غالباً د ١٣٩٣ل کال د پسرلي وروستۍ ورځې وې. ملا (محترم عبدالهادي عطايي) کندهار ته راغلى وو. دا چي توت پاخه سوي وه، نو يوه ورځ پروگرام داسې جوړ سو، چي په ارغنداب کې د يوه ملگري باغ ته ولاړ سو. موږ څو ملگري او ملا ماځيگر د ارغنداب پر خوا ور رهي سوو.
د باغ په منځ کې پر يو هوار ځاى پلاسټيکي فرش هوار وو. څو ځوانو فرهنګيانو (استاد محمد رسول فيضي، مطيع الله روهيال، سيد احمد قانع، خليل الله سروري، اسدالله ارماني، عبدالروف خان، ما آريا او ځينيو نورو…) او يو په زړه پورې ځوان خو په فزيکي لحاظ ښايسته سپين ږيري د مجلس دايره جوړه کړې وه. د سپين ږيري اوږدې سپيني ږيري او پر منځ اړولو لنډو شناوۍ څڼو د هغه سره او سپين نسبتاً اوږده مخ ته زيب ور کړى وو. ځوانانو په مينه سپين ږيري ته کتل او له هغه څخه يې د کندهار د پخوانيو ادبي او فرهنګي څېرو او اوسنيو ادبي مسايلو په اړه پوښتني کولې. هغه د سترگو په مينه، د ژبي په علميت او ظرافت له خاطرو سره مل د هغو پوښتنو ته جوابونه ويل.
ما چي د ملا پر نوې چاپ سوې، شعري مجموعه (د وخت ضرب) باندي د ملا خپله سريزه تازه کتلې وه او د ملا د بانډار د ميني له ډک انداز او د هغه د صوفيانه او روحاني څېرې ته له کتلو څخه مي خوند اخيست، په موسکا وپوښت:
– آښه بابکه دا ستا په شعر کې د ټېگوريزم اثرات نه معلوميږي؟
هغه له مسکا سره مل مينه ناک راته وکتل. د هغه تر څه ويلو مخکې يې خوريي خان (چي ملا يې خپل بچى بولي او زما د ښوونځي د دورې همصنفۍ دى) په خندا راته وويل:
– تې دا سټايل ته گورې؟!
– يا ما يې د کتاب له سريزي څخه داسي اخذ وکى.
پر دې موضوع څو نوري خبري هم سره تبادله سوې او بيا موضوع بدله سوه. څو مياشتي وروسته چي ما د کندهار مجلې له پاره د خپلي ژباړي (نوبل جايزه وړونکي اديبان) په لړ کې د ټاگور په اړه ليکنه ترجمه کوله، نو يو ځل بيا داسي ټکو ته متوجه سوم، چي ماته د ملا او ټاگور مشابهتونه ښکاري.
د ټاگور نثري او نظمي آثار چي څوک مطالعه کړي، نو دا خبره به ورته څرگنده سي، چي تر بلي هري موضوع يې د مينې تله درنه ده. گيتانجلي د ټاگور تر ټولو نامتو اثر بلل کېږي. د دې اثر نژدې ټول نظمونه مناجاتونه دي او د ډېرو نظمونو موضوع يې له لوى خداى سره پر مينه راڅرخي. د پښتو ژبې تکړه شاعر پيرمحمد کاروان د دغه اثر د محتوا په اړه کاږي:̎ د گيتانجلي ډېر سرودونه له لوى خداى سره له راز او نيازه ډک دي. دلته لوى جمال د شاعر معشوق دى. له نورو معشوقو سره مينه لنډه تنگه وي، ځکه خو گيتانجلي د وړې مينې پر ځاى لويې مينې ته غېږه پرانيستې ده̎ (١، ٧٨م) عطايي (ملا) خپله شاعري پر دوو کټگوريو وېشلې ده. يوې ته خپل د جاهليت د دوران شاعري (چي ډېره برخه يې د وخت ضرب کتاب په پاى کې راغلې ده) وايي او بلې ته يې د مينې د سوز او د حُسن د ساز د شاعري نوم ورکړى دى. د ټاگور په څېر د نوموړي د دې شاعرۍ ډېره برخه هم له لوى خداى سره پر راز او نياز راگرځي او تر ډېره بريده د مناجاتونو رنگ لري. زما په فکر له لوى خداى (ج) سره په دونده کثرت د مينې راز و نياز د ټاگور او ملا د شاعرۍ مشترک ټکى گڼلاى سو.
د محترم عطايي (ملا) لومړنۍ شاعري که څه هم له وروستۍ شاعري سره د مضمون او رنگ له پلوه توپير لري، خو د ده پر فطرت باندې د مينې او حُسن مضمون دونده غالب دى، چي د هغې شاعرۍ پر محتوا يې هم تر بلې هرې موضوع زيات د مينې او ښکلا غلبه ډېره ده. نوموړي د خپل کتاب (د وخت ضرب) په سريزه کې دغه ټکي ته پوره اشاره کړې ده او د خپل يو ابتدايي شعر يو نيم بيتى يې په لاندې ډول راوړى دى:
زه شاعر يم، زه شاعر يم
زما کار دى مينه حُسن
نور له هر څه نه منکر يم (٢، د م)
د مُلا د شعر او فطرت څخه داسې ښکاري، چي مينه او ښکلا پرستي د ده په خټه کې اغږل سوې ده. البته په دې برخه کې چي د ده او ټاگور تر منځ يو توپير څرگند دى، هغه د ده د شعر مستي ده او د ټاگور د شعر سنگيني ده. ټاگور په خپل شعر کې له لوى خداى سره د خپلې مينې راز او نياز په ډېره نرمه او له سُروره ډکه ژبه سره کوي، خو عطايي ملا بيا دا يادونه په خورا مستي سره کوي. د ده په پخوانيو شعرونو کې دا مستي د رندتوب او په وروستۍ شاعري کې د صوفيانه وجد رنگ لري.
د مُلا او ټاگور تر منځ د مشابهت بل ټکى د فطرت له ښکلا سره عشق دى. ټاگور پر فطرت مين وو. د هغه په نژدې ټولو آثارو کې د فطرت د ښکلا څرکونه او يادونې ليدل کېږي.اردو ژبې ليکوالان خالد اقبال ياسر او محمد ارشد رازي هم دې ټکي ته اشاره کوي او په دې اړه ليکي: ̎ ټاگور د بنگال له فطري منظرو سره مينه درلوده. همدا لامل دى، چي په شاعرۍ کې يې د پدم د سمندر منظرې په وار، وار ليدل کېږي.(٣، ) د مُلا د کتاب سريزه او ځينې شعرونه که په پام کې ونيسو، نو ويلاى سو، چي مُلا هم د فطرت له حُسن سره عشق لري. نوموړى د خپل کتاب په سريزه کې ليکي: ̎د دوبي د تاوده ماښام د توربخن شنه آسمان په غېږه کې د ځلېدونکو ستورو او رڼې سپوږمۍ سره ماشومانه راز و نياز مي اوس هم ياد سي، د پسرلني سبا سحر لندې وږمې، د تنکيو شگوفو پر پاڼو د پرخې د رڼو څاڅکو امېلونه، د بهېدونکو ويالو شينکۍ غاړې مي اوس هم تر سترگو، سترگو کېږي. د چوغکو چڼ، چڼ د مرغيو امبا، امبا، د غواگانو ړمبا، ړمبا مي اوس هم د ذهن د زېر او بم په دنيا کې شور کوي او له ځانه سره مي داسي ځاى ته بيايي، چي په ژبه يې نه سم بيانولاى̎ (٢، ح م) او دا يې هم د يو شعر څو بيتونه:
سيند شڼېږي له مستيه
څپې سر وهي له گارې
ساحل غلى، غلى خاندي
پاکوي له شگور خاورې
***
د سپوږمۍ زرينې وړانگې
د دلبر آسمان له غېږي
د ځنگله په گڼو ونو
په لمن، لمن اورېږي (٢، ١٦١م)
د ټاگور د شاعرۍ روح د ده مشهور اثر گيتانجلي دى. د گيتانجلي پښتو معنا د سندرو نذر ده. زما د معلوماتو له مخې ټاگور لومړنى صوفي شاعر دى، چي خپل معشوق (لوى خداى ج) ته د سندرو نذرانه وړاندې کوي. عجيبه دا ده، چي محترم عطايي (مُلا) هم دې وينا ته بې طاقته سوى دى او خپل جانان ته د تورو نذرانه وړاندې کوي:
دا د تورو ساحري ده، و جانان ته نذرانه ده
ښاريه وهي د عقل، د (مُلا) د خيال دُره ده (٢، ٧٦م)
داچي د مُلا دغه کار توارُد که تقليد دى، يو جلا بحث دى. البته زما له پاره په زړه پورې دا ده، چي دغه کار مي د نورو صوفي شاعرانو په کلام کې نه دى، تر سترگو سوى.
د مُلا او ټاگور د کلام يو بل مشترک ټکى ښايي دا وبولو، چي دوى دواړه له خپل ياره سره د وصال په خاطر له مرگ سره مينه ښيي. ښاغلى پير محمد کاروان د ټاگور د دې اړخ په اړه کاږي:̎ شاعر په ډېرې هنرمندۍ او ډېر صداقت د مرگ سندرې بولي، ډېر ځله مو له مرگ سره اشنا کوي، مرگ د يوه ښکلي معشوق په څېر زموږ سترگو ته دروي. لوى کمال يې په دې کې دى، چې د مرگ غوندې وېروونکى موجود راته په ښکلا بدلوي او له ژوند نه هم زړه نه توروي. دى وايي بې له ترهې، بې له وېرې ښکلى ژوند وکړئ او کله چې له ژوند سره خداى پاماني کوئ، نو مرگ ته هم په مينه ورغاړې وځي.
ټاگور ته د ژوند په اوښکه کې د مرگ د رنجو رنگ ښايستوکى ښکاري او د مرگ د همدې رنجو له برکته د يو بل نااشنا او ښکلي جهان د نندارې هيله من دى…̎ (١، ٧٩م) د محترم عطايي مُلا په شاعرۍ کې هم د دې ټکي څرکونه ښکاري خو په لاندې غزل کې يې دا اړخ ډېر څرگند او بارز دى:
مرگه! جار دي تر پنجو سم، د جانان په لور مي بيايي
خو دا سترگې کړه لږ نرمي، د ارمان په لور مي بيايي
له دې تورې تنگې ځمکې، د اغزن اغزن ماښام نه
د ورېښمين سحر په غېږ کې، د آشمان په لور مي بيايي
دا اوږده درانه کلونه، د زندان دوږخي کندې
تا د باد وزرې راوړې، د رضوان په لور مي بيايي
ژونده درې کاڼي طلاق دى، که بيا سترگې درښکاره کړم
زه د مرگ سترگو اخيستى، د رُمان په لور مي بيايي
د دوږخ دوږخ نفرت نه، ځم د مينې و جنت ته
د رحمت فرشتې ناڅي، د رحمان په لور مي بيايي
ژونده! خوږ فرېب دي اخله!، د وسواس دا اوږده تبه
د مرگ تريخ حقيقت راغى، د ايمان په لور مي بيايي
اې پردېس! بېکس ماښامه، نن مي کلى په زړه اوري
داسې ښکاري مرگ را رسي، د خپل خان په لور مي بيايي (٢، ٦٢م)
مُلا په خپله پورتنۍ غزل کې د ټاگور په څېر مرگ ته په مينه غېږ ورکوي. دا د ده او ټاگور يو داسې مشترک ټکى دى، چي ما د نورو شاعرانو په اثارو کې نه دى ليدلى. د مرگ په اړه ډېرو شاعرانو شعرونه ويلي دي، خو پر دې شعرونو د نهيليزم سيورى غوړېدلى وي. په دې اړخ کې د مُلا او ټاگور شاعري له نورو شاعرانو سره په دې فوقيت لري، چي دوى مرگ د بېروونکې پديدې پر ځاى يو مينه ناک شى معرفي کړى دى.
ټاگور او مُلا دواړه صوفيان دي. زما په نظر د دوى د شعر توپير له نورو صوفي شاعرانو سره په دې کې دى، چي دوى د مينې تر څنگ ښکلا ته هم ډېره توجه کړې ده او له دې لارې خپل اصلي معشوق ته د ورنژدې کېدو هڅه کوي.
څنگه درسم ستا درشل ته، له چا وپوښتم ستا حال؟
زه ذره د يو ذرې، ته جلال د ټول جلال
داسې ښکاري چي مين سوم، زه او زما اوښکې دليل
داسې ښکاري چي بل نسته، ته او تسا حسن مثال
________________
ماخذونه:
١. کاروان، پيرمحمد، د گيتانجلي د درېيم چاپ دوهمه سريزه، د بېنوا فرهنگي ټولني چاپ، ١٣٨٣ل، کندهار
٢. ملا، عبدالهادي، د وخت ضرب، د لومړي چاپ سريزه، د ځلاند صحاف خپرندويې ټولنې چاپ، ٢٠١٥م، کوټه.
٣. آريا، نثاراحمد(ژباړه) خالد اقبال ياسر او محمد ارشد رازي (ليکوالان)، نوبل جايزه وړونکي اديبان، د کندهار مجلې د ١٣٩٤ل کال د دلو او حوت گڼه.