چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeخبرونهطالبان: د نجونو ښوونځي به ژر بیرته پرانیستل شي

طالبان: د نجونو ښوونځي به ژر بیرته پرانیستل شي

تاند:( دوشنبه، د ميزان شپږ ويشتمه)‏ د طالبانو د کورنیو چارو وزرات ویاند قاري سعید خوستي په نیږدې راتلونکي کې د افغان نجونو د تړل شویو ښوونځیو د بیرته پرانیستل کیدو خبر ورکړی.

نوموړي له الجزیرې ټلویزون سره په تازه مرکه کې ویلي، چې په دې اړه به رسمي اعلان زر د پوهنې وزارت له لوري وشي.

هغه زیاته کړې، چې طالبان هم د دغو ښوونځیو زر بیرته پرانیستل غواړي او په دې اړه هڅې روانې دي.

طالبانو د نجونو د ښوونځیو د تړل کیدو دلیل د دغو زده کړو لپاره د لازمو شرایطو برابرول ښودلي وو.

سره له دې، چې په افغانستان کې د نجونو او هلکانو ښوونځي سره جلا دي، خو طالبانو نه دي ویلي، چې د نجونو د زده کړو لپاره د مناسبو شرایطو له رامنځته کولو یې هدف څه شی دی؟

قاري سعید خوستي دا هم ویلي، چې د نجونو ښځینه ښوونکې به هم بیرته زر خپلو دندو ته ستنې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر طالبانو د ښځینه وو د زده کړو او کار د حق د تلف کیدو له کبله په ملي او نړیواله کچه نیوکې ورځ تربلې په زیاتیدو دي.

څو ورځې مخکې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاوش داود اوغلو وویل، چې د یو شمېر اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ملتیا به کابل ته لاړشي، څو طالب مشران د نجونو د تړل شویو ښوونځیو بیا پرانیستو او دغه راز د کار پر وړاندې یې د رامنځته کړي ممانعت پای ته رسیدو ته وهڅوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب