جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد مولوي کبیر دفتر: روسیې د تاتارستان یوې نړیوالې ناستې ته وبللو

د مولوي کبیر دفتر: روسیې د تاتارستان یوې نړیوالې ناستې ته وبللو

تاند ( ۲ شنبه، د ثور ۱۷ مه ) د طالبانو د رئیس الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دفتر ویلي، چې روسیې طالبان د تاتارستان په کازان کې یوې جوړیدونکې نړیوالې ناستې ته د ګډون لپاره بللي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا بلنه په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف له مولوي کبیر سره د لیدنې پر مهال شریکه کړې ده.

سرچینه زیاتوي، چې روسي سفیر مولوي کبیر ته د دې ناستې په اړه معلومات هم وړاندې کړي، خو د طالبانو په اعلامیه کې د دغو معلوماتو جزیات نه دي خپاره شوي.

معلومه نه ده، چې دا ناسته د کومې موضوع لپاره کله ترسره کیږي او په کومه سطحه د طالبانو استازي وربلل شوي.

طالبانو دا هم نه دي ویلي، چې دوی دا بلنه منلې او کنه؟

ویل شوي چې روسي سفیر د طالبانو رژیم سره د اړیکو د پراختیا ټینګار کړی او طالب لوري روسي پانګوال په افغانستان کې پانګونو ته بللي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...