جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهطالبان: د ننګرهار لپاره د داعش والي مو نيولی

طالبان: د ننګرهار لپاره د داعش والي مو نيولی

تاند:( دوشنبه، د ميزان شپږ ويشتمه)‏ د طالبانو يوې خبري سرچینې د يوې ویډیو له خپرولو سره ويلي، چې د ننګرهار ولايت لپاره د داعش ډلې نومول شوی والي يې نيولی دی.

د عبدالله عزام په نوم دغې طالب خبري سرچینې ویلي، چې د داعشیانو دغه والي د طالبانو استخباراتي ادارې نیولی دی.

دغې سرچينې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

داعش ډلې ته منسوبو خبري سرچينو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

داعش ډلې څه موده مخکې د افغانستان ټولو ۳۴ ولايتونو ته خپل تشکيلات اعلان کړل.

يادې ډلې په وروستيو کې خپل فعاليتونه له ختيزو ولايتونو څخه، چې د دوی مرکزي سیمې ګڼل کيدې، پلازمېنې کابل او له سويل څخه تر شمال ختيزو ولايتونو وغځول.

د کابل په عیدګاه جومات کې د طالب وياند ذبيح الله مجاهد د مور د فاتحې په مراسمو او په کندوز او کندهار ولايتونو کې د شيعه ګانو پر جوماتونو ځانمرګي بریدونه، چې سلګونه تنو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې، مسووليت يې همدې ډلې په غاړه اخيستی.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي ويلي، چې داعش ډله په افغانستان کې پوځي قوت نه لري، خو د پياوړي ښودلو لپاره یې تبليغات کیږي.

نوموړي دغه راز، د داعش ډلې د ۹۸ سلنه ځپل کیدو ادعا کړې او ويلي، چې په دې برخه کې د امريکا متحده ايالاتو مرستې ته اړتیا نه لري.

د طالبانو له دې ډاډګيرنو سره، بيا هم د روسیې په ګډون د سيمې ډېر هېوادونه په افغانستان کې د داعش ډلې له پراختيا او فعاليتونو څخه انديښمن دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له منځنۍ اسيا سره د افغانستان په سرحدي سيمو کې د شاوخوا ۲ زرو داعشیانو د ځای پر ځای کیدو او منځنۍ اسيا ته يې د ورتلو د هڅو خبر ورکړی.

هغه په دې اړه د خپلو انديښنو د شريکولو او نورو موضوعاتو د بحث کولو په هدف د راتلونکې چهارشنبې په ورځ په مسکو کې د طالبانو او ۱۰ سيمه ييزو هېوادونو يو کنفرانس را غوښتی.

طالبانو ويلي، چې د رئيس الوزرا د مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ به یې یو لوړپوړی پلاوی په دې کنفرانس کې ګډون وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب