یې د لیدو لېواله دي.

له ایټالیا وروسته په فرانسې او هسپانیا کې کسه بري ډېره ده.

د کوټ زون بیمې شرکت، سیلانیانو ته سپارښتنه کړې چې د سیاحتي ځایونو د لیدو په مهال خپلو جیبونو او بکسونو ته زیات پام وکړي.

سږ کال به پاریس، چې هسي هم ډېر سیلانیان ورځي، د لا ډېرو ګرځندویانو کوربه وي ځکه چې د ۲۰۲۴ المپیک لوبې پکې کېږي. له همدې امله المپیک به د نورو د جیبونو د تشولو او د خپلو د ډکولو لپاره کسه برو ته ښه فرصت وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...