چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهملا برادر: له « شرعي اصولو» سره سم به ژر د نارينه...

ملا برادر: له « شرعي اصولو» سره سم به ژر د نارينه او ښځينه وو پوهنتونونه بيرته پيل شي

تاند:( سې شنبه، د جدي اته ویشتمه) ‏د طالبانو د رییس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان د دولتي پوهنتونونو له استادانو سره په کتنه کې وویل چې لوړې زده‌ کړې د یوه هېواد د پرمختګ او هوساینې لپاره اړینې دي او دوی ژمن دی چې له شرعي اصولو سره سم د نارینه وو او ښځو‌ لپاره د لوړو زده ‌کړو زمینه برابره کړي.

په دې ليدنه کې د دولتي پوهنتونونو د ټولنې مشر نجيب الله امرخېل ويلي، چې افغانستان د سيمې په کچه تر ټولو ښه پوهنتونونه او تجربه لرونکي استادان لري.

نوموړي د استادانو د معاشونو کموالی، د دوی د دايمي استوګنځي نشتوالی او په تعليمي نصاب کې ژړ- ژر بدلونونه اساسي ستونزې ګڼلي دي.

د طالبانو د رييس الوزرا مرستيال په دې ليدنه کې ډاډ ورکړی، چې د لوړو زده کړو بهير به ژر خپل عادي وضعيت ته وګرځول شي.

بل لور ته: د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په حواله ويل شوي، چې په راتلونکو لس- پينځلسو ورځو کې به تړل شوي پوهنتونونه ژر بيرته پيل شي.

5 COMMENTS

  1. Do you really know about the Sharia?
    Or did you just heard the word of Sharia?
    If you really know on the Quran, Hadeth and the Fiqha (Sharia) then you have to put pressure on your Mullah Hassan Akhund and Shaykh Hebatullah to come to media and show their faces to the nation. You want Sharia and are walking against the Sharia. It’s the right of people and Sharia upon you to show your elders to the people.

  2. mula sahib salamoalikum//
    please open door of education and work for women’s under islamic rule.
    we don’t want that women’s dancing in the stage
    we like same law like other islamic country.but not LIKE HIRA MUDAHEE
    WE HAVE RESPECT FOR YOUR FIGHT FOR FREEDOM.BUT WE NEED TO DO PROGRES
    STOP PAKISTANI RULE IN OUR COUNTRY.
    THANK YOU

  3. د ملا برادر د کونجۍ د زوی خپله پښتو ژبه سمه نه ده زده خو ځینی دوستان په انګلیش ور ته لګیا دی.

  4. څرنګه چی لیدل کیږی ډیرو پوهنیځیو کی یو شمیر استادان تللی او بستونه تش دی نو دهغو پر ځای دی فارغ شوی زنانه استادانی مقرری کړی مشکل حل کیږی هر پوهنځی کی دوه یا دری ښځینه کولای ستونزه حل کړی موږ اوس لله الحمد ډیری ایمانداری خویندی لرو چی عالی تحصیلات لری اوو تر نارینه وو په استعداد او لیاقت کی کمی ندی او نجونی له دوی څخه ډیره ښه زده کړه کوی دا به اسلامی امارت ته هم لوی بریالیتوب وی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب