یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهعراق ته په لومړي ځل د افغان سیرومو صادرات

عراق ته په لومړي ځل د افغان سیرومو صادرات

تاند ( ۲ شنبه، د ثور ۱۷ مه ) په کابل کې د «ملي شفاء فارماسيټيکل» د سیروم جوړولو فابریکې د لومړي ځل لپاره د ۵۸۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت، يو ميليون ۸۰۰ زره بوتله طبي سيروم عراق ته صادر کړل.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته د طالبانو د رژیم چارواکو دا صادرات افغانستان ته مهمه لاسته راوړنه وګڼله او ویې ویل، چې د دوی له بیا واک ته رسېدو سره هېواد ته په ناقانونه توګه د درملو د وارداتو سطحه ۸۰ سلنې ته ښکته شوې او نورې لاسته راوړنې هم شته.

طالب چارواکو د دغو صاداراتو په تړاو نور مشخص جزیات نه دي وړاندې کړي.

د دې فابریکې رئیس نثار احمد ترکي وویل: د «ملي شفاء فارماسيټيکل» د سیروم جوړولو فابریکه، په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د ۱۰ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونې سره خپل تولیدي فعالیت پیل کړ او ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکي کې د دغې فابریکې د پانګونې کچه ۲۰ میلیونه امریکايي ډالرو ته لوړه شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا فابریکه په کال کې د ۴۳ ميليونه ۲۰۰ زره بوتله سيروم او ۷۰ ميليونه سرنج(پيچکارۍ) د توليد وړتيا لري او همدا رنګه ۳۵۰ حرفوي فارمسستان، کيمياپوهان، مایکرو بيولوژيستان، انجنیران او ماهر کارکوونکي پکې په کار بوخت دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب