جمعه, مارچ 29, 2024
Homeمیرمند کندهار د ښځو د ژوند یو انځور

د کندهار د ښځو د ژوند یو انځور

ميړه مې د شورويانو په جنګونو كې شهيد سوى دى او دوه زامن مې په ځانمرګي بريدونو كې له دې دنيا څخه تللي دي، زه اوس په كور كې د خوارۍ څوك نه لرم، په چارسو چوك كې په دې سپين سر زاړه كالي او نور د كور سامان خرڅوم څو د ځان، كونډې مږور او يتمو لمسيانو لپاره يوه ګوله ډوډۍ پيداكړم .))

دا د هغه شپېته كلنې كندهارۍ سپين سرې خبرې دي چې هر سهار وختي له كوره څخه چارسو چوك ته د زړو شيانودخرڅولولپاره راځي اوله غرمې وروسته ديوڅوافغانيودګټلوسره سم كورته پر لار،يوڅوسړې ډوډۍاوارزان بيه دكورسودا رانيسي ترڅوپه دې ډول دخپل ژوند ماته بيړۍترساحله پوري ورسوي.

دا مهال په كندهاركې نه يوازې دغه شپېته كلنه ښځه دنيستۍپه زندان كې تريخ ژوندتېروي بلكې په دې ښاركې دميرمنوچارودرياست درئيسي اغلې رڼاترين په وينا ((: په كندهاركې كابوپه سلوكې ترپنځوسو ښځوډيرې له غربت اوكورنيوستونزوسره لاس اوګريوان دي اوپه دې لاركې هره ورځ موږته يوزيات شميرښځې دكارلپاره مراجعه كوي اوغواړي چې دكاركولوپه وسيله يوه ګوله حلاله روزي پيدااوځان دنيستۍله تورې بلاڅخه وژغوري خوافسوس چې زموږتشكيل دومره نه دى چې ډيرې ميرمنې په كاروګوماروخوچې كله خبره دوزارت سره شريكه كړوهغوى راته وايي تاسو له انجوګانوسره تماس ونيسئ ،انجو ګانې هم په هغه كچه زموږستونزوته نه سي رسيداى په كومه كچه، چي موږ ورته اړتيالرو.))

په كندهاركې دبشردحقونودخپلواك كميسون په سيمه ايزدفتركې هم يوې كارمندې چي نه يې غوښتل نوم يې خپورسي درڼاترينې له خبروسره همږغي وښوده اوويې  ويل : (( په رښتياهم اوسمهال په كندهاركې دښځوپه وړاندې لويه ستونزه بېكاري اونيستي ده اوله دې نيستۍڅخه دوى په ډيروستونزواخته كيږي چې ددوى پرژوندډيره ناوړه اغيزه پرې باسي ،ددوى په وينا:په اوس وخت كې دا يوه داسې ستونزه ده چې بايدترټولولومړى دولت ورته جدي پاملرنه وكړي  .)) ښځې ولې ورځ تربلې دبېكارۍاونېستۍله ستونزو څخه كړيږي، په داسې حال كې چې دولت ،بهرنيان اودښځود حقوقوپلويان!! ددوى په ويناددیموكراسۍپه رڼاكې دښځودحقوقوخبرې كوي اوهغه چاته دموسسې په نامه ډېر فنډوركوي چې ترنارينه و يې په دفتركې دښځوګڼه كوڼه ډېره وي؟؟

ددې پوښتنې اواندېښنوپه اړه په سيمه كې كارپوه اودسياسي چاروڅيړونكي ډاكټرعطاالله (سوله مل )) راته داسې وويل: (( په هره ټولنه كې چې دجنګ كرغيړن اوربل سي،ترهرچ ايې ډېرتاوان ښځو،كوچنيانواوكمزوروكسانوته رسيږي، نو داچې زموږپرګران هيوادهم پوره تردرې لسيزولاډيرې دجنګ لمبې پرله پسې بلې پاته سوي دي ،په دې جنګونوكې هم ترهرچاډيرتاوان ښځواوكوچنيانوته رسېدلى دى . داچې بهرنيان اوځينې نورې ټولنې دحكومت په ګډون دښځودحقوقودساتنې لپاره نارې وهي ،دا نارې زماپه اندهسي تكراري شعارونه دي ،

دوى هغه چاته فنډوركوي چې بيرته يې بهرته دانتقالولوتوان ولري ،كه چيري هم په كوم ځاى كې له كومې نېستمنې ښځې سره څه ناڅه مرسته سوې وي، نوهغه به هم له ډېروكموګوتوپه شمار مرستوڅخه وي چې په نمایشې ډول  سوې دي.زماپه اندكه حالاتوهمداسي دوام وكړزه بېرېږم چې په كندهاراونيژدې شاوخواكې به دنېستمنو ښځوپه وړاندې دغه دبېكارۍستونزه يوه ورځ دومره لويه بلاسي چې ټولې داډول ميرمنې به تر ستوني تيرې كړي.

دولت كه نورڅه نه سي كولاى يوازي څوكارځايونه(فابرېكې) خودې  ورته جوړكړي څودښځوسره يوشمېروروڼه هم پركارسي اودبېكارۍ اونېستۍستونزه كه يومخ نه وي يولږخوبه كنټرول سي )) دډاكټر(سوله مل ) صاحب له خبروسره دكندهار د شپږمي ناحيې اوسيدونكې اته دېرش كلنه كونډه ګل مكۍ هم موافقه ده اووايي: (( زه اوس دادى هرسهاردخپلوڅلورو عيالو نولپاره ديوې ګولې ډوډۍدپيداكولوپه نيت له كوره راوځم اوپه پرديوكورونوكې دخدمت په بدل كې يوازې دماښام ډوډۍ اولږپيسې په لاس راوړم چې په دې ماښامنۍاويوڅوپيسو،نه مرواونه هم په رغيږو.)) ګل مكۍزياتوي : كه حكومت زماپه څېرزياتواړواو كونډيانوښځوته په كارځايونوكې دكارزمينه برابره كړي موږچمتويوچي له دې لارې خپلو يتمانوته يوه ګوله ډوډۍبرابره كړوځكه په فابريكوكې به يوڅوك معلوم وي چې پرموږامركوي ،اوس خوموهرڅوك په يوه اوبل نامه يادوي،هغه بېځايه امرونه خولاهلته پرېږده اوچې كله رياست ياهم كوم بل ځاى ته سروروښكاره كړوبې ځوابه موپرېږدي اوس موسرنه خلاصيږي چې آخرموږڅه وكړواودچاپه مخكې خپلې ستونزې بيان كړو؟؟ بلې هوګرانولوستونكو!په رښتياهم كه وكتل سي په هيوادكې غملړلو جنګونو زموږ د هيواد پر هر اوسېدونكي په ځانكړي ډول پرښځينه قشريې ناوړه اغيزه ښندلې ده همدااوس،اوس يوازې په كندهارولايت كې ترنيمايي ډيرې ښځې دنادارۍ اونېستۍپه زنځيرونوتړلى ژوندلري اوله دغه ژونده داسي كړيږي چې بيانول يې ددې ليكنې په غيږكې نه سي ځايدلاى خولنډه داچې : په اوسمهال كې باي دلومړى دميرمنوچارووزارت اوپه ولاياتوكې اړونده رياستونه ،انجوګانې اودميرمنودحقوقودساتنې !!ټولنې دښځوپه مخكې دپرتې دغي لويې ستونزې دهواري لپاره لاس په كارسي اوكه داسي ونه كړي نوبېكاري هغه ناوړه ستونزه ده چې دپښتو متل پربنسټ دبدبختيوځانګوده ،چي ډيرې بدبختۍورڅخه زېږي . نوكه چيري اوس دغه ستونزه مهارنه سي وروسته به يې مخ راګرځول ديوې ټولنې ،يوې څانګې اوآن ديوه وزارت له توان څخه وتلى كاروي . په دې هيله چې دولت اواړونده څانګې په بشپړاخلاص اوصداقت دنېستۍپه زندان كې دپرتوميرمنوپه ريښتني حال ځانونه خبركړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب